نیستي

یوه ورځ یو شتمن سړي خپل زوی یوې کلي ته بوتلو ترڅو هغه ته وښايي هغه خلک چې په دې کلي ژوند کاوي، څومره نېستمند دي. هغوي شپه د یو کلیول په کور کې تېره کړه.

د سفر په پای کې، کله چې بېرته کورته راتلل، سړي له خپل زوی نه وپوښتل:

- زمونږ د مسافرۍ په اړه دې څه نظر دی؟

- ډېر ښه وو.

- آیا د هغوي ژوند ته دې پام وکړه؟

- ګمان کوم.

- ددې سفر نه دې څه زده کړه؟

هلک لږ فکر وکړه او باېې په ډېر آرام سره وویل:« پوه شوم چې مونږ په کور کې یو سپی لرو او هغوي څلور لري. مونږ په خپل ژوند کې ښکلي ډيوې لرو او هغوي ستوري لري. زمونږ ژوند زمونږ د کور د دېوالونو پورې محدود دی، مګر د هغوې بڼ پای نلري».

د ماشوم د خبرو په اخر کې د سړي ژبه بنده شوې وه. ماشوم زیاته کړه:« مننه پلاره چې راته دې وښوده چې په رښتیا سره مونږ څومره نيستمند یو».

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

رباط سنګي هرات

۱۲-۱۲-۲۰۰۹