یو ځانګړی ساعت

سړی ناوخته او ستړی له کار نه کور ته راستون شو. په دروازه کې يې خپل پنځه کلن زوی ولیده چې د هغه په انتظار کې ولاړ وو:

- سلام پلار جانه! یوه پوښتنه درنه وکړم؟

- هو حتماً. د څه شي پوښتنه؟

- پلار جانه! تاسو د هر ساعت کار په بدل کې څو ډالره اخلۍ؟

- سړي په غصې ځواب ورکړه:« تاته يې څه؟ ولې داسې یوه پوښتنه رانه کوئ؟

- بس هسې؛ غواړم پوه شم.

- ښه نو که غواړئ پوه شئ، وایم يې درته؛ شل ډالره!

په داسې حال کې چې د کوچني هلک سر ښکته وو، آه يي وکړه. خپل پلار ته يې وکاته او وېې ویل: «کولای شئ چې لس ډالره راته په پور راکړئ؟»

سړی په غوصه شو او وې ویل:« که ددې لپاره دې پوښتنه کوله چې د لوبو د کوم بېکاره څېز د اخستلو په خاطر رانه لس ډالره په پور واخلئ، نو اشتباه دې کړی. چټک خپلې خونې ته لاړشه او له ځانه سره فکر وکړه چې دا ته ولې دومره خودغرضه يې؟ زه هره ورځ په کار بوخت یم، د داسې بې ځایه کړنو لپاره وخت نه لرم».

هلک ورو خپلې خونې ته ولاړ او د خونې ور يې وتړه.

سړی په خپل ځای کښېناست او نور هم غصه شو، له ځانه سره يې وویل: څنګه فکر کولای شي چې د پېسو د اخستلو په خاطر رانه داسې بې ځایه پوښتنې وکړي؟

څه وخت وروسته سړی آرامه شو، او پوه شو چې د خپل کوچني زوی سره يې بد چلند وکړه، کېدای شي څه به وي چې هغه يې د اخستلو لپاره لس ډالرو ته اړتیا لرله. داځکه چې هلک به کله هم له خپل پلار نه پېسې نه غوښتې.

سړی د خپل زوی د خونې خواته لاړ او ور يې پرانیسته:

- ویده يې زویه؟

- نه پلاره! ویښ یم.

- ګمان کوم چې نن مې درسره بد چلند وکړه. نن مې کار ډېر سخت وو او زیات کار مې وکړه او خپلې ټولې غوصې مې په تا ویستې. راشه داهم هغه لس ډالره چې غوښتي دې وو.

کوچنی هلک په خپل ځای کښېناست، په خندا شو او ويې ویل: مننه پلار جانه! بیا يې د بالښت لاندې لاس کړه او څو ګونجې ګونجې پېسې يې رابهر کړه.

 سړي چې ولیدل زوی يې په خپله هم پېسې لري، بیا غوصه شو او په نا آرامۍ يې وویل: چې پېسې دې لرلې، نو بیا زمانه دې ولې غوښته؟

کوچني هلک په ځواب کې وویل: ځکه چې پېسې مې پوره نه وې، مګر اوس شل ډالره لرم. آیا کولای شم چې ستا سو نه ستاسو د کار یو ساعت واخلم ترڅو سبا ته وختي کور ته راشئ؟ لتاسو سره مې د شپې ډوډۍ خوړل خوښېږي...!!!

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

۰۷-۱۲-۲۰۰۹

هرات