شخصیت او د هغه اصلاح:

له هغو کلمو نه چې په ورځني ژوند کې ډیر زیات استعمال لري، یو هم شخصیت دی. د شخصیت کلمه تقریباً د ډېرو خلکو په آند روښانه مانا لري او تقریباً ټول په اتفاق سره د هغه له مانا سره اشنايي لري. د ارواح پوهنې له نظره شخصیت بل ډول تعریف لري. ځیني هغه له کرکټر سره یو ګڼي، یوه بله ډله پدې باور دی چې شخصیت له هغې اغېزې نه عبارت دی چې فرد يې په ټولنه کې لري یا په بله وینا، شخصیت هغه انځور دی چې ټولنه يې د فرد نه وړاندې کوي. فیلسوفان وايي: د فرد د کړنی اصول او جهان بیني د ټولنیزو پدیدو سره په تړاو او د فردي شخصیت فلسفه ده.

شخصیت د لاندینیو عواملو سره تړاو لري:

  • د فرد د پیدایښت یا پیدایښتي جوړښت
  • وراثت
  • خواړه (تغذیه)
  • د ښوونې او روزنې چاپېریال، ښوونځی او اکاډمي
  • کاري چاپیریال
  • د فرد سره په اړیکه کې خلک
  • مطالعه او شخصي څیړنه

د پورتنیو عواملو نه پیدایښتي او وراثتي عوامل بدلون نه موندونکي دي مګر ډیری نور عوامل د بدلون او اصلاح وړ دي.

د شخصیت د منابعو نه خبرتیا دا ګټه لري چې کس به د هغوي په پېژندلو توانمند وي، لکه چې د کړنې له نظره به په ټولنه کې د نیمګړتیا یا نقص لرونکی وي، ځان به اصلاح او د خپل شخصیت کړنې او نیمګړتیاوې به جبران کړي.

خپل شخصیت څنګه اصلاح کړو؟

تعذیه  د شخصیت د بڼې په جوړولو (شکل ګیري) کې ځانکړې ارزښت لري. د تعذيې یو له اړینو اغیزونه په شخصیت باندې، د موادو د هورموني ځانګړنو پورې اړه لري. له علمي نظره څرګنده شوېده چې هورمونونه هغه مواد دي چې په بدن کې د هغوی تعادل د کړنو د تعادل سبب کیږي او د دغه تعادل له منځه تلل په شخصیت کې د تعادل د له منځه تللو سبب کیږي او پایله يې یوه بی تعادله کړنه لاس ته راځي. پس لومړنی ګام خوراکي عاداتواو حیاتي خوراکي موادو ته توجو ده.

د ټولنې خلک او ملګري د  فرد په شخصیت باندی اغیزه لري. د شخصیت په اصلاح کې دویم ګام د ملګرو او د ټولنې د وګړو په ډول کې بدلون دی. د ملګرو په ټاکنه کې باید د سره غور وشي او د ناوړ ملګرو سره د ناستې ولاړې نه باید ځان وژغورل شي .

د ملګرو او دوستانو له منځه هغو وګړو ته څانګړې توجو وکړئ چې د شخص په روحیه او کرکتر باندې اغیزه لري‎‎، کوښښ وکړئ چې یو ځواکمن، مطلوب او روغ شحصیت د معاشر په توګه وټاکئ.

مطالعه او څېړنه انسان ته جهان بیني او جهان ګردي ورکوي. د پوهانو، فلسفیانو، ممتازو او دملي او نړېوالو پیژیندل شوو شخصیتونو د احوالو له مطالعې او شرحې نه ګټه واخلئ.

د خپل شخصیت د اصلاح لپاره هیڅ کله مادي او سرسري لیدونکي کسان او هم مسلکي ډله بېلګه مه نیسئ. بلکه هغو وګړو ته رجوع وکړئ چې معنویت او انسانیت ته ډیر ارزښت ورکوي او د هغوی لید مسایلو ته عاطفي او انساني وي، نه مادي او ظاهري.

که د خپل شخصیت د اصلاح په لټه کې یاست، پدې لاره کې جدي او صابر ووسئ. یوه مشهور متل دی چې وايي: د عادت پرېښودل د ناروغئ سبب ګرځي. د یو خراب عادت پرېښودل په لومړیو کې ګران او ستونزمن وي، مګر په صبر او تحمل سره به ولیدل شي چې د خراب عادت پرېښودل او د یو نوي کرکتر لاسته راوړل څومره ښکلی او خوندور وي. په حقیقت کې که څوک خپل ځان اصلاح کړي، داسې دی لکه چې نوی زیږیدلی وي او نړۍ په نوي او ښکلي نظر ننداره کړي.

پدې وپوهیږئ چې په شخصیت هر ډول بدلون هله اغیزمن دی چې کس په خپله غوښتونکی وي او په رښتیا سره د خپلې کړنې د بدلون هوډ ولري، که نه نو هر ډول هڅه بې پایلې او بې ځایه ده.