ځکه له تیارو نه مو ډار تللی دی

ستوری مو د لمر پر مدار تللی دی

 

وخته اوس مې وار دی تماشه کوه

توره مې له تیکې په وار تللی دی

 

خود به طوفانونه ځان سره راوړي

غږ زما د وروېځو په لار تللی دی

 

سېند شوله څپه څپه راواوخته

خیال مې د هنر په بازار تللی دی

 

اوس نو ښکلي پرېږدئ چې ویشتل کوي

زړه ته مې د سترګو ګزار تللی دی

 

شیرین اغا جهانګیر

رباط سنګي هرات

۳۰-۰۱-۲۰۱۰