ما خدای ولیده!
یو هلک غوښته چې له خدای سره ملاقات وکړي. هغه فکر کاوه چې خدای چېرته لرې ژوند کوي نو ځکه يې د یو اوږد سفر تیاری ونیوه. خپل بار يې وتاړه او په سفر ووته.
په لاره کې د هلک ملاقات له یوې بوډۍ سره وشو. بوډۍ په ورشو کې ناسته وه او کونترو ته ېې کتله. هلک د هغې څنګ ته کښېناست او خپل بار يې پرانیسته. له بار نه يې اوبه وویسته او غوښتل يې چې هغه وڅکي. بوډۍ ته يې پام شو، ګوري چې بوډۍ دده په تماشه ده او ورته ځیر ځیرګوري. اوبه يې بوډۍ ته ورکړې.
بوډۍ اوبه وڅکلې، مسکۍ شوه او مننه يې ځني وکړه. د بوډۍ مسکا دومره ښکلې وه چې هلک پرېکړه وکړه چې باید هغه مسکا بیا وویني.
په همدې خاطر يې له خپله باره ډوډۍ را بهر کړه. هغه يې بوډۍ ته وړکړه او بیا هم د بوډۍ په شونډو مسکا خوره شوه.
هلک ډېر خوشحاله شو. دواړو تر ماښامه په ورشو کې سره ناست ول، خوړل به يې او خندل به يې سره.
هوا تیاره شوه، هلک ایله اوس پوه شو چې ډېرستړی شوی دی. پرېکړه ېې وکړه چې کورته ولاړشي. مګر څو قدمه لا لاړ نه وو چې بېرته راستون شو او له بوډۍ نه يې غېږه راتاوه کړه.
بوډۍ داسې یوه مسکا وکړله چې هلک په ټول ژوند کې نه وو لیدلی.
کله چې هلک کورته ورسېد، مور يې د هغه په خوشحالۍ حېرانه شوه. پوښتنه يې ځني وکړه:« څه شي نن دومره خوشحاله کړی يې؟».
هلک ځواب ورکړه:« ما له خدایه سره ډوډۍ وخوړه».
مګر مخکې لدېنه چې مور ېې څه ووايي ، هغه وویل:« پوهېږئ څه شوي؟! هغې راته هغه ښکلې مسکا وکړله چې تردې دمه مې نه وو لیدلی».
له بلې خوا بوډۍ په داسې حال کې کورته ستنه شوه چې له خوشحالۍ نه په جامو کې نه ځایده. زوی يې د خپلې مور په خوشحالۍ تعجب وکه او له هغې نه يې پوښتنه وکړه:«مورې! څه شوي چې نن دومره خوشحاله يې؟».
بوډۍ ځواب ورکړله:« ما له خدایه سره ډوډۍ وخوړله».
مخکې لدېنه چې زوی يې څه ووايي، هغې وویل:« پوهېږې! هغه تردې نه زیات ځوان وو چې ما يې فکر کاوه».
۱-۱۲-۲۰۰۹
هرات