غزل
اوښـــکــــو زمــا د ویـــر کــیســې وکړلې وژړېدې
ســتــورو مــې خــواکې پوره شپې وکړلې وژړېدې
د تــنــهــايـې شــېبــې هیـــڅکله تنها پرې نه خودم
وخــتـــونــو پــټ پــټ تــمــاشــې وکـړلې وژړېدې
د زړه ربــاب مـــې د ګــریـوان تارونه کلک ونیوه
خــیــالـونــو شـــور وکــــه ټــپــې وکــړلې وژړېدې
لارې کـــوڅــې زمــا د حـال د لـیـدو تـوان نه لاره
شـمــعــې د ســــره اور بــهــانـــې وکړلې وژړېدې
هغه وروستی دیدن مې یاد دی چې یار تله راځني
سترګو يې ښې ډېرې ګیلې وکړلې وژړېدې
شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي هرات
۲۸-۰۱-۲۰۱۰
28.01.2010
- پېمانه
لومړنی تصادف (برخورد):
په لیدنو، مېلمستیاوو ،غونډو او معاشرتونو کې یو له اړینو موضوعاتونه له خلکو سره د لومړني لیدنې او او آشنا کیدو مسئله ده. لومړنی لیدنه او لومړنی تصادف په حقیقت کې د خپل ځان لومړی انځور دی چې د نورو په ذهن کې ېې انځوروئ، دغه انځور به تل د هغو خلکو په ذهن کې پاتې وي چې زمونږ سره سروکار لري او د هغه بدلون او سمونه به په دومره لږه موده کې امکان ونه لري او ددغه کا...
30.01.2010
- پېمانه
ځکه له تیارو نه مو ډار تللی دی
ستوری مو د لمر پر مدار تللی دی
وخته اوس مې وار دی تماشه کوه
توره مې له تیکې په وار تللی دی
خود به طوفانونه ځان سره راوړي...