مونږ

بــېرته پـاتـې شــوو د ژونـد د قـافــلـې نــه

دنـیـا وویـسـتــو د خـــپــلې سـلـســلې نــه

ورځ مو خپله په ځان شپه کړله خوبـــــیا هم

ګــیــلـه مـن یـو د تــــــقـدیــر د فېصلــې نــه

********

د بــشــر د تـاریـخ بــر دور کـې ګـرځــو

مونږه لا د غار او غـر دور کې ګـرځــو

خـبر نــه یــو د دنــیــا لــه رازو نــیــازه

د خپل سوچ په زورور دور کې ګر ځـو

********

دنـیکــه د افسانې ســیوري ته ناست یــو

د مـمبر او مېخانې سیوري ته ناست یــو

موږ دنیا په اور تعبیر کــړله ترې تېر شوو

پوه یو بیاهم دبهانې سیوري ته ناست یو

********

د مـلا پـه قــیل او قــال مــو ژوند تـړلې

د دلبــر په خت او خــال مــو ژوند تـړلې

د ثـواب او د اوبــال په دام کی ګــیر یــو

بل ته لاس نیسو په سوال مو ژوند تړلې

شیرین اغا جهانګیر

فراه رود، فراه

2009-06-29