د نړۍ بدلون

د وست مینسټر ښار په کلیسا کې د یو کشیش د قبر د پاسه لیکل شوي دي:« کله چې ماشوم وم، غوښتل مې چې نړۍ بدله کړم. کله چې رالوی شوم، پام مې شو چې نړۍ ډېره لویه ده، زه باید انګلستان ته بدلون وړکړم. انګلستان هم راته وروسته لوی ښکاره شو، او پرېکړه مې وکړه چې خپل ښار ته بدلون ورکړم. کله چې بوډا شوم، غوښتل مې چې خپلې کورنۍ ته بدلون ورکړم. دادی اوس د مرګ په حال کې یم او پوهېږم چې که په همغه لومړي ورځ کې مې ځان ته بدلون ورکړای وای، کېدای شوای چې اوس به مې نړۍ هم بدلولای شوای!!!».

ژباړه: شیرین اغا جهانګیر

هرات

۰۶-۱۲-۲۰۰۹