ملګری
دوه لیوان د کوچنیوالي نه یو د بل ملګري ول. هر چېرته به يې چې ښکار وکړل نو په ګډه سره به يې خوړل او په یوه سوري کې ېې سره ژوند کاوه.
یو کال ډېر بد ژمی راغی او دومره واوره پر ځمکه پرېوته چې دواړه لیوان وږي پاتې شول. څو ورځې د واورې د اودرېدو په هیله په خپل سوري کې بند پاتې شول، او ټول پاتې شونې يې سره وخوړل. په دې هیله ول چې واوره ودرېږي او ښکار ته لاړ شي. مګر واوره ونه درېده او دوي ناچاره شول چې دښتې ته ووځي. مګر هرڅومره چې مخ ته لاړل، څه لاس ته ورنغی. واوره هم پښې ټینګې کړې وې او شپه هم نږدې وه. هغوي د سړو او لوږې د لاسه نه مخ ته تلی شول او نه شاته.
یوه لیوه چې نور يې نشو کولای چې قدم ووهي او مخ ته لاړشي، خپل ملګري ته وویل:
- بله چاره نلرو، باید چې په کلي باندې ورودانګو.
- ځه چې د هغه غره لمنې ته لاړ شو، هلته یو شپون ډېرې مېږې پڼې کړي دي، یوه مېږه به ترې را بېله کړو او کار به يې ور برابر کړو.
- عصاب دې خراب شوی که څنګه؟ په دې شپه کې شپون خپلې مېږې کله یواځې پرېږدي. که لاړ شو نو د لکړو او لتو لاندې مړه کېږو. دومره مو ووخي چې خپل نیکه راته په یاد راولي.
- ته اصلاً ډارېږئ. په وږي نس باندې باید ددې شیانونه ونه ډارېږو.
- هېر دې دی چې پلار دې څنګه مړ شو؟ لکه غل په غوجل کې.
- بیا دې د پلار نوم واخسته؟ مړو ته خوله مه اچوه. ما ستا د پلار نوم اخستی دی، هغه دومره کم عقل ووچې بني آدم اهلي کړی وو، د بنې آدم مريی وو، د چرګانو سره ېې ژوند کاوه تر دې چې مړ شو، او له پوټکي نه يې بوجۍ جوړه کړه. هغه د ټولو لیوانو آبرو یوړله.
- زما پلار کم عقل نه وو، هغه تر هر چا هوښیار وو. که د نن ورځې بني آدم په ما باور کړای وای، ورسره تلم او ژوند به مې ورسره کولای. بده به وي که د بنې آدم غوندې بادار ولرو؟ اوس ته غواړئ کلي ته لاړشئ، ځه لاړشه چې سر دې پرې کړي.
- زه نور بې حاله کېږم، نشم کولای چې قدم کښېږدم.
- آه، لکه چې قرار قرار له منځه ځئ. په همدې حال او توان غوښتل دې چې په کلي لاړشئ؟
- هو، نه مې غوښتل چې په ناځوانۍ مړ شم، غوښتل مې چې ترڅو ژوندی یم، په مېړانه ژوند وکړم او خپل ښکار د بني آدم له پنجو نه راوباسم.
لیوه همدومره وویل، بې حاله شوه، پرځمکه راپرېوته او نوره ونه خوځېده. ملکری يې د هغه له پرېوتو نه خوشحاله شوه. ګرچاپېره ترې وګرځېده، پزه ېې د خپل ملګري خولې ته وړاندې کړه او د هغه د بدن څو ځایونه يې بوي کړه او خپل ملګری يې وخوځاوه.
پرېوتی لیوه د خپل ملګري په کار باندې تعجب وکړه او په مړ ژواندې غږ يې ترېنه پوښتنه وکړه:
- دا ته څه کوئ؟ ولې خوځوې مې؟
- په رښتیا چې بد سترګی يې. ملګرتیا د کوم وخت لپاره پکارېږي؟ که ته ونه غواړئ چې د خپل ملګري لپاره یوه وړه قرباني ورکړئ، بیا نو ته څله پکار راځئ؟
- د څه شي قرباني؟
- ته خو مرئ، پس لږ ترلږه ما پرېږده چې ودې خورم ترڅو زه خو ژوندی پاتې شم؟
- ما وخورئ؟
- هود نو.
- مونږ کلونه کلونه سره خواږه ملګري وو.
- ځکه خو وایم چې باید قرباني ورکړئ.
- زه او ته دواړه لیوان یو، آیا یو لیوه بل لیوه خوري؟
- ولې ونه خوري؟ که تراوسه يې نه خوړل، زه يې پېلوم ترڅو زمونږ بچي يې زده کړي.
- زما غوښه بوي نکوي؟
- د پلار کور دې خدای د غنمو ډک کړه. زه له لوږي نه مرم ته وايې چې غوښه مې بوي نکوي؟
- اوس په رښتیا غواړئ ما وخورئ؟
- ښکاره ده، ولې به دې نه خورم؟
- چې داسې ده، نو لتانه یوه هیله لرم.
- د څه شي هیله؟
- پرېږده چې مړشم او چې کله مړشوم، بیا چې هرڅه کوئ، همغه وکړه.
- په رښتیا هم چې هرڅومره درسره څوک ښه وکړي، بیا هم وايئ چې نه يې دي کړي. زه غواړم یوه قرباني ورکړم او ژوندې دې وخورم، ترڅو خپله ملګرتیا در وښایم. که ودې نه خورم نو جسد دې پر ځمکه پاتې کېږي، بیا نو جسد خوړوونکي راځي او ستا جسد خوري. او بله داچې کله مړ شئ، نو غوښه دې بوي کوي او بیا مې نه خوښېږي.
دا يې وویل او په ژوندون يې د خپل ملګري ګېډه څیري کړه او د هغه زړه او ځیګر يې ګرم ګرم تېر کړه.
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي هرات
۱۱-۱۲-۲۰۰۹