ډالۍ
لور يې ایله د دریو کلونو وه. یو ورځ د وروځونه، کله چې سړی کورته راغی، ويې لیده چې لور یې د هغه د کتابتون نه د زرورقو یوه قیمتي پاڼه د یو کوچني بکس نه تاوه کړېده.
سړي خپله لور ته د هغې ددې کار په خاطر سزا ورکړه. وړه نجلۍ په هغه شپه تر ډېره ژړله او په ژړا ژړا ویده شوه.
بله ورځ چې کله سړی له خوبه ویښ شو، ويې لیده چې وړه لور يې د هغه د کټ سرته ولاړه ده او په زرورقو هغه پوښول شوی بکس يې د هغه خواته په خپلو وړو لاسونو کې نیولې ده.
سړی پوه شو چې نن یې د زېږېدو ورځ وو او لور يې هغه د زرورقو د پاڼې نه هغه ته د زېږېدو د ورځې لپاره ډالۍ جوړه کړیوه.
هغه وشرمېد. خپله لور يې ځان ته نږدې کړه. هغه يې ښکل کړه او له هغې نه یې ډالې واخسته او خلاسه يې کړه. مګر په تعجب سره يې ولید چې بکس تش وو.
سړی بیا غصه شو او خپلې لور ته يې وویل :« تش بکس یوه ډالۍ نشي کېدای باید په هغه کې څه وي».
وړه نجلې خپل پلار ته ځيره شوه او ويې ویل:« پلار جانه! ما په دې بکس کې زر مچکې اچولي دي، او کله چې ته خپه کیږې، یوه مچکه له بکس نه وباسه، بیا به پوه شې چې زه درسره څومره مینه کوم».
ژباړه: شیرین اغا جهانګیر
هرات
۰۶-۱۲-۲۰۰۹