(ایډز)
د شلمې پیړۍ وبا
AIDS, The Cholera of 20th century
لیکوال: محمد صبور البخاري
ژباړن:شیرین آغا جهانګیر
۲۴-۰۸-۲۰۰۹
۲- سنبله-۱۳۸۸
هرات
لیک لړ
· سریزه ...........................................................................۱
· د شلمی پېړی وبا................................................................۲
· ایډز څه شی دی؟................................................................۳
· د ایډز د پېدایښت منبع..........................................................۴
· یوه خواشینوونکي کېسه......................................................۵
· د ایډز د خپریدا ځایونه.........................................................۶
· آزادي يــا هـــلاكـــــــت ........................................................۷
-
سفلیس(Syphilis )...............................................۸
· د ایډز سره مبارزه .............................................................۹
· ددی موضوع په اړه د اسلام نظر ..........................................۱۰
· نکاح او واده ته هڅول.......................................................۱۱
· لنډیز(خلاصه)..................................................................۱۲
· باطله دعوا.....................................................................۱۳
· دحــــق اقـــرار کول...........................................................۱۴
· اړینه موضوع ................................................................۱۵
· ځوانانو ته خطاب ............................................................۱۶
· مېندو او پلورونو ته خطاب .................................................۱۷
· د هېواد قانون جوړوونکو ته خطاب .......................................۱۸
· په امریکا کې هره ورځ.......................................................۱۹
سریزه
ستاینې او مننې الله سبحانه وتعالی لره چې زنا،لواطت او نور بی حیا کارونه یی حرام ګرځولی دی. درود اوسلام یی په ښکلي پیغمبر باندی چې ددی بدو کارونو د انجامه یی خبر کړی یو.
په تیرو وختونو کې زمونږ خلک د عالمیانو په منځ کې د حیاه، پاک لمنۍ او د حمیده اخلاقو بیلګه ول.
زمونږ د کورونو نه به د نړی ستر شاعران،لیکوالان او او پوهان پاڅیدل .آن تردی چې د نړی د تاریخ ښاغلي زمونږ د خاوری د پاک لمنو میندو او پوهو پلرونو نه پیداشوي دي او ټولنی ته یی د قدر وړ خدمتونه کړي.دا ټول زمونږ د افتخار ،شرف او درنښت باعث دی.
ددی لپاره چې دومره ستری لاس ته راوړنې په هغه وخت کې له لاسه ولاړ نشي چې ننی ځان پیژندونکې او خدای پیژندونکې نسل هغه ته ورسي او د نیکمرغی په دغه لاره کې د هغوی نه پیروي وکړي.
د افسوس ځای دی چې نن زمونږ ځوانان د غرب دغه مادي او تخنیکي پرمختګونه ګوری او هغه ته لیواله شوي او د غربیانو د تمدن پیروي کوي. مګر د هغوی د هلاکېدونکې پایلی نه خبر نه دي.
دغه رساله چې مو په لاس کې ده ، د (ایډز د خدای غذاب) د کتاب نه ترتیب شوی دی. دغه کتاب دغربي تمدن له ضررونو نه ، یو بیانوي. که ددی رسالی په محتوا کې څوک شک لري او یا غواړي چې لاډیر مالومات ولري، دهغه اخځ ته دی مراجعه وکړي.
په احترام
ددی رسالی ترتیبوونکې.
د شلمې پیړۍ وبا
ډیلي ټیلیګراف په ۱۴/۶/۱۹۸۳ کې د یوی امریکنی ښځی د مرګ نه چې د ایډز د ناروغی له وجی مړه شوې وه،داسی خبر ورکړ:هغه کس چې مړي یی وینځل او کفن به یی ورکول،دهغی ښځی جسد ته دلاس وخلو نه انکار وکړ.هغه ډاکټر چې د هغی درملنه به یی کوله،خپلی جامی او دست کشونه یی او ته ګذار کړ...
داکومه ناروغي ده چې لکه د وبا د ناروغی دهغه د ناروغ نه خلک ځان وساتي؟
څوک حاضر نشي چې هغه ته کفن ورکړي.دا دشلمی پیړۍ ناروغي ده، چې ډاکټران یی له درملنی نه ناتوانه پاتی دي . دغی ناروغی ته (ایډز)وایی.
په ایډز باندی د هر اخته ناروغ د درملنی لپاره پوره سل زره امریکایی ډالره پکاردی.
ددومره لږښت سره سره هیڅ یو ډاکټر د ناروغ د پوره شفا ضمانت نشي ورکولای.په همدې خاطر د ایډز زیاتره ناروغان خپل ټول شته،کور او جایداد خرڅوي او لاس ته راغلی پیسی ددغه بیماری په ضد مبارزه کې لږوي.مګر افسوس چې ددی ناروغی سره په مقابله کې مات او په ناچاری سره د مرګ په بد مرغی پیښی اخته کېږي.
ددی ناروغی بدمرغی یواځی په دنیا کې بدبختي او ناکامي نه ده،بلکه د آخرت ابدي ژوند په بدبختی اړوي. پس د هر کس لپاره چې ژوند ورته ګران دی او ددنیا او آخرت نیک مرغي یی موخه وي،باید د ایډز د پیدایښت سببونه وپیژني او په هغه د اخته کېدو نه ځان وساتي،البته که د عقل څښتن او هوښیار وي.
ایډز څه شی دی؟
د ایډز ویی(کلمه) چې په انګلیسي کې AIDS ده، په ترتیب سره د لاندنیو کلمو له لومړیو تورو نه مشتقه ده:
(S) Syndrome ، (D) Deficiency، (I) Immune ، (A) Acquired چې مانا یی (په بدن کې د دفاعي اړیکو له منځه وړل) دي.
په لومړي ځل ددغه ناروغی ویروس په ۱۹۷۹ کال د نیویارک په ښار کې کشف شو.په همدی خاطر امریکا او دهغه تمدن ددغه ناروغی پیداکوونکي ګڼل کېږي.د ایډز ناروغی د پیداکېدو د وخت نه تر دریو کلونو پوری انسان ته غذاب ورکوي او په پایله کې یی د مرګ خولی ته ورکوي.په دغه ناروغی د اخته کسانو د ٪۱۰۰ نه ٪۴۸ په لمړي کال کې مري. هغوی چې دویم کال ته قدم ږدي ،۷۵٪ یی مري.مګر هغوی چې دریم کال ته رسیدلي دي،۹۲٪ یی مري.
ددی نه داسی مالومه شوه چې پدی ناروغی ټول اخته کسان هلاکېږي.
د امریکې فلمی ستورې(راګ دیسان) چې په ایډز اخته شوی وو، خپل حالت یی داسی بیان کړ: زه د مرګ په انتظار کې یم،مرګ زما دروازه ټکوي او زه د هغه آواز ته د خپل ټول شتو سره غوږ یم.هیڅکله می نده غوښتی چې داسی یو عذاب ووینم او د شلمی پیړۍ په سرطان(ایډز) اخته شم.ددی سره سره چې د تداوي ډیر ډولونه می تر سره کړ،ولی بیا هم دمرګ په انتظار کې یم! دا وروستي لحظی دي،مرګ می دروازه راټکوي او دادی رادننه کېږي!!
دایډز د پیداکېدو منبع
ددغی ناروغی د خپریدا اصلي سبب هم هغه زنا او لواطت دی.د لواطت ونډه پدی کار کې له زنا نه ډیره ده،ډاکتران دی پایلی ته رسیدلي دي چې ۷۵٪ ناروغان د زنا او لواطت د لاری په دی ناروغی اخته کېږي.د زنا او لواطت نه غیرنور عوامل هم شته لکه : د مخدره توکو کارونه او مصنوعی کورتاژ ددی ناروغی سبب کېدای شي.
د ایډز ویروس ډیر زیات خطرناک او خپریدونکې دی، دبدن هغه حجری چې بدن ته د ناروغی په مقابل کې مقاومت ورکوي،په مسلسله توګه له منځه وړي. په پایله کې د ناروغ وجود خپله دفاعي قوه له لاسه ورکوي او ورځ په ورځ کمزوری کېږي او په ډیری بی وزلی سره د مرګ د ښه راغلاست وخواته قدم اخلي.
یوه خواشینوونکي کيسه
یو بریطانوي ۳۳ کلن ځوان چې (جان) نومېده،د مانستر د ښار د اطرافو په ېوی کوچني کلي کې ژوند کاوه.نوموړي د خپلو ملګرو سره په لواطت یا هم بچه بازئ عادت شوی وو.په پایله کې دوه کاله وړاندی د ایډز نښې پکې څرګندی شوی. هغه به په شپو شپو بی خوبه وو، ډیر زیاب خوله کېده، وزن یی کمیده، د زړه جکړه یی پیداکړه او تناسلي آله یی له کاره پریوت.
په ۱۹۸۴ کال کې یی په ګیډه کې سور داغونه ښکاره شول چې ورځ په ورځ زیاتیده تردی چې بدن یی ونیو.وروستو د معایناتو نه څرګنده شوه چې دا د سرطان نښی وی چې ایډز ورسره مل وو.
کله چې یی جان په روغتون کې بستره کړ، د بدن حرارت یی ۳۷،نبض یی ۱۱۲ ،تنفس یی ۲۲ او فشار یی ۱۱۰/۹۰ وو.هغه یی په یوی ځانګړی خونه کې ویده کړ. هغه ډاکتران چې دهغه درملنه به یی کوله، ځانګړي لباسونه یی واغوستل ترځو د ایډز ویروس هغوی ته خپور نشي. خپل لباسونه به یی یوی ځانګړي ځای کې ایښودل او په درملنه کې ټول کارول شوو توکو ته به یی اور ورته کړ.
جان په خونه کې د یواځی د طبي وسایلو په منځ کې پاتی او د تنهایی په وحشت کې یی دخپل ژوند وروستي ورځی په غم او ډار کې د مرګ په انتظار کې تیرولې.
په دغه وحشتناک حالت کې د ۱۹۸۴ کال تیرشو او د ۱۹۸۵ کال راغی او د هغه حالت ورځ تر بلی بدیده. د ۱۹۸۵ کال د جنوری د میاشتی له ۲۱ نه یی په کانګو پیل وکړ،هرڅه چې به یی وخو،بیرته به یی توی کړ او په ستوني کې به یی ونښته.
د جنوری له ۲۵ نه په نفس تنګی اخته شو،هغه ته یی اکسیجن ولږاوه ترڅو دژوندانه وروستی درمند ساګانی بی تکلیفه واخلي.څنګه چې د ۱۹۸۵ کال د فیبروری ۵ ورځ راورسید،غږ یی بدلون وموند او د خاطراتو هیرول پری زور وکړ، هره پوښتنه چې به تری وشو ،نه به پوهیده. د فیبروری په ۵ یی دبدن حرارت زیاد شو او بلغم یی هم زیات شو. او په پای کې د ۱۹۸۵ کال د فیبروری په ۶ ورځ هلاک شو.
د ایډز د خپریدا ځایونه
ایډز له هغو هیوادونو نه راپیدا شوی دی چې ځانونه د بشر د حقوقو ساتونکې ګڼي او د زنا او لواطت آزادی یو ددغو حقوقو نه ګڼي.
دغه جدول ته چې د۱۹۸۵ کال د می د میاشتی تر ۳۰ پوری د ایډز دناروغنو شمیر پکې راغلی دی، توجو وکړئ.
د هیواد نوم |
د ناروغانو شمیر |
امريكــــــــا |
12067 |
برازيــــــل |
480 |
فــــــــــرانســـــه |
392 |
جــــــرمنــى |
279 |
بريـــــطانــيه |
179 |
بلجيــــكا |
99 |
مګر دغه شمیر ورځ په ورځ زیاتیږي.لکه څنګه چې د امریکا د احصایی مرکز د ۱۹۸۶ کال د فیبروری په میاشت کې خپور کړ چې په امریکا کې د ثبوت شوو پیښو شمیر آن ۱۷۰۰۱ ته رسیږی او د همدی میاشتی په۱۰ نیټه کې دغه شمیره آن ۱۷۳۶۱ دی. دا په دی مانا ده چې، په یوه اونی کې ۳۶۰ پیښی زیاتی شوی وی. د ۱۹۸۵ کال په لمړیو کې ددغی ناروغۍ د ناروغانو شمیر ۱۰۰۰۰ ول او د همدی کال په پای کې دغه شمیره ۱۵۰۰۰ ته لوړه شوه.
آزادي که تباهي
یو ګڼ شمیر زدکړیال د برطانيي د ۵۰۰ تنو پیژندل شوو څیرو سره چې د هغوي په منځ کې ځني نصراني روحانیون هم ګډون درلود،غوښتنه یی وکړ چې لواطت ته اجازه ورکړل شي.د برطانيي پارلمان د ۱۶۴ موافقو او ۱۰۷ ناموافقو رایو سره د هغوي دغی غوښتنه ومنله. په هالنډ کې هم لواطت ته قانوني اجازه ورکړل شوې ده.
سفلیس(Syphilis )
د سلفیس تومنه(ماهیت) او صتونه ټولو ته څرګنده ده.د پیداکېدو لامل یی ناروا جنسي اړیکې دي،که د څرګندیدو سره سم درملنه ونشي،ناروغ به په ډیرو کړاوونو، بدرمرغیو او دردونو کې اخته کړي.
سلفیس دری پړاوونه لري،په لومړني پړاو کې يي په شونډو تڼاکي راڅرګندیږي،په دوهم پړاو کې يي پښو او لاسونو ته خپریږي او ددریو یا ۱۳ میاشتو پوری په همدی حال کې پاتی کېږي او بیا ورکېږي.مګر کله چې دریم پړاو ته اوړي، د ناروغ د بدن او دلاسونو هډوکې خپله بڼه اړوي. دی پړاو ته ډیر لږ ناروغان ژوندی رسیدلي دي.
ډاکټر درک جان په ۱۹۷۴ کال کې اعلان وکړ چې هر کال په ټوله نړۍ کې ۵۰ میلونه وکړي په دی ناروغی اخته کېږي.
په هغه ازموینی کې چې د بریطانیا په ګلزګام ښار کې ترسره شوه لاس ته راغله چې ۸۵٪ واده شوي ښځۍ پدی ناروغی اخته شوي دي. دغه ناروغي ورته د میړونو نه چې په زنا اخته ول، دوی ته خپره شوې وه. سفلیس ډیر زر خپریدونکې ده.
د ایډز سره مبارزه
دغه مبارزه ددوو نظریوو په بنسټ سره ده، دیني نظریه او ددیموکراسۍ نظریه.
ددیموکراسۍ لارویان ددغی ناروغی د پیدایښت د علتونو په وړاندی چې همغه زنا او لواطت دی، مبارزه روا نه ګڼي،او ددغه ناروغۍ د درملنی په لټه کې دي.
ځکه چې د دیموکراسۍ د قوانینو پر بنسټ د زنا او لواطت مخنیوی د بشر په حقوقو پایمال ګڼل کېږي.په همدی خاطر د ایډز په درملنی باندی په ملیاردونو ډالره لګوي مګر تر اوسه پوری کومی په زړه پوری پایلی ته ندي رسیدلي. په امریکا کې د ایډز د ناروغۍ د درملنی لګښت هر کال ۱۰ ملیارده ډالرو ته رسیږي.یواځی د هر ناروغ د ناروغی د تشخیص لپاره ۳۰۰ ډالره پکارده چې په امریکا کې د ټولو ناروغانو لپاره ۱۸ میلونه ته رسیږي.په دغه لاره کې یی د څیړنو او ساتنو په زرګونه مرکزونه جوړ کړیدي ، دوي یواځی همدا د ایډز سره د مبارزی لاره ګڼي.
ددی موضوع په اړه د اسلام د سپیڅلي دین نظر
زمونږ د ګروهی(عقیدی) پر بنسټ هیڅ یوه ناروغي نشته چې درمل ونلري، لکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: ما أنزل الله داء الا أنزل له شفاء (رواه البخارى) الله هیڅ یوه ناروغي نده پیداکړی مګر د هغه لپاره یی درمل هم پیدا کړی دی.
ددی سره سره چې زمونږ د عقیدی پربنسټ هیڅ درد بی درمله ندی،مګر ایډز له نورو ناروغیو نه توپیر لري. ځکه چې هغه د خدای د نافرمانی په وجی او دزنا او لوطت د حرام والي له وجی منځ ته راغلې ده. په همدی خاطر دا د نورو ناروغیو په شان یوه عادي ناروغي نده بلکه د خدای غذب دی چې په زناکارانو او لواطت کوونکو باندی نازله شوې ده. همدا موضوع رسول الله صلی الله علیه وسلم داسی داسی شرحه کړیده: : لم تظهر الفاحشة في قوم قط حتى يعلنوا بها الا فشا فيهم الطاعون و الأوجاع التي لم تكن مضت في أسلافهم الذين مضوا(الحديث رواه ابن ماجه والحاكم) .
ژباړه: د کومو خلکو په منځ کې چې زنا او لواطت تردی بریده خپور شی چې هغه په ښکاره سرته ورسوي،په هغوی کې به وبا او داسی نوری ناروغۍ خپورشي چې نیکونو به یی هم نه وي لیدلي.
له شک پرته ایډز او سفلیس چې په اوله کې نه ول او د زنا او لواطت د خپریدو په پایله کې پیداشوي دي.لکه چې څرګنده ده د سفلیس نوم د ۱۵۳۰ کال راپدیخوا د هغه شپون له نومه اخستل شوی دی چې په سفلیس اخته وو او بیا د همدی ناروغی له وجی مړشو.مګر د ایډز ناروغي په ۱۹۷۹ کال کې کشف شوه چې تردی وړاندی موجوده نه وه.
هغوي چې په څښتن تعالی باور لري، ایډز او سفلیس د خدای لیږل شوی غذب ګڼي. لکه چې هغه ذات فرمايي: :" و ما أصابكم من مصيبة فبما كسبت أيديكم". ( الشورى:30 ) .
ژباړه:هغه مصیبت چې تاسو ته در رسیږي ، د هغه څه له وجې ده چې ستاسو لاسونو کسب کړیده،یعنی تاسو کړیده.
په همدی آساس مونږ په ټینګ هوډ او پوره ایمان ددغو ناروغیو د له منځه وړلو لاره د خدای په کتاب او د هغه د پیغمبر په تعلیماتو کې وینو. ځکه چې مونږ ښه پوهیږو چې زمونږ پیداکوونکې زمونږ په نسبت ډیر ښه پوهیږي چې څه زمونږ په ګټه او څه مو په ضرر دی.
په همدی آساس څنګه چې زنا زمونږ په ضرر ده،هغه یی منعه کړی او هغه ته يي حرام ویلی دی: " ولا تقربوا الزنا اٍنه كان فاحشة و ساء سبيلا " (الاٍسراء: 32 ) .
ژباړه: زنا ته مه نږدی کېږئ،بیشکه چې زنا فحش دی او د ډیره بدیو لاره ده.
لواطت د زنا نه کرغیړن او بد دی. لکه څنګه چې د خدای پیغمبر پدی اړه وايی: " من وجدتموه يعمل عمل قوم لوط فاقتلوا الفاعل و المفعول به " (حديث صحيح رواه أبوداود و الترميذي والنسائي و أحمد و ابن ماجه و الدارقطني و الحاكم )
ژباړه:که مو څوک ولیده چې د لوط د قام عمل سرته رسوي،فاعل او مفعول(یعنی دواړه) مړه کړئ.
نکاح او واده ته هڅول
کله چې د خدای شریعت زنا او لواطت حرام اعلانوي، د هغه پرځای حلال نکاح ته هڅوي. ولی چې د زنا او لواطت د خپریدو وجه د سړو او ښځو مجرد تیا ده. لکه چې رسول الله صلی علیه وسلم فرمايي: : " و في بضع أحدكم صدقة قالوا يا رسول الله أيأتي أحدنا شهوته و يكون له فيها أجر؟ قال أرأيتم لو وضعها في حرام أكان عليه فيها وزرا فكذلك أذا وضعها في حلال كان له أجرا" ( حديث صحيح رواه مسلم و أبو داود و أحمد ).
ژباړه: په کورواله(جماع) باندی له خپلوښځو سره تاسوته صدقه ده،یعنی ثواب لري.
اصحابو کرامو وویل: آیا هر یو زمونږ نه چې د خپل شهوت لپاره کورواله کوي،ثواب ګټي؟ رسول الله صلی علیه وسلم وفرمایه: آیا داسی نده چې په حرام کار کې(زنا او لواطت) خپل شهوت آرامه کړي ګنهګار شي؟ همداسی (د هغه په خلاف) په حلالو کې پواب ګټي.
په بل حدیث کې فرمايي: :" يا معشر الشباب من استطاع منكم الباءة فليتزوج و من لم يستطع فعليه بالصوم فاٍنه له وجاء ( رواه الشيخان و غيرهما )
ژباړه: ای د ځوانانو ټونې! که لتاسونه څوک د واده توان ولري، باید ښځه وکړي.ولی چې هغه يي سترګی پردیو ښځوته له کتلو نه او د شرم ځای يي د بدو کارونو د پیښیدو نه ساتي. او که څوک توان ونه لري،باید روژه ونیسي.روژه یی شهوت ماتوي او هغه له زنا نه ساتي.
لنډیز
-
کورواله د نکاح له لاری ثواب او د زنا او لواطت له لاری ګنا ده.
-
هغه ځوانان چې د شهوت پړاو ته رسیدلي دی او د واده توان لري، باید زرترزره واده وکړي.
-
هغه ځوانان چې د شهوت خاوندان دي او د بی وزلی او غریبۍ له وجی د واده توان نلري، باید روژه ونيسي.
-
روژه نیول د شهوت د کمیدو او د زنا نه د خلاصون وجو نه ده.
باطله دعوا
ځیني کسان د بشر د حقوقو په نامه انسانیت د حیوانیت و خواته بیايي،غواړي چې مونږ بی ناموسه او بربنډ کړي. حتی سپي او لیوان دا روا نه ګڼي چې د هغوي کورته نور حیوانات دننه شي او د هغوي سره کورواله وکړي.مګر د بشر د حقوقو ساتونکي زنا او لواطت ته په قانوني کولو سره هغه ته اجازه ورکوي او انسانیت له سپو او لیوانو نه هم بی شرفه او بی ناموسه کوي. حتی ځیني سپي او لیوان پدی بخیلي کوي چې نور سپي او لیوان د هغوی د ښځینه جوړو سره سره ووسي. مګر دغه د بشر د حقوقو دعوه کوونکي په خپله ددغه غیرت نه بی برخی دي او غواړي چې نور د ځان په شان بی غیرته کړي.په همدی خاطر د زنا کار سنګسارول او لوطي ته جزا ورکولوته د بشر د حقوقو پایمالول وايي. داپه داسی حال کې ده چې که یو زناکار یا لوطي په قتل ورسي،نور ددغسی عمل نه ډاریږي او هغه پریږږدي.د یو کس قتل دبشر د حقوقو پایمالول ګڼي مګر د ایډز د ناروغۍ نه دزرګونو کسانو په مرګ سترګی پټوي.
زناکاران او لوطیان د بشري ټولنی په تن کې لکه د هغه غړي وي چې په سرطان اخته وي او د خپل جسد د خلاصون لپاره باید هغه پری کړو. د لوطی قتل یا د زنا کار سنګسار د بشری ټولنی د جسد د روغ پاتی کېدو او د هغوی د حقوقونه ددفاع په خاطر دی. مګر افسوس چې ټول په دی حقیقت نه پوهیږي. په دی باندی د پوهیدو لپاره حتی ملسماني آړ (شرط) نده، یواځی روغ عقل او د رښتیا په کار ناصف لرل او بس.
د حق اقرار
د «المجتنمع» مجلی چې له کویټه خپریږي، د ۱۴۰۴ کال په ۶۶۱ ګڼه کې د امریکايی ختیځ پیژندونکي« فران فوزال » سره یی یوه مرکه خپره شوې وه.
فران فوزال وايي: په اسلامي شریعت کې سزاګانی ټاکلی شوي دي(لکه: سنګسار،قتل،دغل د لاس پریکول...) هغسی چې نور باور لري، بربریت او وحشانیت ندی، مګر هغه د غرب د قوانینو په نسبت په څو واری د جنایتونو مخنیوی کوي.دا سزاګانی مخنیوی کوونکي پایلی دي.
«مګر زمونږ په غرب کې جنایتونه ورځ په ورځ زیاتیږي او ټولنی ته رواني تشویشونه او ناآرامي منځ ته راوړي».
کاشکې په زنا او لوطت اخته مسلمانان د فران فوزال غوندی د خپل دین په حقیقت پوهیدل!!
کاشکې هغوي چې د مسلمانانو کارونه د هغوي په لاس دي، د فران فوزان په شان په اسلامي قوانینو يي اعتراف کولای او هغه يي په ټولنه کې پلي کولای!!
اړینه موضوع
پوښتنه: د وګړو په وروستۍ احصایه کې چې د شوروي دولت کړې وه، د وګړو۵۴٪ ښځو جوړوله.دا داسی معنی لري چې د ۱۰ میلونو نه زیاتو ښځو ته میړومه نه رسیږي، نو څنګه دومره ښځی څنګه په زنا لاس پوری نګړي؟
ځواب: ددغه ستونزی نه د خلاصي لاره ، د ډیرو ښځو د لرلوقانوني کول دی. که دغه قانون چې پیړی وړاندی قران بشریت ته وړاندی کړی دی، پلي شي،هیڅکله به دا ډول ستونزی مخی ته رانشي او د ښځو دومره ډیر شمیر به میړه ته دنه رسیدو نه کړاو نه ویني او نارواوو کارونو ته به لاس نه وروړي.
دا یو حقیقت دی چې یو نه یو ورځ به هغه ومني. که نن په ځینو ځایونو کې یو شړي ته دوه ښځی رسي،یوه ورځ به داسی راشي چې ۴۰ ښځو ته به ورسي.
لکه څنګه چې د خدای پیغمبر خبر ورکړئ او په هغی ایمان لرو.
پس هغه څوک چې ځان له خدایه هوښیار ګڼي،او د خدای د ډیرو ښځو قانون ردوي، هڅکله به د بد اخلاقی سره په مبارزه کې نه بریالي کېږي.
ځوانانو ته خطاب
درنو ورونو او خویندو! ځواني کومه اوږده موده نده چې په هغه کې د ژوند د ماڼی لومړی ډبره ایښودل کېږي.که هغه ایښودل شوې ډبره مو سمه وي،ستاسو د ژوند د ماڼی دیوالونه به سیده او ټینګ وي.مګر که هغه کوږ کېږدئ،خپل راتلونکې د یو نه جبرانیدونکي خطر سره مخامخ کوئ. په همدی خاطر هوښیار ووسئ ترڅو د زنا او لواطت په کولو خپل دنیا لو آخرت برباد نکړئ! شرف او آبرو ډیر یو ستر نعمت دی چې هر چاته نه ورکول کېږي. تاسو د یو داسی ملت راتلونکې یاست چې خپل خاص کلتور اودین لري، د ژوند طریقه یی د دین او کلتور نه سرچېنه اخیستې ده.
باید وپوهیږی چې زمونږ دین او کلتور د بی حیایی کارونه لکه:زنا،لواطت او داسی نور ناروا ګڼي. که تاسو د شهوت پرستو او بی دینو په پوچو تبلیغاتو وغولیږی او خپل آبرو او شرف له لاسه ورکړئ،دخپل ملت راتلونکې په خطر کې اچوئ. په خپل دی کار سره به د خدای په غذب اخته او هیڅکله به د ایډز،سفلیس او نورو ناروغیونه به خلاصون ونه مومئ.له خدایه وډاریږئ او دهغه له بنده ګانونه شرم وکړئ. او که نه نو په دواړو جهانونو کې به رسوا وئ.
میندو او پلرونو ته خطاب
د خدای رسول فرمايي: ثلاثة قد حرم الله عليهم الجنة مدمن الخمر والعاق والديوث الذي يقر في أهله الخبث (حد يث صحيح رواه أحمد).
ژباړه: الله جنت ددریو ډلو لپاره حرامه کړیده:
-
د هغه کس لپاره چې په دوامداره توګه شراب څښي.
-
د هغه کس لپاره چې خپل پلار او مور زوروي.
-
د هغه کس لپاره چې خپله کورنی د بی حیایی(زنا او لواطت ) نه، نه منع کوي.
مونږ او تاسی ته ستر مسؤلیت پر اوږو پروت دی. که زمونږ اولادونه په سمی عقیدی او حمیده اخلاقو لوی شي،په دنیا کې به مو د افتخار سبب شي او په آخرت کې به د سترو نیکېو د لاس ته راوړلو سبب وي.
مګر که بد اخلاقه او بدچلنده لوی شي،په دنیا کې به بی پته او په آخرت کې به د الله په سخت عذاب کې به اخته شي.
که دچا ښځه یا اولاد زناکار یا لوطي وي او هغه منع نکړي،دغه کس ته خدای په دی دنیا کې دووس(دیوس) ویلی او جنت پری حرام شوی دی،لکه څنګه چې په کافرانو حرامه ده!
قانون جوړوونکو ته خطاب
هر کس او یا هیواد خپل ځانګړي معنوي رواجونه او کلتور لري،چې نشئ کولای هغه په بل هیواد او خلکوکې ومومئ. زمونږ ټول رواجونه او کلتور زمونږ له دین نه سرچېنه اخستې ده. په همدی خاطر باید د قانون د تصویب پرمهال دغه ټکې په نظر کې ونیسئ چې آیا هغه څه چې تاسی یی منئ د خلکو له رواجونو او عقیدی سره موافقه ده که مخالفه؟
د نني دیموکراسۍ هغه قوانین چې زنا او لواطت روا ګڼي، زمونږ د عقیدی سره مخالفه ده او زمونږ د خلکو د معنویاتو سره موافقت ملري.که تاسو د غربیانو تقلید وکړئ او ددغو ناروا او کرغیړن اعمال قانوني کړئ،د خلکو د اخلاقو د تباهی او د ایډز،سفلیس او نورو د خپریدو باعث به شئ.له خدایه وډاریږئ او په د داسی یو کار اقدام مکوئ.
هغه غرب،چې په خپلو قوانینو فخر کوي او هغه پرمختګ ګڼي،هغه لاندی جدول ته نظر وکړئ چې کومه پایله یی لاس ته راوړې ده. د غرب د قوانینو سره کېدای شي زمونږ خلک د مادیاتو له مخی پرمختګ وکړي،مګر دهغوي معنویات له منځه ځي. هغه معنویات چې هغه په پیسو نه اخستل کېږي او د هر ملت د نیکمدغۍ بنسټ وي.
هره ورځ په امریکا کې
نیول کېږي |
253 تنه د مخدراتو سره |
تیری پری کېږي |
180 ښځۍ |
وژل کېږي |
54 تنه |
غلا کېږي |
2618 ګاډي |
زیږیږي |
1282 حرامیان |
پیښيږي |
2986 طلاق |
څکل کېږي |
90 میلونه پیالی شراب |
بلاربه کېږي |
2740 نجونۍ له زنانه |
اخته کېږي |
8493 تنه په سفـليس |
ټول په یوه ورځ کې!!! دغه جدول د لنډیز په توګه د(ایډز د الله تعالی غذب) له کتابه اخستل شوی دی.
ډالۍ:
هغو ځوانو نجونو او هلکانو ته چې ددنیا او آخرت له شرمندګی نه ډاریږي.....
هغو کسانو ته چې په زنا او لواطت اخته دي او د هغه د پایلی نه بی خبره دي.....
هغو نجونو ته چې خپل دین او ناموس په پیسو او مال خرڅوي.....
هغو میندو او پلورونو ته چې د خپلو اولادونو له بی حیایی نه خبر دي او پری سترګی پټوي.....
هغو قانون جوړوونکو ته چې د زنا او لواطت بندیز د بشر د حقوقو پیمالیدل ګڼي.....
دغه کتاب دغو ټولو کسانو ته ډالۍ کوم.