د ګابریل ګارسیا مارکز نه د ژوند او مینې دیارلس اړین ټکي
یو:
مینه درسره کوم، نه ستا د شخصیت په خاطر، بلکه د هغه شخصیت په خاطر چې زه يې لتانه ستا سره د اوسېدو پرمهال پېدا کوم.
دوه:
هیڅوک ستا د اوښکو ارزښت نلري، څوک چې دغه ارښت لري، ستا د اوښکو د تویولو سبب کیږي نه.
درې:
که څوک درسره هغه شان مینه نکوي، څنګه چې ته غواړئ، دا په دا مانا نه ده چې هغه درسره بېخي مینه نکوي.
څلور:
رښتینی ملګری هغه څوک دی چې لاس دې واخلي او زړه دې لمس کړي.
پنځه:
د چا لپاره د دلتنګۍ تر ټولو بده بڼه داده چې د هغه په څنګ کې ووسئ او وپوهېږئ چې هیڅکله به هغه ته ونه رسئ.
شپږ:
هیڅکله مسکا مه پرېږده. حتی د ناارامۍ پرمهال، ځکه امکان لري هر څوک دې ستا په مسکا مین وي.
اوه:
کېدای شي ته په ټوله نړۍ کې یو کس وې، مګر د ځينو کسانو لپاره ټوله نړۍ يې.
اته:
هيڅکله خپل وخت د هغه چاسره مه تېروه چې نه غواړي لتاسره وخت تېر کړي.
نهه:
کېدای شي چې خدای غوښتي وي چې په پېل کې ډیر نامناسبه کسان وپېژنې او بیا مناسب کس. په همدې ترتیب، کله چې دې هغه وموند، کولای شې چې ښه شکرګذاره ووسې.
لس:
څه چې تېر شو، غم يې مکوه، د هغې پسې چې څه راځي، ورته مسکی شه.
یوولس:
تل داسې کسان شته چې تا ازاروي. په دې حال کې تل په نورو باور وکړه او پام وکړه هغه څوک چې ته يې ازار کړی يې، باور پرې ونکړئ.
دولس:
له خپله ځانه یوه غوره کس جوړ کړه او مطمئنه اوسه چې خپل ځان پېژنې، مخکې لدېنه چې بل څوک وپېژنې او انتظار ولرې چې هغه دې وپېژني.
دیارلس:
له حد نه زیات ځان د فشار لاندې مه راوله، ښه څېزونه هغه وخت پېښیږي، چې انتظار يې ونلرې.
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي هرات
۱۰-۱۲-۲۰۰۹