د کړکۍ بلې خواته

د روغتون په یوه خونه کې دوه ناروغان بستر ول. یو ناروغ اجازه لرله چې هره ورځ سهر مهال یو ساعت په خپله بستره کې کښېني. د هغه کټ د خونې د کړکۍ په غاړه کې پروت وو. مګر بل ناروغ مجبور وو چې هیڅ ټکان ونه خوري او تل په خپل کټ کې د شا پرتخته پروت ووسي. هغوي په ساعتونو ساعتونو له یو بل سره غږېدل؛ د خپلو کورنیو، مېرمنو، ماشومانو او د خپلو عسکریو په اړه یو له بل سره يې خبرې کولې.

هر سهر به هغه ناروغ چې کټ يې د خونې د کړکۍ خواته پروت وو، په خپل کټ کې کښېناسته او ټول هغه څيزونه به يې خپل ملګري ته ستایل چې د خونې د کړکۍ بلې غاړې ته به يې ولیده.  په دې یو ساعت کې د بهر دنیا د حال او احوال په اورېدو سره به د بل ناروغ  روح تازه کیده.

د کړکۍ د غاړۍ ناروغ به د هغه پارک په اړه چې کړکۍ ورته مخامخه وه، ویل: دغه پارک یوه ښکلې ویاله لري. زاڼې او هیلۍ پکې لمبېږي، ماشومان د خپلو وړو بېړیو سره په دغه ویاله کې لوبې کوي. غټې او زړې ونې د پارک په هره خوا کې لیدل کیږي او د ښار ښکلی تصویر د ډېر لرې نه ښکاري.

بل ناروغ چې نه يې شو کولای چې دغه منظرې وګوري، خپلې سترګې به ېې پټې کړې او د ښار تصویر به يې په خپل ذهن کې انځوروو او د ژوند احساس به ېې کاوه.

ورځې او اونۍ تېرې شوې. یو ورځ سهر وختي، کله چې نرسه د هغوي د لمبولو لپاره اوبه راوړې او غوښته يې چې هغوي ولمبوي، ويي لیده چې د کړکۍ د غاړې ناروغ په ډېر راحت سره له دې نړۍ نه سترګې پټې کړیدي.

نرسه ډېره خپه شوه او له پیاده ګانو نه يې وغوښته چې د ناروغ جسد له خونې نه بهر کړي.

بل ناروغ له نرسه وغوښته چې هغه دې د کړکۍ د غاړې کټ ته یوسي. نرسه همداسې وکړه او  له خونې نه ووته.

ناروغ په ډېر آرام او په ډېر درد سره ځان د کړکۍ خواته وړاندې کړه ترڅو خپل لومړی نظر په بهر دنیا واچوي او همغه ښکلې دنیا وګوري. اوس هغه کولای شول چې د بهر ښکلاګانې په خپلو سترګو وګوري.

کله چې يې د کړکۍ نه دباندې وکاته، په ډېر تعجب سره ېې سترګې بهر په یو لوړ دیوال ولږېده!

ناروغ نرسې ته چغې کړې او تپوس يې ځني وکړه چې ولې ملګري يې ورته د زړه راښکونکو منظرونو صفت کاوه؟

نرسې ځواب ورکړه:« کېدای شي هغه غوښته تاته هیلې او د زړه سکون درکړي، ځکه چې هغه په دواړو سترګو ړوند وو او آن تردې چې نه يې شو کولای چې د کړکۍ بلې خواته دیوال وګوري».

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

۰۷-۱۲-۲۰۰۹

هرات