د خدای لاسونه
ماشوم له ځانه سره وویل: «خدایه! له ماسره خبرې وکړه».
یوه مرغۍ په باغ کې په سندرو شوه.
ماشوم وانه وریده.
غږ يې وکړه:«خدایه! له ماسره وغږېږه».
په آسمان کې تالینده او برېښنا شوه.
ماشوم ورته غوږ کېنښود.
هغه شاوخواته وکته او ويې ویل:« خدایه! پرېږده چې ودې ګورم».
ستوري وځلېدل.
مګر د ماشوم ورته پام نشو.
هغه غږ وکړه:« خدایه! یوه معجزه راوښایه».
یو ماشوم وزېږېد، مګر دې پوه نشو.
هغه له ناهیلۍ نه په ژړا شو او ویې ویل:« خدایه! په ما لاس وکښه چې پوه شم ته چېرته يې».
خدای راکښته شو او د ماشوم په سر يې لاس وکاږه.
مګر ماشوم د یو بورا پسې په منډه شو.
ماشوم هیڅ شی پېدا نکړه او لاړ.
لیکوال: راویندارا کومار کرنانی
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
هرات
۱-۱۲-۱۲۰۰۹