روانې چارې او بېلابېل
د افغانستان د معاصر تاریخ یو څو مهمې تاریخي پېښې
د 1352 هجري شمسي کال د چنګاښ یا سرطان 26 چې 1973 کال د جولای له میاشتې سره سمون خوري داعلیحضرت محمد ظاهرشاه په مشرۍ د شاهي دولت پای او د شهید سردار محمد داود خان پواسطه د جمهوریت اعلان. نورمحمد ترکي د 1357 هجري لمریز کال د ثور 7 د ثور انقلاب 27 اپریل 1978 تر8 د دسپتمبر 1979 کال پورې د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت جمهور رییس وو. نوموړی د 1979 کال د اکتوبر په 8 د حفیظ الله له خوا د 62 کلونو په عمر ووژل شو. حفیظ الله امین له 8 د سپتمبر 1979 تر 27 دسمبر 1979 پوره سل ورځې د افغانستان
په ايران کې ناوړه پېښو ته زمونږ غبرګون
په روانه مياشت کې نړئ په ايران کې د دوو سترو غميزو شاهده وه. دواړو ناورينونو، نه يوازې ايران له ننګونو سره مخ کړ بلکه په سيمه کې يې هم د تاوتریخوالي کچه لوړه کړه. لمړئ ستونځه هغه وخت رامنځته شوه چې د امريکا لخوا د ايران د قدس ځواکونو د قومندان قاسم سليماني او ملګري ووژل شول چې امریکا او ايران يې په سيمه کي د يو لوی بحران په درشل کې ودرول. قاسم سليماني مهم عسکري اواستخباراتي شخصیت وه. نوموړی په افغانستان، عراق، سوريه، يمن، لبنان او د سيمي په نورو هېوادونو کي د ايران د تګلارو نوښتګر
فدرال محکمې د کډوالو په اړه د استرالیا د حکومت یوه تګلاره ناقانونه اعلان کړه
د اسټراليا حکومت لخوا د کډوالو کريکټر ټيسټ له
استرالیا د انګلستان سره نوي سوداګریز تړون کې د وګړو د ازادانه سفر مخالفت کړی
استرالیا د انګلستان سره په نوي سوداګریز تړون کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ویزو پرته د وګړو د ازادانه سفر مخالفت کړی.
ولسمشره ته په ځواب راکولو مجبور يې
که جنرال خوشحال سادات اوس د ډګر جنرالۍ پر رتبه د دفاع وزارت وزير هم وټاکل شي اهمیت به يې دیوه عادي مامور هومره ځکه هم نه وي چې هغه کسانو چې غوښتل يواځې دکورنيو چارو وزارت له امنيتي مرستيالۍ يې وغورځوي خپلو اهدافوته ورسېدل او پره يې توس شوه. د نړۍ پرمخ ددوهم ځواکمن فکر خاوند او د نړۍ پرمخ له اخرې خوا دتر ټولو بدبخت دوهم هېواد ولسشره! ښه دقيق غوږ شه يايې واوره او يايې و
بنو احتجاج، د تاريخ دويمه اقتدا!
د بنو او پښتنو تړاو د تاريخ يوې بلې زرينې پېښې ته رسېږي، دا تړاو د پښتنو د ازادۍ او حقونو تاريخي تړاو دی او دا اړيکه د هغه مهاله راروانه ده چې کله کانګرېس او ګاندي د خدايي خدمتګارانو او خان عبدالغفارخان سره ځواني ونه کړه او له انګليس سره يې د هند او پاکستان پر داسې وېش سلا وکړه چې خدايي خدمتګاران په کې ګوښې پاتې شول. وروسته چې بيا باچاخان خپل مشهور کتاب "زما ژوند او جدوجهد" وليکه نو په وروستي مخ يې ول
له سریلانکا څخه بهر هیوادونو ته د کډوالو په مهاجرت کې د پام وړ زیاتوالی راغلی
تیر کال سریلانکا کې ۱۷۵ ناقانونه کډوال نیول شوي د رپوټونو له مخې په تیر ۲۰۱۹ کال کې له سریلانکا څخه استرالیا او نیوزیلینډ ته د غیرقانوني کډوالو په تګ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی وه. دا سره له دې چې تیر کال کې د سریلانکا سمندري او هوایي ځواکونو د استرالیا د خپلواکو سرحدونو د عملیاتي قومندانۍ په همکارۍ د سریلانکا په سواحلو کې د دغه ډول کړنو د مخنیوي په خاطر د کشف او څارنې عملیات هم پیاوړي کړي وه. د سریلانکا سمندري ځواک وايي، په اوسط ډول د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنیڅ هر کال ۶۴ سریلا
منطقوي جنګونه؛ پيېلی که نا پيېلی افغانستان؟
نن سبا دا بحث ډېر تود دی، چې افغانستان په منطقوي شخړو کې طرف شي که نه؟ کله چې مونږ په منطقوي شخړو کې د افغانستان د ورګډېدو او يا بې پلوۍ خبره کوو نو د دې بحث لپاره بايد څو پوښتنې مخې ته کېښودل شي، د دې پوښتنو ځوابول بيا د طرفۍ او بې طرفۍ لپاره وکټورونه جوړوي. يو شمېر اساسي پوښتنې ښايي په لاندې ډول مطرح شي: پيېلتوب او افغان غميزې!
د افغانستان د باندینیو چارو وزارت ته یو څو وړاندیزونه
دا به یو نیک کار وي ، چې افغانستان هم د پخوا په شان مسلکي او تجربه لرونکي منسوبین او دیپلوماتان ولري. هیله ده چې د نویو منسوبینود استخدام په وخت کې تر ټولو مخکې تحصیلي رشتې ، مسلک او په هغو حوزو کې چې دوی کار کوي ، د هغوي کاري سابقه ، تجربه ، هېواد ته وفاداري په نظر کې ونیول شي. له بلې خوا د ګران هېواد د ټولو ولایتونو او هر قوم پورې مربوط متخصصین په دغه مهم اوحیاتي وزارت کې په دندو وګمارل شي . د باندینیو چارو وزارت ټول منسوبین باید په پښتو او دري ژبو مسلط وي ، هغوی چې په پښتو ژبه
سوله که څلوېښت کلن سياسي غويمنډ؟
په سوله او اوربند کې د جګړه مارو ډلو هغه که حکومت، طالبان، رهبران، داعش او د دوي پياوړي باداران (امريکا، انګلستان، پاکستان، ايران او بلاخره ټول د سيمې هېوادونه) دي تاوان دی، ځکه په افغانستان کې که سوله راځي بيا څرګنده خبره ده، د هرې وران کارې ډلې لاسونه د جګړې په وړاندې پرې او سوله به حاکمېږي او د دوی ناوړه ګټې به له خطر سره مخ او څلوېښت کلنې مافيايي ډلې به ورکېږي. په افغانستان کې د دې خلکو په شتون کې سوله ډېره يوه ستونزمنه خبره ده، چې راشي ځکه دغه سياسي ډلې چې لومړی رهبران وه، هغوی د ا
د جدې شپږمه، يا د وسلو په مقابل کې د ايمان بريا
افغانان د تاریخ په اوږدو کې له پردیو يرغلونو سره د مبارزې او کورنیو ستومانه کونکو شخړو څخه ډک شاليد لري، خو دغه ولس د جګړو په ګرم ډګر کې هم خپل ديني او کلتوري ارزښتونه ساتلي دي. ددغو ځانګړتياو څخه يې له يرغلګرو سره په جګړه او په کورنیو شخړو کې د خپلو سرونو په بيه دفاع کړې ده. دوی به وطنونه ورانول، دښمن به يې بي رحمه واژه، خو خپل ملي ارزښتونو ته يې درناوى درلوده. متاسفانه چې دغه وياړلي دودونه اوس له منځه تللي دي. زمونږ په هیواد باندې د شوروي اتحاد له بربنډ يرغل څخه څو لسیزي تیري شوې ، خو
د افغان پناه غوښتونکي د مړینې په اړه د پلټنو غوښتنه
افغان پناه غوښتونکی میرویس روحاني چې دوه میاشتې مخکې یې استرالیا کې ځانوژنه کړې وه، اوس د دغه پیښې په هکله د هغه د کورنۍ وکیل جورج نیوهاوس د بشپړو پلټنو غوښتنه کړې. میرویس روحاني په ۲۰۱۷ کاله کې د جدي ناروغۍ له امله د استرالیا د مانوس ټاپو له کډوالۍ کمپ څخه اسټراليا ته درملنې لپاره لیږدول شوی وه. نوموړې دوه کاله د استرالیا د بریسبن ښار په یو روغتون کې تر درملنې لاندې وه. خو د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر میاشت کې یې د رواني ناروغۍ له امله ځانوژنه وکړه. ميرويس روحاني ۳۲ کاله عمر
منطقوي سيالي؛ سليماني د ژوند او مرګ بيه!
ايران په سيمه کې د ايډيالوژۍ، هويت او جغرافيې جګړه کوي، د منطقې د شيعه هلال داعيه لري، په دې هلال کې سوريه، عراق، لبنان، ايران، پاکستان او د افغانستان، سعودي او ترکيې ځينې سيمې شاملې دي، ايران د همدې جغرافيايي او سياسي هلال په تطبيقي اډانه کې د څو اکثريت لرونکي سني عربي هېوادونو واګې او پلازمېنې ولکه کړي، صنعا، دمشق، بغداد او بيروت د دوى د منطقوي پراختيا پراخېدونکي پولې دي، منځنۍ اسيا او افغانستان هم د دې پراختيا غوښتونکې اجنډا محوري برخې دي.
په سيمه کې پر وضعيت د قاسم سليماني وژل کېدو اغېزې!
په نړيوالو اړيکو او نړيوالو سياستونو کې يو مهم بحث د سياسي لوبغاړو دی, چې په درېيو کچو کې لوبغاړي پر نړيوالو, سيمه ييزو او ملي سياستونو خپل اغېز لري: 1.دولتي لوبغاړي( State Actors) دا لوبغاړي رسمي بڼه لري او په خپله دولتونه يا په ښه وينا د دولتونو په استازيتوب حکومتونه دي, چې د نړۍ پر سياستونو فوق العاده اغېز لري. کولای شو ووايو چې په نړۍ کې د شته ملي دولتونو د شمېر په اندازه لوبغاړي شتون لري, خو د دوی له ډلې تر ټولو مهم لوبغاړي يې نړيوال او سيمه ييز زبرځواکونه دي. ۲.غ
د قاسم سلېماني مرګ د مسلمه امت لپاره ښه خبر دی!
د جنوري پر دریمه امریکا د ایران د سپاه پاسدارانو سربولن جنرال قاسم سلېماني د یوې بې پیلوټې الوتکې په راکټ سره د بغداد هوایي ډګر ته څېرمه مړ کړ۔ په بشپړ باور سره سړی ویلای شي چې دا به د امریکا په تاریخ کې لومړی ځل وي چې مسلمه امت یې له یوه لوی ظالم څخه خلاص کړی وي۔ جنرال قاسم سلېماني د خمیني له راتګ سره سم سیاست ته مخه کړه او وروسته یې د عراق او ایران په جګړه کې برخه واخیسته۔ د جګړې له پای وروسته په کرار نه شو، بلکې د ایران د ګټو د ساتلو لپاره یې په بی ساره توګه د نویو نظامي دوکتورینو
حکمتیار د تاریخي داستان پوښتنه ځواب کړه
وایي په پخوانیو وختونو کې یو ډېر شتمن او نېکمرغه سړی وو، پینځه ماشومان یې درلودل، خو د دې لپاره چې خپله نېکمرغي یې له بل چا سره شریکه کړې وي، یو یتیم ماشوم یې په زوی نیونه (فرزندۍ) ومنه او خپل کور ته یې راووست۔ ماشوم هرګوره د وخت په تېرېدا سره ډېر نااهله وخوت او په بدو چارو یې سر شو۔ هر څومره به یې چې غلا وکړه، یا به له ښوونځي وتښتېد، د کور سامان به یې غلا او د باندې وپلوره،هر څومره به یې چې جنګونه وکړل، نو شتمن سړي به څه نه ور ته ویل او د تل په څېر به یې مینه ورسره کوله۔ په دې هیله چې ګواکي
مردم افغانستان نام دارند!
تلقی ما از بدترین دشمن، باید طرفی باشد که
د سولې عالي شورا ته یوه لنډه کتنه
د سولې عالي شورا په 1389 کال کې د پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي په فرمان سره جوړه شوه چې مرحوم استاد برهان الدین ربانی یې لومړنی مشر وټاکل شو او یو شمېر جهادي مشران ، قومي متنفذین او یوشمېر پخواني طالبان د رهبري په شورا کې شامل شول. همدارنګه 8 مېرمنې هم د سولې د شورا په ترکیب کې غړیتوب درلود. استاد ربانی د شورا له تاسیس نه یوکال وروسته د طالبانو په یوه انتحاري حمله کې ووژل شو. د هغه له وژل کېدو وروسته د هغه مشر زوي صلاح الدین رباني د شورا د رئيس په توګه وګومارل شو. د ملي وحدت په ج
استاد اشرف غنی ته یوه مشوره
په دې کې شک نه شته چې د افغانستان اولسمشر محمد اشرف غني تر ټولو اوسنیو سیاستوالو زیاته د افغاني ټولنې په هکله مطالعه اوڅیړنه کړي او معلومات لري. همدارنګه نوموړي ته په نړیوالو پیژندل شوو سازمانونو او پوهنتونو کې د کار له امله د سیمې او نړیوال سیاست او اړیکو مزي تر نورو ډیر ښه ورته معلوم دي. داسې فکر کیده چې نوموړی به د اولسمشری په لومړۍ دوره کې ، د پخواني اولسمشر حامد کرزي داخلي او بهرنیو سیاستونو ته چې د افغانستان د پاره په زیان تمام شوي و، بدلون راولي. او داسې سیاستونه به راوړاندې کړي
فراخوانی برای مبارزه با فساد؛ در برابر فاسدان شکایت درج کنید
محمد اشرف غنی، رییس جمهور کشور در کنفرانس سالانهی مبارزه علیه فساد اداری گفت که مبارزه با فساد اداری نیاز به زمان طولانی دارد و در این راستا حکومت افغانستان نمیتواند به تنهایی به موفقیت دست یابد. اشارهی آقای غنی به نهادهای مدنیِ شهری و روستایی و مردم بود. او از مردم خواست که به خاطر زدودن فساد به دولت کمک کنند، اما هنوز برای همه روشن نیست که مردم در راستای مبارزه با فساد چه نقشی را میتوانند بازی کنند؟ جان بس سفیر ایالات متحدهی امریکا در افغانستان نیز در ا
د ایراني پناه غوښتونکي له امله د نیوزیلینډ او استرالیا ترمنځ دیپلوماتیکه ترینګلتیا
د رپوټونو په اساس، ایرانی لیکوال پناه غوښتونکی بهروز بوچاني چې د استرالیا په مانوس سمندري توقیف خونه کې د بند پرمهال یې د خپل ژوند په هکله یو جایزه ګټونکی کتاب لیکلی وه د کوم له امله چې هغه نیوزیلینډ هیواد ته د سفر کولو چانس ترلاسه کړ، اوس په نیوزیلینډ کې د ویزې موده پای ته رسیدلې او هغه له بیرته ستنیدو هم ډډه کړې. د رپوټونو په اساس، د ښاغلي بوچاني دا کار کولی شي د نیوزیلینډ او استرالیا ترمنځ دیپلوماتیکه ترینګلتیا رامنځته کړي، په ځانګړي ډول که نوموړی نیوزیلینډ کې د پناه غوښتنه ترسره ک
متلون انسانان او متمرس کادرونه!
د تاريخ جبر د متمتع انسان پر اوږو متمرد فکره انسانان سپروي، متلوم انسانان د هيواد متمرس کادرونه رهبري کوي. ويښ خيالات د بېدو آرواحونو تر تاثير لاندي راغلي دي. د لاري ډېوه د ړانده په لاس کي ده او بشري لښکر مو معلول رهبري کوي. جاهلان پوهانو ته لارښونه کوي او جهالت پوهي ته درس ورکوي. بې سياسته د سياست پر نيلي سپور دی او سياستمدار ته سياست تشريح کوي. روابط پر ضوابطو حاکميت چلوي. بېسوادي پر سواد او پوهي بربريت کوي. د غرب طرز تفکر شرق ننګوي. پردی فرهنګ افغانی کلتور محوه کوي. ځیني سياسيو
د سولي ورکه نسخه او معلوم ادرس!
ملت سولي ته لېواله دی، ولسي وګړي ټول د ښکېلو ډلو تر منځ خبري اتري غواړي او له جګړې څخه ستړي دي. د جنګ طرفين هم نعرې وهي، چي جنګ د مسايلو د حل لار نه ده او د افغانستان ستونزه او يا اوسنی بحران د جګړې له لاري حل نه لري. خو پوښتنه داده چي د جګړې د ښکېلو آړخونو ترمنځ سولي ته د رسېدو د يوه توافق څومره امکان موجود دی؟ يا په بل اوريانټ د جنګ ښکېل آړخونه په اوس وخت کي سولي ته څومره چمتووالی لري؟ افغان حکومت په کوم قيمت سوله غواړي او طالبان په کومو شرايطو حاضر دي!؟ ملت ته د سولي شين څراغ ورکول کېږي، خ
اسلام اباد له ترهګرۍ لاس نه اخلي!
اسلام اباد له ترهګرۍ لاس نه اخلي! د ۱۳۹۸ کال د میزان د ۶ مې نېټې ټولټاکنې او وروسته د مرغومي په لومړۍ نېټه د ټاکنو لومړۍ پایلي چې هلته ولسمشر اشرف غني د دوهم ځل لپاره بیا ټاکنې وګټلې، که یو خوا په کور دننه افغانان او ځینې دوست هېوادونه خوښ کړل، بلخوا یې سیمه کې په تېره بیا د اسلام اباد پوځي او استخباراتي چارواکې په لویه اندیښنه کې واچول. د افغانستان بهرني او کورني دښمنان به د ټاکنو له پایلو د افغانانو پراخ ملاتړ او خوښي ونه شي زغملای او د هغې کړنلار په وړاندې به کلک ودریږي چې نوی
در مسیر بربادی
مصایب پس از سقوط حکومت کمونیستی، خیلی زود مردم ما را از آن چه به نام افتخارات جهادی در ذهن داشتند، دور کردند؛ هرچند ذهنیت های نفرت از جنگ در جبهات جهادی از قبل باعث اجتناب مردم از افتخاراتی شده بودند که می دیدند کمترین نیاز های زنده گی شان را نیز تامین نمی کنند. پنهان نیست که بیشترین مصایب جهاد افغان ها بر ضد شوروی را پشتون ها تحمل کردند. نوع سقوط