یوه لنډه خیالي کیسه
زما پلار غوښتل چې زوي ېې باید د هغه په شان مسکین نه وي. زه اوس غټ شوی یم، مګر هغه نشته چې ما وویني. زه ټوله ورځ د یوې ډوډۍ پسې ګرځم چې خپله وږې مور پرې مړه کړم. کله کله د کوڅې ماشومان مې وهي او کله کله نور سوالګر ماشومان رانه زما ډوډۍ اخلي. کله چې ځم چې د خپل کلي له باغه د سوند لرګي راټول کړم، تل په دې ډار کې یم چې په کوم ځمکني ماین باندې به پښه کښېنږدم.
اوس مې مشر ورور په یوې پښې ګوډ دی، ځکه چې هغه زما په شان بختور نه وو چې ځان له ځمکنیو ماینونو وساتلای شي. هغه په کور کې دی، ځکه چې هغه امسا نلري چې پرې وګرځې. کله چې زه په عمومي سړک روان یم، د قمندانانو ګاډې دومره تیز ځي چې له ځمکې نه خاوروې او دوړې هرې خواته شیندي. دوړې مې سترګې ړندې کوي. ما ګمان کاوه چې بهرنيان به راسره مرسته وکړي. زه دوي هر چېرته وینم، ځنې مسلح عسکر دي، ځنې غېر نظامي کاریګر .
زه وینم چې خلک په رسټورانټونو کې د غرمې ډوډۍ خوري. زما پزې ته د خوړو بوي راځي. که چېرې د شپې د خوړو پر مهال زه ډېر نږدې ورشم، د رسټورانټ کاریګر مې په لغته وهي او وايي* ورک شه! حرامي یتیمه!* قمندانان خپل ګاډې د مارکیټ په تمځای کې ودروي. دوي خپل ماشومان خرېدارۍ ته له ځانه سره وړي. د دوي لنډکروزر ډېر غټ او جګ دي. حتی زه نشم کولای چې د دوي د ګاډې شیشې ته ورسېږم او پېسې ترې وغواړم. پښې مې ډېرې خوږیږي، ځکه چې بوټان نلرم. نشم کولای چې پښې مې د ماتو شیشو له ټوټو نه چې پر لارې پراته دي، وساتم. زه یو ماشوم یم، مګر ځان راته د پلار په شان ښکاري. زه د خپلې ناروغې مور او د خپل معیوب ورور پر وړاندې د مسئولیت احساس کوم. کاشکې زه په یوې داسې شتمنې کورنۍ کې زېږېدلای وای چې هیڅوک په کې ناروغ نه وای.
زه شتمن ماشومان وینم چې د خپل ژوندانه له هرې شېبې نه خوند اخلي. ددوي پلرونه وزیران، قمندانان او سیاستوال دي. دوي په بایسکلونو سپریږي او د هر موسم سره سمی جامې اغوندي. زه یواځې یوه لونګۍ لرم. زه هغه هم وینځلای نشم، ځکه چې ترسو هغه وچېږي، نور څه د اغوستلو لپاره نلرم. که چېرې ډوډۍ ونه مومم، بیا نو په وږي نس ویده کېږم. کاش چې پلار مې اوس هم ژوندی وای! لږ تر لږه به مې د خېرات د ټولولو پرځای کولای شوای چې ښوونځي ته ولاړ شم. زه په یوې بلې نړې کې ژوند کوم. په هغه نړۍ کې چې هیڅوک د چا پروا نلري. زه هیڅ نه پېژنم، مګر جنګ! جنګ! او جنګ!
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي هرات
۳۱-۰۱-۲۰۱۰