عسکر

سرتېری مخکې لدېنه چې کور ته راستون شي، له بل ښار نه د مور او پلار سره په تماس کې شو او ويې ویل:

« ګرانه پلاره او درنې مورې! جنګ پای ته رسېدلی دی، او زه غواړم چې کورته راستون شم، مګر ستا سو نه یوه هیله لرم. یو ملګری راسره دی او غواړم هغه کورته راولم.»

پلار او مور په ځواب کې وویل:«مونږ په ډېرې بې صبرۍ سره د هغه د لیدلو انتظار کوو».

سرتيري وویل:« مګر د هغه په اړه یوه خبره شته چې باید پرې پوه شئ، هغه په جنګ کې ډېر سخت ټپي شوی، په ماین الوتی او خپل یوه پښه او لاس يې له لاسه ورکړی او د اوسېدو لپاره ځای نلري. زه غواړم چې هغه دې له مونږ سره ژوند وکړي».

پلار يې وویل:« زویه! مونږ ډېره بخښنه غواړو چې ستا ملګري ته داسې یوه ستونزه پېښه شوېده. مونږ به ورسره مرسته وکړو ترڅو هغه په ښار کې د اوسېدو لپاره ځای پېدا کړي».

هلک وویل:« نه، زه غواړم چې هغه دې زمونږ په کور کې ژوند وکړي».

مور او پلار ېې په ځواب کې وویل:«نه، داسې یو کس به زمونږ لپاره سرخوږی وي. مونږ یواځې د خپل ژوند مسئول یو او چاته اجازه نه ورکوو چې زمونږ د ژوند آرام دې له منځه یوسي. غوره به وي چې ته کور ته راستون شئ او هغه هېر کړئ».

په دې وخت کې هلک په ډېرې نا ارامې سره ټېلېفون بند کړ او مور او پلار يې نور څه وانه وریدل.

څو ورځې وروسته پولیس د هلک کور ته خبر وکړ چې زوی مو د یوې لوړې ودانې نه د غورځېدو پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او پولیس شک لري چې هغه ځان وژنه کړی.

مور او پلار يې ډېر وارخطا او پریشانه عدلي طب ته د خپل زوی د جسد د پېژندلو لپاره ورغلل.

د جسد په لیدلو سره  يې د مور او پلار زړونه له حرکته ولیده، ځکه چې د هغوي د زوی یو لاس او یوه پښه نه وه.

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

۲-۱۲-۲۰۰۹

هرات