زنداني
د ۱۹۴۵ کال اوړی، د برلین په یوه کوڅه کې:
دولس زندانیان په زړو او شلېدلو جامو کې د یو روسي عسکر په امر له ېوې کوڅې نه تېرېدل، داسې ښکارېده چې له کومې لرې پوځي چوڼۍ نه يې راوستي وو او چېرته يې د کار لپاره مخ ته کړي وو. هغوي له خپل راتلونکي نه هیڅ خبر نه ول.
ناببره یوه ښځه له کنډوالو نه راووځي، فریاد کوي، د سړک خواته منډې وهي او یو زنداني په غېږه کې نیسي.
خلک ددوي د نندارې لپاره ودرېږي او روسي عسکر هم حېرانیږي، غواړي پوه شي چې څه وشول. روسي عسکر د زنداني خواته نږدې کیږي او ګوري چې ښځه له هغه نه لاسونه تاو کړي او دواړه په کړس کړس ژاړي.
روسي عسکر له زنداني نه پوښتنه کوي«ښځه دې ده؟».
زنداني ځواب ورکوي:«هو».
بیا له ښځې نه پوښتنه کوي:«مېړه دې دی؟».
ښځه ځواب ورکوي:«هو».
روسي عسکر هغوي ته په لاس اشاره کوي او ورته وايی:« منډه وکړئ، لاړشئ، لاړشئ، منډه وکړئ».
د هغوي باور نه راځې، دواړه عسکر ته ګوري او تښتي.
روسي عسکر د یوولسو نورو زندانیانو سره مخ ته ځې. څو متره وړاندې روسي عسکر د یو بل لاروي له ګریوانه نیسي او په زوره يې له نورو یوولسو زندانیانو سره یو ځای کوي، ترڅو د دولسو زندانیانو شمېر پوره شي چې حکومت يې ورځني غواړي.
مارکس فریش
۱۹۸۱-۶-۲۸
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر