عقاب
یو چا د عقاب هګۍ پېداکړه او هغه يې د چرګې په کوډنۍ کې کیښوده. عقاب د چرګوړو سره یوځای له هګۍ نه راووت. له چرګوړو سره یو ځای لوی شو. عقاب په خپل ټول ژوند کې همغه کارونه وکړل چې چړګان يې کوي. د حشراتو او چنجیانو لپاره به يې په ځمکه باندې خپله مښوکه خښوله او قد قد به يې کاوه. کله کله به يې لږ لږ پروازونه هم کاوه.
کلونه تېر شول او عقاب ډېر زوړ شو.
یوه ورځ يې د خپل سر د پاسه یو ستر مرغه ولیده چې د آسمان پر لمن باندې پرواز کوي. مرغه په ډېر شان او شوکت د باد د جهت په خلاف د خپل طلايي وزرو په لږ خوځښت سره پرواز کاوه.
زوړ عقاب ورته حېران حېران وکاته او پوښتنه يې وکړه:« دا څوک دی؟».
یو چا ځواب ورکړه:« دا یو عقاب دی. د الوتونکو بادشا. د هغه ځای هوا او آسمان دی او زمونږ ځای ځمکه».
عقاب د چرګ په شان ژوند وکړه او د چرګ په شان مړ شو. ځکه چې ګمان يې کاو ه چې هغه چرګ دی.
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي هرات
۱۲-۱۲-۲۰۰۹