وخته لږ تم شه دادی زه هم بارومه ځمه

له دغه دور سره هرڅه ختمومه ځمه

 

سپوږمې له ځانه سره اخلمه چې لار ووینم

د تیارو غېږ کې ډیوې ډېرې بلومه ځمه

 

سپرلیه ته که مې ملګری شئ احسان دې منم

د یار تصویر ته ګلابونه ټولومه ځمه

 

دا د چا مخ ته دې مخ څنګه له کعبې واړوه؟

بزرګه ودرېږه پڼې دې ښکلومه ځمه

 

ساقي آشنا دا آخري پېمانه ډکه راکه

د زړګي تورې آینې پرې سپینومه ځمه

 

شیرین اغا جهانګیر

رباط سنګي هرات

۳۱-۰۱-۲۰۱۰