روانې چارې او بېلابېل
کورنا؛ د عبادت له ادا کول د ژوند تر مصوونیته
ژباړه، لیکنه او تصرف: عبدالرحمن فرقانی کورنا باید د الله تعالی پر تقدیر باندې د کلک ایمان ترڅنگ جدی ونیسو. د کورنا سره باید د احساساتي برخورد پرځای منطقی برخورد وکړو، تر څو ځان په خپل لاس هلاکت ته ورنه کړو. په دې برخه کې د نقل(وحې) لارښونه عقل ته چې د وحې پر احکامو د پوهېدو لپاره تر ټولو مهمه وسیله ده، دا ده، [ولا تلقوا بایدیکم الی التهلکه..] یعنې پخپله ځان د مرگ خولې ته مه اچوئ! یا په بل عبارت پخپل لاس ځان مه وژنئ!. په کار ده، چې د نړیوالو صحي سییستمونو او نظامونو وقایوي لارښ
سیاسي خیاطان !
ګرانو او قدرمنو لوستونکو! د خیاطانو ټکی، نن سبا په ځینو لیکنو کې، ډېر تر سترګو کیږي. زه ددغه ټکي په اصلي مفهوم، نه پوهېدم. خو کله چې په افغانستان کې، د ټاکنې نتیجه اعلان شوه، او چې کله مې، د ځینو افغانانو خبرې واورېدلې، نو هغه وو، چې زه ددغه ټکي په اصلي معنا، سم پوه شوم. غواړم، دغه خبره، د لمر په شان ټولو ته واضح او روښانه کړم، چې زما مقصد، هغه قدرمن خیاطان نه دي، چې دوی، خلکو ته جامې ګنډي. زه هغوی ټولو ته، د زړه له کومي احترام لرم. پدغه لیکنه کې زما یوازینی هدف، سیاسي خیاطان
د کابل حکومت، اصطلاح څوک او ولې کاروي؟
لږ وخت مخکې مې «ایا سوله ممکنه ده؟» تر سرلیک لاندې یوه لیکنه چې څو بریښناپاڼو او فیسبوک کې خپره شوې، تر سترګو تېره شوه. دلته د لیکنې د نورو برخو په ښېګڼو او بدګڼو تبصره نه کوم، بلکې غواړم د یوې زړې او اشنا اصطلاح د«کابل حکومت» په اړه چې په نسبي توګه دې لنډه لیکنه کې نهه (۹) ځلې د کابل حکومت، یو ځلې کابل کې د اشرف غني حکومت او یو ځل هم (کابل کې مشران) په بڼه کارېدلې، یوه لنډه تبصره ولرم. باید هېره نه کړو چې په سیاسي لیکنو سربېره حتی په عامو لیکنو کې هم، هره کلمه او اصطلاح ټاکلی بار او
ملی بنسټونه باید ونه ځپل شي
احتیاطی - اضطراری وضعیت، دقدرت لپاره سیاسی سیالۍ او هواریدونکی بحرانونه باید وګړنیزه پیاوړی اراده او ملي بنسټونه ونه لړزوي ! *** افغانستان داسې هیواد، او افغانان داسې ملت نه دی چې ژر حل کیدونکی کړکیچونه او هواریدونکي بحرانونه یې واڼې وتښتوي. افغان ولس خپل ولسي نرخونه، ملي یووالی او کلک هوډ لري، چې په سختو حالاتو کې د ستونزو په وړاندې دریدلي دي. له څو ورځو را هیسې یو څو (سیاسیونو) په خپلو ناسنجول شویو اقداماتو او د نړۍ په ډیرو هیوادو کې د ( COVID-19) په نوم وایرس خپریدو په خلکو کې اندی
د کورونا د وبا یا اپیدیمي د خپرېدو مخنیوی
ځیني خلک خصوصا د طلوع پردیپاله تلویزیون ویندویان تل د افغانستان له دولتي مسوولینو غوښتنه کوي چې له ایران سره پوله باید وتړل شي. پدې حساس وخت کې د پولې تړل هېڅ امکان نه لري ، ځکه چې هلته زمونږ دوه درې میلیونه خپل اتباع د مهاجرو په شکل اوسيږي . په کوم وجدان او منطق د خپلو هېوادوالو د راتګ مخه نیسو. هلته ټول افغانان هم په کورونا ویروس ندي اخته شوي . هغوي له ډېره مجبوریته پدې سره ژمي کې تاوده کورونه ، کار او عصري ژوند پرېږدي او د خپل پلرني وطن غېږې ته ځانونه رارسوي. مونږ دا حق نه لرو چې د هغوی پر
جنیوا کې د تامیل پناه غوښتونکو د خوشې کیدو غوښتنه شوې
یوې تامیل توکمه محصلې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو په غونډه کې د ګډون پرمهال استرالیا کې د دوو تامیل پناه غوښتونکو د خوشې کیدو غوښتنه وکړه. تامیل زده کوونکې (رینګا انپاکومار) د سه شنبې په ورځ له استرالیا څخه جنیوا ته سفر وکړ او هلته یې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو په ۴۳مه غونډه کې د ګډون پرمهال د هغو دوو تامیل پناه غوښتونکو د خوشې کیدو لپاره غږ پورته کړ چې له تیرو ۱۰ کلونو راپدیخوا د استرالیا په بیلابیلو مهاجرت توقیف خون
د بنګله دیش پولیسو اووه تنه روهنګیايي کډوال په یوه برید کې وژلي
د بنګله دیش پولیسو تیره اوونۍ د دوشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې وویل چې په (کاکس بازار) کې د یوې چاپې په ترڅ کې ۷ تنه هغه روهنګیايي وګړي د پولیسو سره د نښتې په پایله کې وژل شوي چې د نشه یې توکو او خلکو په قاچاق دخیل ګڼل کیدل. په کاکس بازار کې سلګونه زره هغه روهنګیايي کډوال ژوند کوي چې دوه نیم کاله مخکې د د میانمار د پوځې بریدونو او تاوتریخوالو له امله د دغه هیواد له رخاین ایالت څخه وتښتیدل او بنګله دیش ته کډه شول.
ملبورن کې د پناه غوښتونکو په ملاتړ لاریون ترسره شو
تیره اوونۍ د استرالیا په ملبورن ښار کې د هغه هوټل مخې ته سلګونو خلکو لاریون ترسره کړ چې دا مهال پکې هغه کډوال او پناه غوښتونکي توقیف ساتل کیږي چې د مهاجرت د پخواني درملنې قانون په اساس له سمندري توقیف خونو څخه د روغتیايي مسایلو په خاطر استرالیا ته انتقال شوي. دغه لاریون د استرالیا د کډوالو د عمل ایتلاف لخوا د فبروري په ۲۹مه نیټه د ملبورن په پریسټن سیمه کې د مانترا هوټل مخې ته په لاره اچول شوې وه. په دغه هوټل کې له تی
دسولې په اړه اړین ګامونه
دافغانستان دسولې روانې پروسې ته هیلې اوامیدونه ورځ تربلې زیات شوي. کله چې دطالبانو اوامریکاترمنځ دسولې تړون لاسلیک شو نو دغه امیدونه لاوغوړیدل. دغه جنګ دامریکاپه شمول طالب اودولت ترمنځ ترسره کیدو اوس مهال له امریکا سره تړون لاسلیک شو. طالبان او دولت لادخبرومیزته نه دي ناست . غواړم په دی لیکنه کې دواړو لوروته یوڅه سپارښتنې وکړم ترڅودهیوادوالو هیلې اوامیدونه دسولې په برخه کې لاوځلیږې اودنامیدۍ ښکارنه شي .ځکه په مطبوعاتو کې ددواړو لوروخبروته که فکروکړ نو بیا دا سوله پروژه ښکارې نه
طالبانو د اسلام اباد په ډاډ امارت غوښت!
د روان عیسوي کال د مارچ په ۱۱ مه (د ۱۳۹۸ کال د کب ۱۹ مه)، د ملګرو ملتو امنیت شورا د رایو په اتفاق پریکړه وکړه چې ملګري ملتونه «د افغانستان اسلامي امارت » په رسمیت نه پېژني او امنیت شورا د «اسلامي امارت» د بیا واکمنېدو ملاتړ نه کوي! دې پرېکړې د طالبانو هغه خیال پلو چې افغانستان کې يي د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو په تړاو واهه، په پوره نهیلۍ او مایوسۍ بدل کړ. طالبانو د امارت د واکمنۍ لپاره، دوه لسیزې افغانان د جنګ په بټۍ کې نني کړل. د افغانانو د کړاو او د نړیوالو مرستو په پیسو یې جوړشوي
د ماسکو، عبدالله او طالبانو مثلث
په داسې حال کې چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه په یوه خوله افغانستان کې د ولسمشر غني په مشرۍ د منتخب حکومت ملاتړ کوي، هغه سره موازي حکومتونه غندي او تیار دي راتلونکې کې اتنخابي حکومت سره ګډ کار وکړي، د تسنیم خبري رسنۍ په لیکنه چې د ایران د سپاه انقلاب اندیښنې خپروي؛ په کابل د روسیي د ولسمشر پوتین ځانګړی استازی څمیر کابلوف وایي چې ماسکو په کابل کې هممهال د دواړو نویو دولتونو سره عادي اړیکې غواړي! هممهال د دوه نویو دولتونو سره عادي اړیکې چې ماسکو يي یادونه کوي، د انتخابي حکومت په وړاندې د
د شنو طوطيانو او تور کارغانو جګړه
ګرانو خوېندو او وروڼو سلام! زه د خپل هېواد د خدمت د بېلا بېلو مسؤليتونو او لاس ته راوړنو په موده کې تل د يوه داسې هدف د ليکلو په لټه کې يم چې د افغانستان د ولس او په تېره بيا د مملکت د شنو طوطيانو او تور کارغانو په څلوېښت کلنې جګړې رڼا واچوم چې دغه جګړه تور کارغانو د چاه لپاره او له کومې خوا پېل کړې چې پای ته نه رسېږي او په نتيجه کې ورسره هېوادوال بې ځايه و وژل شول، تور سرې کونډې شوې، افغانستان يې د تور پنجاب په لار ښوونې د اور کندې ته اچولی چې زړه يې نور هم نه يښېږي چې د دې جګړې لمن را ټوله
بين الافغاني خبرې او يو وړاڼديز
نور د جنګ د دوام د پاره ټولې بانې مؤجه نه دي . اشغالګر به تښتي او دا ملک به پرېږدي . اوس د افغانانو د پاره د ازمايښت وخت دئ ، چې خپل افغانيت ، اسلاميت او د وطن او اولس سره د مينې ادعا په عمل کې پياده او وښييي او د زور د حاکميت په نفي کولو سره د يوه داسې نظام د تشکيل بنسټ کيږدي ، چې بنياد يې اسلاميت ، افغانيت او ټولنيز عدالت وي . د اسلاميت ، افغانيت او ټولنيز عدالت په ستنو ولاړ نظام د قائمېدو د پاره د دوحې هوکړه ليک ( چې د اشغال ختم ، د بين الافغاني مذاکرو کول ، اوربند او د رات
د نوي کرونا ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې د چين تجربې
د نوي کرونا ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې د چين تجربې د روغتيا نړيوال سازمان د مارچ په ۸ مه نېټه خبر ورکړ چې د اروپا د منځنۍ سيمې پر وخت د روانې مياشتې د ۸ مې نېټې د سهار تر لسو بجو پورې له چين څخه بهر په ۱۰۱ هېوادونو کې د نوي کرونا ويروس پر ناروغۍ اخته شوي ناروغان پيدا شوي دي او په ټوله نړۍ کې د نوي کرونا ويروس پر ناروغۍ د اخته شويو کسانو شمېر له يو لک څخه اوښتی. نو دغه سازمان له ټولې نړۍ څخه وغوښتل چې د دغه ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره اغيزمن او جدي تدبيرونه ونيسي.
استرالیا د ناقانونه کډوالو یوه کښتۍ اندونیزیا ته ستنه کړې
د تازه رپوټونو په حواله یوه کښتۍ چې ۸ تنه ناقانونه کډوال پکې سپاره و او د استرالیا سمندري اوبو ته داخله شوې وه د استرالیا د سرحدي ګزمه کوونکو چارواکو لخوا کشف او بیرته اندونیزیا ته ګرځول شوې ده. د رپوټونو په اساس، دغه پیښه د غربي استرالیا په سواحلو کې په (کېمبرلي) سیمه کې شپږ اوونۍ مخکې واقع شوې، خو د استرالیا د کورنیو چارو وزیر پیټر ډوټن یوازې تیره دوشنبه دا خبره رسنیو ته ښکاره کړه.
د سوېلي آسیا د کډوالو د قاچاقي سفرونو لپاره نوی منزل
په وروستیو څو کلونو کې سلګونو سریلانکايي پناه غوښتونکو او کډوالو د سمندر له لارې په کوچنیو کښتیو کې په سفر کولو سره خپل ژوند په خطر کې اچولی. په ځانګړي ډول دغه قاچاقي سفرونه په ډیره کې د (ری یونین) ټاپو په لور ترسره شوي، کومه چې د سریلانکا جنوب ته څلور زره کیلومتره لېرې پرته یوه ټاپو ده چې د فرانسې هیواد پورې تعلق لري. مخکې له دې تر ډيره د یادو سریلانکايي پناه غوښتونکو او کډوالو لپاره استرالیا هیواد د غوره منزل په تو
جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده
د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د شوې هوکړې د لاسلیک یوه اونۍ لا نه ده تېره شوې، چې بېرته د تاوتریخوالي او جګړې د پیلېدو خبرونه د نړۍ د رسنیو سرټکي شول، د طالبانو تر حملو یوه ورځ وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند سوني لېګېت پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل چې دوی د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې په هغو طالبانو هوایي برید کړی کوم چې عملاً د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په پوستو د برید په حال کې وو، هغه همدا راز ویلي چې دا یو دفاعي برید و، او دا د دوی مسؤولیت دی چې د اړتيا پر وخت د افغان
د ستونزو په ګرداب کې نښتی هيواد وژغورئ!
په افغانستان کې اوس مهال د سولې لپاره د بل هر وخت په پرتله په لوړه کچه فرصت برابر شوئ دی. په دغو حساسو شيبو کې د تلپاتي سولې په موخه د بين الافغاني خبرو اترو پر وړاندې شرطونه ايښودل، احساساتي خبرې کول، شکونه انديښنې پيدا کول او خنډونه جوړول که د هر لوري له خوا وي، په هېواد کې له سولې سره مخالفت ګڼل کېږي. د طالبانو په شمول په جګړه کې ښکېل ټول لوري بايد ومني چې اوربند او سوله د رب العزت حکم او د خلکو غږ دی او دغه غږ ته بايد د ديني مسئوليت او ملي مجبوريت په چوکاټ کې مثبت غبرګون وښيي. له افغانستا
دوه دریځونه
د افغان د ملي او مرکزي حکومت دریځ د عبدالله د ملي ضد ډلې، اسلام اباد او ماسکو ګډ دریځ په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د اورکم تړونلیک، د بندیانو د خوشې کېدا او په ټوله کې د جګړې د بندښت او هېوادنۍ سوله په اړه، موږ په کور دننه د دوه متضادو دریځونو سره مخامخ یوو. یو دريځ د اورکم پرخای په دایمي اوربند، د جګړې په بندښت، تلپاتې سولې او د هېواد په ملي او سراسري ګټو ولاړ دی او بل دریځ د هېواد نږدې او لېرې ګټې او سوله ګواښی، جګړې ته لمن وهی او د ټاکلو کړیو د ګټو پر محور ورڅرخي! پکار
که چېرې سوله راغله
که رښتيا سوله راغله زه بل ځای نه، يواځې د خپل پلار او نيکه کلي ته ځم. هغه کلی چې نږدې اوه کاله کيږي، د ناترسه خلکو د لاسه ما بيا ندی ليدلی. لومړی د سولې د ارمانجن خپل شهيد پلار او دواړو ميندو (مورګانو) قبرونو ته ځم. هغوی ته ښه زړه سپکوم او ورته وايم چې ستاسو بيلتون نور نشم زغملی. پلار ته مې د سولې د راتګ مبارکي هم ورکوم او ورته وايم چې ستا هغه ارمان چې د کلونو کلونو راهيسې دې ورته انتظار کولو پوره شو. زما د هغې مور قبر ته د خپلې بې وسۍ کيسه کوم چې د وخت د جبر له امله يې ما
بین الافغاني مذاکرات
تېرې څلور لسيزې کېږي چې افغانستان د جنګ په لمبو کې سوځي د روسانو د ماتې نه وروسته مجاهدینو په افغانستان کې د خپلمینځي جګړو په نتیجه کې ولس باندې هغه غوبل جوړ کړ او قتلونه یې وکړل چې تاریخ يې په لیکلو باندې شرمېږي. بیا پر دوی باندې الله پاک طالبان را نازل کړل چې دا جنګي مجرمین، قاتلین، غله، شر او فساد يې ټول له ملک څخه محوه کړل او ولس یې ددوی له شر څخه خلاص کړل. بیا په افغانستان باندې د امریکې او متحدینو حمله وه چې د طالبانو نظام یې له مینځه یووړ او پر ځای یې داسې یو نظام را منځ ته کړ چې ل
افغانانو!لويه فتح مو مبارک شه ويې ساتئ!
نصر من الله وفتح قريب د افغانستان او نړۍ په تاريخ کې دا بری چې : دحق برياليتوب په باطل باندې دايمان برياليتوب په بې ايمانۍ باندې دازادۍ برياليتوب په غلامۍ باندې د خپلواکۍ برياليتوب په اشغال باندې د سولې برياليتوب په جنګ باندې د عقل برياليتوب په جهالت باندې د تدبير او تفاهم برياليتوب په زور باندې د اولس برياليتوب په استبداد باندې د مينې برياليتوب په جفا باندې او د انسانيت برياليتوب په حيوانيت باندې دي ، ټول په خپلواکۍ مين افغان اولس ، د هغوی
د طالبانو او امریکا تر منځ د هوکړې حقوقي اړخونه
بالاخره د امریکا د متحده ایالتونو او طالبانو تر منځ له اتلسو میاشتو خبرو اترو وروسته دا دی افغانستان ته د سولې راوستلو هوکړه د امریکا او طالبانو تر منځ د نړۍ او سیمې د مطرح هیوادونو د استازو په حضور کې لاسلیک شوه، ددې هوکړې لاسلیکېدو د عامو افغانانو په زړونو کې د هوسا او ښه ژوند نوي امیدونه راټوکولي او دا هیله یې را ژوندۍ کړې چې له اوږدې څلوېښت کلنې جګړې وروسته به افغانان په سوله کې ژوند وکړي. د هېواد اکثریت سیاسیونو ددې هوکړې تود هرکلی کړی او ورته خوشحاله دي، په نړیواله کچه هم د نړۍ د ګڼ
امريکايان سې ډول وهي زور به لري
دا هغه ګوډه ماته ليکنه او له څلوېښت کلنې جګړې سره يوه برابره خبره ده چې زه له ډېر مجبوريت او د خپل ملت له بې ځايه وژنو، غولونو، بې عزته، بې فرهنګه کولو، اقتصادي، سياسي او د نورو بهرنيو ستونزو په لومه کې د هېوادوالو د ګيرولو له کبله دې ته اړ شوم چې د زړه له کومې په ليکلو لاس پورې او هغه څه درنو لوستونکو ته وړاندې کړم چې دوی ته په رښتينې توګه د منلو وړ او دا ترې په ډاګه شي چې چاه په دې ملک کې خدمت، چاه خيانت، چاه غصب کړی او څوک په دې کوښښ کې دي چې دغه ملت يو ځل بيا په ړانده خره سپور او بې ځايه
د مانوس ټاپو په کډوالو ځايي خلکو بیا برید کړی
د مانوس ټاپو یو شمیر کډوال یو ځل بیا د سیمه ایزو خلکو په برید کې ټپیان شوي. د رپوټونو په حواله د مانوس ټاپو څخه د پاپوا نیوګینیا پلازمینې پورت موریسبي ته انتقال شوي کډوال او پناه غوښتونکي د سه شنبې په ورځ په (بوروکو) سیمه کې په خپلو استوګنځیو کې د سیمه ایزو قهرجنو وګړو تر برید لاندې راغلي چې په دغه برید کې یو شمیر کډوال سطحي او ځینې نور ژور ټپیان شوي دي. په یاده سیمه کې د