دنوي معاشرت آداب 
The modern social Etiquette

ژباړن: شیرین آغا جهانګیر

 

د معاشرت آداب څه دي؟

دخلکو سره څنګه چلند وکړو؟

 دښه خبرو کولو لاره کومه ده؟

په مېلمستیاوو کی څنګه ګډون وکړو؟

 دښه مزل(تګ) کولو لاره کومه ده؟

 د ښه خوراک طریقه کومه ده؟

 څه ډول ملګري وټاکو؟

 د خپلې مېرمنې، اولادونو او کورنۍ سره څنګه چلند وکړو؟

 او په سلګونه نور مطالب چی تاسی ته دښه ژوند کولو لاره ښایي.

 

 

د ستر ټولواک په سپیڅلي نامه

سریزه

انسان د کایناتو په دایره کې د یوې ځانکړي غوراوي  څښتن دی. د انسان شرافت او لوړوالی د نورو موجوداتو په نسبت انسان ته د هغه د نورو هم نوعانو په وړاندې د هغه په چلند او کړنه کی د مسؤلیت  زیږندوی دی.

په لږې ځیرنې سره لیدل کیږي چې په اریزه توګه (اصولا) د انسان لوړوالی د ټولنیزو قوانینو او په هغوي باندې د حاکمو قوانینو د پلي کولو په  سیوري کې لاس ته راغلی دی. په خپله د معاشرت آداب ددغو قوانینو څخه دي، هغه قوانین چی د قانون په بڼه ندي لیکل شوي، مګر په عملي ډول شتون لري او پلي کیږي. ددغو آدابو سره پیژندګلوي د انسان سره مرسته کوي چې په ټولنه کې ډیر آرام او غوره ژوند وکړي او د وګړو سره په چلند کې بریالی او سرلوړی ووسي.

دغه کتاب چې د ګران لوستونکي حضور ته وړاندې شوی دی، په  نوو بهرنيو او کورنيو منابعو کې د څیړنې پایله ده او کوښښ شوی دی چې ددې کتاب ټول مطالب د کورني او بهرني منابعو په هم غږۍ او د هغه په لیکنه کې ټوله هڅه پدې باندې وه چې مذهبي او ملي آدابو او سنتونو ته هم توجو وشي او کتاب په داسی بڼه وي چې د معاشرت د معاصرو آدابو د لرلو په ترڅ کی مذهب او سنتي اخلاقو ته هم توجو شوي وي.

د معاشرت آداب څه دي؟

اِټیکیت Etiquette  یوه فرانسوي ویی (کلمه ) ده چې پخوا به د نښې یا د پیژند پاڼې په معنی کارېده چې وروسته د مراسمو، آدابو او د درباري رواجونو په معنی کاریده. نن د معاشرت په معنی ترې ګټه اخستل کیږي او په لنډه توګه د هغو قوانینو او قواعدو  ټولګې ته ویل کیږي چې انسان باید په ټولنه کې هغو ته پابند وي. انسان به په ټولنه کی د قوانینو او د معاشرت د آدابو په کارونې سره  په سوکالی او په سمه توګه ژوند وکړي.

د معاشرت د آدابو زده کړه:

د زیږیدنې دپیل نه ټول انسانان د معاشرت د آدابو سره آشنايي نلري، بلکه انسان د کوچنیوالي له وخته د غریزې پربنسټ تګ کوي. یو وږي ماشوم ته یواځې د خوړو پېداکول او د هغه خوړل مطرح وي، هغه چې په تدریج سره لویږي، زده کوي چې باید پوه شي چې خواړه د هغه پورې اړه لري او که نه؟ که د نورو پورې اړه لري نو باید د خوړو د اخستلو لپاره د خوړو له څښتنه اجازه واخلي.

که ماشوم له کوچنیوالي نه د معاشرت آداب زده نه کړي، په لویوالي کې به هم ونه توانیږي چې په ټولنه او غونډو کې  هغه ډول چې یو مؤدب کس ته ښايي ، ښکاره شي. پر همدې بنسټ باید مور او پلار، خپلوان او ملګري ماشومانوته د معاشرت د آدابو د زده کړې لپاره اقدام وکړي.

د معاشرت له عمومي آدابو پرته چې د انسان په ورځني ژوند کې په کاریږي، ځني نور ځانګړي رواجونه او آداب هم شتون لري چې وګړي د دندو او شخصي اړیکو لپاره باید هغه زده کړي، لکه د دیپلوماتیک معاشرت آداب چې د دیپلوماتانو او سیاستوالو پوری ځانګري دي او په سیاسي میلمستیاوو، کنفرانسونو او غونډو کې په کاریږي او ټول سیاسي معنی او مفهوم لري. په یو سیاسي معاشرت کې یوه وړه سهوه او یا  یو کوچني بدغوني حرکت او چلند د یو هیواد سیاسي نظام د شلیدلو باعث ګرځي. دغه موضوعات په پوره ډول روښانه دي او هره ورځ يي په ورځپاڼو او خبرونو کې اورو چې فلانی سیاستمدار مقابل لوري ته په لاس نه ورکولو، له سوله ایزي لارې ګډون ندی کړی او دا د دواړو هیوادونو ترمنځ د جنګ د اعلان په معنی دی. لکه چې د رضا خان په وخت کې فرانسویانو د یوه ایراني لیوه نوم شاه ایښی وو او دهغه عکسونه یې هم په رسنیو کې خپاره کړي وو. ایران له فرانسې سره خپلې اړیکې پرېکړې، تردې چې فرانسویانو په رسمي توګه بخښنه وغوښته او خپله پښیماني یې څرګنده کړه.

د معاشرت د آدابو ریښې:

ډیری نني  کړنې او د معاشرت آداب د پخانیو کړنو سره ریښې لري، لکه: لاس ورکول، په پخوا وختونو کې انسانانو یو بل ته په لاس ورکولو سره غوښتل وښايي چې مصلح نه دي او د دښمنۍ هوډ نلري، بلکه د دوستۍ او سولې لپاره راغلي دي، او نن هم لاس ورکول د سولی او پخلاینې په مانا ده.

د معاشرت ډیري آداب علمي ریښي لري، لکه: د لاسونو سره خواړه نه خوړل، د خوړو دخوړلو نه وړاندې د لاسونو وینځل او د قاشوغې سره د خوړو خوړل له هغو آدابو څخه دي چې د هغوي ګټورتیا د ناروغیو د خپراوي په مخنیوي کې او د زیاترو نورو ناروغیو په مخنیوي کې حتمي اوتائید شوي دي. او همدارنګه په یو سا د اوبو او نورو مایعاتو نه څکل، تیز تیز خواړه نه خوړل او وروستو له ژولو نه د خوړو تیرول.

د معاشرت په آدابو کې نسبیت

د معاشرت آداب له نسبي پدیدو څخه ده او د هغه ډېری قواعد ملي، قومي او ځانګړي اړخونه لري لکه د مېلمنو د پیژنګلوي آداب، د ښه راغلاست آداب او ډېری نور آداب چې د بېلابېلو ملتونو او هېوادونو په وړاندې توپیر او بېلوالی لري. کله کله د یو ښار نه بل ښار ته توپیر لري، قام نه تر قامه ، ملت نه تر ملته او د هیواد نه تر بل هېواده توپیر شتون لري او هر یو د رواجونو او سنتونو مطابق بېلابېل آداب او معاشرت لري. دغه توپیر او بېل والی دومره ژور وي چی آن کله کله تضاد پیداکوي، په دې ډول لیدل کیږي چې کومه کړنه چې په یوه ټولنه کې ښاغلی او منلی دی، همغه کړنه په بله ټولنه کی بدغونی، نامنلی او داخلاقو ضد ګڼل شوی دی.

دغه کتاب ادامه لري