روانې چارې او بېلابېل


پټه لوبه او د غني دریز

د افغانستان اولسمشر محمد اشرف غني په وړاندې یوه پټه لوبه روانه ده . دا لوبه د یوه فشار په بڼه داخلي فاسدو کړیو ، ګاونډیو افغان دښمنه هیوادونو او لویدیز په ګډه توګه روانه کړیده. ددې له پاره چې د داخلي فاسدو کړیو او د هغوی بهرنیو ملاتړ کونکو فشار او مقاومت مات کړي د افغانستان خلکو پراخ ملاتړ ته اړتیا لري. محمد اشرف غني د خپلو لوړو زده کړو ، تجربو او معلوماتو په درلودلو سره ښايی پوه شي چې د واک اصلي کیلي په خپله دخلکو سره ده . خلک دي چې تاریخ جوړوي . بهرني ځواکونه کیدای شي د ټولنې د

09.04.2020 احمدجان تڼی

شعارونه او خبرې نه، کړنې مو سپيڅلې کړئ!

د يوه سياسي او مذهبي داسې خوځښت په توګه مو چې جرړې يې د هيواد په لرې پرتو سیمو کې د ښاري سيمو په پرتله ډيرې او پياوړي دي د موجوده حکومت تشې او نيمګړتياوې وينو او د خپلو شته امکاناتو په چوکاټ کې مو حکومت ته د شکوو، ګيلو، سلا او مشورو په چوکاټ کې تر مشرانو رسولې دي، خو داچې په سياسي ډګر کې مو ولې د حکومت په وړاندي سنګر نه ده نيولئ ځکه چې سوله مونږ ته د نورو مسائلو په پرتله د افضليت او ارجحيت مقام لري. سوله زمونږ د ولس لپاره د اکسیجن حيثيت لري. مونږ د ولسي جرګې او ولسمشریزو ټولټاکنو کې وليدل

08.04.2020 عبدالوحید وحید

عبدالله بیا «دوه سری »حکومت غواړي!

ما لږ مهال مخکې د «ګډ حکومت» تر سرلیک لاندې، یوه لیکنه په رسنیو کې خپره کړې وه. هلته مې د عبدالله د ناحقه لوړې غونډه کې د نوموړي د موازي حکومت په اړه چې عبدالله ورته د «ټولشموله حکومت» نوم ورکوي، لیکلي ول چې داسې موازي حکومت افغانانو او نړیوالو په پراخه کچه وغانده. په دې اړه یو نږدې دوست لیکي«جناب ډاکټر صیب تاسې لیکلي چې موازي حکومت نړیوالو وغانده اوس خو همدا نړیوال او په سر کې يي امریکا ده چې د همه شمول چغې وهي او ولسمشر يې تر ټینګ فشار لاندې نېولی، کله د یو میلیارد ډالرو مرسته کمول او ی

07.04.2020 سرلوڅ مرادزی

ګډ حکومت

دا مهال هېواد کې د ګډ حکومت په اړه بېلا بېل نظرونه او وړاندیزونه کیږي چې یو يي هم د ۱۳۹۸ کال د تولټاکنو پر بنسټ د ګډ حکومت طرحه ده چې ټاکنو کې د ولسمشر غني په مشرۍ د دولت ساز ټیم لخوا وړاندې کیږي. همدارنګه د ټاکنو بله ډله د عبدالله په مشرۍ چې ټاکنو کې يي ماته خوړلې د ټاکنو د ماهیت د مسخه او بې اعتبارولو لپاره، ګډ حکومت په یو بل نوم چې دوی يي ټولشموله حکومت نوموي، د افغانستان لپاره کیمیا ګڼي. ځینې نور بیا د پراخ بنسټه حکومت وړاندیز لري او هغه د افغانستان لپاره وړ بولي. خو خبره تر ډېره برید

06.04.2020 سرلوڅ مرادزی

استرالیا کې بندي پناه غوښتونکي د کرونا وایرس له خطر سره مخ دي

د استرالیا د SBS ورځپاڼې سره په مرکه کې یو شمیر پناه غوښتونکو ويلي، دوی ویره لري چې د کرونا وایرس ښايي د مهاجرت توقیف خونو ته خپور شي او ښايي ډیری کډوال او پناه غوښتونکي پرې اخته شي ځکه دوی ټول سره یوځای اوسیږي. د عیسی په نوم یو پناه غوښتونکی چې دا مهال د استرالیا په (ویلا ووډ) مهاجرت توقیف خونه کې له ۴۰۰ نورو پناه غوښتونکو سره یوځای بندي دی، پدې مرکه کې ویلي چې د کرونا وایرس د چټک خپریدو له کبله دوی ټول ویریدلي او د

05.04.2020 خوشحال صافی

د کرونا وایرس د خپریدو له امله استرالیا کې یونیم میلیون بهرني کارګران بې کاره شوي

استرالیا کې نږدې ۱.۶ میلیونه د موقتي ویزو لرونکي بهرنیان د کرونا وایرس د رامنځته شوو محدودیتونو له امله بې کاره شوي او پدې اقتصادي بحران کې سخت ځپل شوي. ډیری دغه بهرنیان چې استرالیا کې کوچني پرچون تجارتونه لري او یا په میلمه پالنې صنعت کې لکه هوټلونو او رستورانتونو کې کار کوي دا مهال له ترټولو زیات په روان وضعیت کې زیانمن شوي. دغه هیواد کې یوازې له ۶۰۰ زرو زیات د نیوزیلین

05.04.2020 خوشحال صافی

په تونل کې رڼا ښکاري

که اسمان دې د زمري په خوله کې ورکا د زمري په خوله کې مه پریږده همت خوشال بابا د روان عیسوی کال د فبرورۍ په ۲۹ مه، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړونلیک او بلخوا د ۱۳۹۸ کال په ټاکنو کې د ولسمشر غني بریا دوه داسې پېښې دي چې په اړه یې یو شمېر رسنوال او لیکوالان د بدګمانۍ، منفي پالنې( Negativism)، بدبینۍ او د توطيې تیوري له دریځه چلند کوي. همدارنګه د ټاکنو له پایلو څخه د عبدالله او د هغه د ډلې د «نه منم» شیطاني دریځ او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په تړونلیک کې په تېره بیا

30.03.2020 سرلوڅ مرادزی

د غني قاطعیت او د قطر سناریو

په اوسني حساس حالت کې اړینه وه او ده چې د افغانستان اولسمشر محمد اشرف غني د کورنیو او بهرنیو ستونزو او مسایلو ( د هغه له جملې د قطر موافقو، بین الافغانی خبرو ) په وړاندې د اساسي قانون سره سم غوڅ چلند غوره او په دې ډول د هیواد د دفاع په مورچل کې و دریږي. په لومړیو کې دا اړینه وه چې د قطر د مذاکراتو ته یې ژور پام کړی او دا حالت یې په دقیقه توګه څارلی او په دې هکله یې د یو مستقل هیواد په توګه چلند کړی وای. دا چې په قطر کې د افغانستان د پاره یوه سناریو د کابل په نشتون کې رامنځته شوه او او

29.03.2020 احمدجان تڼی

د استرالیا حکومت خپل سرحدونه د نړۍ د ټولو هیوادونو پرمخ وتړل

د استرالیا حکومت پریکړه کړې چې د کرونا ویروس د چټک خپریدو له امله او دغې وبا سره د مبارزې په خاطر د خپل هیواد سرحدونه د نړۍ د ټولو هیوادونو په وړاندې تړي او پرته له استرالیايي وګړو به بل هیچاته اجازه نه ورکوي ترڅو استرالیا ته داخل شي. د اسټراليا ملي کابينې همداشان پريکړه کړې چې لدې وروسته له بهر څخه هر راغلی اسټراليايي به په هوټلونو کې د ۱۴ ورځو لپاره جبري قرنطين کوي. دا

29.03.2020 خوشحال صافی

د آسټرالیا حکومت د تامیل مهاجرې کورنۍ بندي ساتلو ته دوام ورکوي

د استرالیا حکومت لا هم د هغه تامیل کورنۍ بندي ساتلو ته دوام ورکوي چې دوه نیم کاله مخکې یې د دغه هیواد په کوینزلینډ ایالت کې وینول او د مهاجرت او سرحد ساتنې پالیسۍ په اساس یې د غیرقانوني مهاجرین په توګه توقیف خونې ته واستول ترڅو له هیواده یې بهر کړي.

29.03.2020 خوشحال صافی

سقاوي لیدتوګه

په ټوله کې افغان حکومت او افغانانو سره د عبدالله عبدالله او د هغه د ډلې اختلاف، په حکومت کې د چوکۍ په سر نه دی، بلکې اختلاف په هغه لیدتوګه(د تفکرطرز) او تګلار کې پروت دی چې دا ډله يي هېواد کې د نظام، ملي هویت، تاریخ، ملي ارزښتونو، اساسي قانون، مدنیت او پرمختګ په اړه لري. که خبره یوازې په چوکۍ کې وای، د نوییمې لسیزې وروسته چې هلته حکومت او ټول واک د برهان الدین رباني ډلې، اسلامي جمعیت او نظارشورا سره وو او د بن تر کنفرانس وروسته دوه لسیزې نور هم تر نن پورې د حکومت کلیدي چوکۍ او واک دې ډلې

28.03.2020 سرلوڅ مرادزی

د سولې لپاره مرکچي پلاوی او د افغانانو اندېښنې

دا چې سوله د الله پاک امر دۍ پدې کې هېڅ شک نشته ځکه یادونه یې په سپېڅلي کتاب یعنې قران کریم کې شوېده او پدې کې هم شک نشته چې یوې ریښتینې او تلپاته سولې ته هرافغان نر او ښځه د زړه له تله لېواله دي او همدغه یې کېدای شي یو د ژوند د لویو هیلو او غوښتنو نه وي. دا ټول ځکه چې سوله ژوند دې، سوله خوښي ده، سوله د افغانانو د وینو تویلو ته د پای ټکې دۍ، او سوله د ګران هېواد ښکلا ده. لکه مخکې مو چې یادونه وکړه یوې ریښتنیې او تلپاته سولې ته ټول افغانان ژمن دی او غواړي یې، خو ځینې شته چې هغوی بیا سوله نه غو

28.03.2020 اسماعیل صمیم

عبداالله د ننواتو په درشل کې

عاقل نکند کاری، که بار ارد پشیمانی! وايي یو سړي خوب لېدلی وو چې بخت يي د سپینو زرو په خزانه ورپېښ کړی وو، خو سړی شله وو چې نه، سپین زره نه اخلم بلکې سره زر غواړم. دې وخت کې ویښ شوی، ګوري چې نه سپین زر شته او نه سره زر. ځان سره يي ویلي چې همغه سپین زر مې پکار دي، خو وخت له وخته تېر وو! په عبدالله عبدالله هم همغه ټوکه وشوه، ولسمشر غني ورته ویلي ول چې له بېځایه لجاجت او «نه منم» تېر شه، د سولې د شورا مشري ومنه او د ډلې«بانډ» غړو ته به دې هم حکومت کې پستونه ورکړم او په یوه حکومت کې به سره

26.03.2020 سرلوڅ مرادزی

سوله جنګي خدعه نه، بلکې ديني فريضه وګڼئ

سوله زموږ ملي او حياتي اړتیا ده او د همدغې اړتيا ترلاسه کول باید په ملي او افغاني روحیه وڅيړل شي. تلپاتې او اغيزمنه سوله هغه وخت راتلای شي چې د قضیې ټول جنګي، ملي او سياسي اړخونه پکې رغنده رول ولوبوي. د هيواد د هرې برخې د پرګنو ګټې پکې د ورورولي او انصاف پر بنسټ خوندي پاتې شوې وي. له بده مرغه داسې ښکاري چې حکومت او طالبان هڅه کوي چې سوله د يوې محاربوي خدعې په توګه د خپلو ګټو پر محور راوڅرخوي؛ ځکه خو په زغرده ويلای شو چې نه حکومتي او نه هم د طالبانو مذاکراتي ټيم په بشپړه توګه د ملت استازيتوب ک

26.03.2020 عبدالوحید وحید

دین که انسانیت؟

انسانیت او نېک اخلاق د بشري ژوندانه له ضروریاتو څخه دي او پرته له دې به په بشري ټولنه کې ژوند له ستونزو ډک وي او شونې ده چې پرته له اخلاقو په ټولنه کې ژوند ناشونی او بې اخلاقي د ټولنې جرړې وباسي. په دې اساس هیڅوک د هغه اړتیا نه شي نفي کولای او حتی هغه کسان چې له دین سره په مقابل کې دي هم پر دې اند دي چې اخلاق باید شتون ولري او د انسانیت چیغې وهي. په دې ځای کې باید څو ټکو ته پاملرنه وشي: ۱-دینداري له نېکو اخلاقو سره په ټکر کې نه ده، بلکې واقعي دیندار خامخا د نېکو اخلاقو لرونکی دی،

26.03.2020 محمد سرور نیاومن

سپینه کودتا!

د امریکا بهرنیو چارو وزیر پمپیو د روان عیسوي کال په ۲۳ مه، په نارسمي او بیړني سفر کابل ته لاړ او هلته يي د ولسمشر اشرف غني او پخواني اجراییه رییس عبدالله سره تر کتني او خبرو اترو وروسته، په یوه خپره شوې اعلامیه کې د دوی تر منځ اختلاف چې اعلامیه کې په سیاسي شخړه یادشوی ،«غیرمسولانه» بللی او هغه يي د امریکا ګټو ته مستقیم ګواښ ګڼلی دی. په دې اعلامیه کې ولسمشر غني چې د ۱۳۹۸ کال ټاکنې يي ګټلې او د رایو ۵۰٪۶۴ يي وړې او عبدالله عبدالله چې ټاکنې يي بایللي او ۳۹٪۵۲ رايي په برخه شوی، یوشان «غیر مسو

25.03.2020 سرلوڅ مرادزی

افغان ملت نور جګړه نه غواړي

افغان ولس کوښښ کوي چې له روانې جګړې څخه په خپله خاوره او کورنۍ کې ځان خلاص کړي او غواړي خپل کار او شته بحراني سياستونه په ښه توګه مخ په وړاندې بوزي ولې جګړه مارې ډلې د دې چانس په لاس نه ورکوي چې دغه پرمختګ دې په ښه توګه مخ په وړاندې لاړ شي ځکه چې د دې برياليتوب په رامنځ ته کولو سره څرګنده خبره ده د دې خلکو ګټې البته د جنګياليو له خطر سره مخ کېږي نو همدغه علت دی چې په ملک کې سياسي چارواکو اور بل کړی او خپلې ګټې يې په نتيجه کې خوندي کړې دي او افغان ملت يې په لوی سيند لاهو کړی دی. له کوم وخت

24.03.2020 اېمل افغان

قرنطین یا Quarantine

در ین روز های که وایرس( ) در عده ی زیادی از کشور ها شایع شد، تعدادی زیادی از کشور ها دست به اقدامات احتیاطی برده و از آن جمله به قرنطین پرداختند واصطلاح قرنتین زیا شنیده میشد، یکتعداد هموطنان ما درمورد این اصطلاح در تشویش اند و معنای آن را نمیدانند، از همین رو آن را با اشکال مختلف قیاس مینمایند. یکعده فکر می کنند شاید این یک عمل مجازاتی، یا اقدام زندانی ساختن ویا عمل توهین آمیز باشد، غافل از آنکه این فقط یک تدبیر احتیاطی است که در آن هیچ نوع اهانت و یا اقدام به زندانی ساختن نیست ونه هم منشای

23.03.2020 پوهاند محمد بشیر دودیال

نا لیدلی کرونا او د ځواکمنو بی وسي!

نژدی سل ورځې وړاندی، د کرونا په نوم یو نا لیدلي، چالاکه او بی رحمه دښمن، د چين په ووهان کې سر را پورته کړ. د همالیا له دنګو څوکو را واوښت او تورې افریقا ته یی پرته له کومې دمې سر ورښکاره کړ. خو هلته هم تم نشو، د رومن امپراطورۍ جارغالی (ایټالیا) یې سخت وځپلو، د غرناطې، قرطبې او مدرید کوڅې یی تر شا خالي پریښودې او د اقیانوس د پراخه سمندر د پاسه یی ځان د امریکا پخو مورچلو ته ورسولو. زه (ملکزی) ډاکټر نه یم چې ددی تور ښامار د ‌درمل او مخنیوي په باره کې څه ووایم. ځینی خلک دی شیشکې بلا ته د کرونا وا

22.03.2020 ولي الله ملکزی

کرونا ویروس: استرالیا کې د بېړني وضیعت قانون پلي شو

د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن لخوا اسټراليا کې د بايو سکيوريټي تر نامه لاندې بيړنۍ حالت اعلان شو کوم چې حکومت ته واک ورکوي ترڅو د کرونا کنټرول لپاره له بيلابيلو لارو کار واخلي. اسټراليا کې  دا مهال پر کرونا وايروس د مبتلا کسانو شمير ۵۶۵ تنو ته ورسيد، يواځې د اسټراليا د نيو ساوت ويلز ايالت کې ۳۰۷ کسان پر کرونا مبتلا شوي. د دې ناروغۍ د خپریدو له امله د اسټراليا حکومت ته

22.03.2020 خوشحال صافی

په جنوب ختیځه آسیا کې د چین پرمختګونه ـ د استرالیا او هند اندیښنې

لس کاله دمخه دا ناشونې وه چې دا انګېرنه شوې وای چې د استرالیا او هند حکومتونه به خپله ګډه همکاري له اقتصادي راکړې ورکړې سربیره په نظامي چارو کې هم پراخه کړي. خو د چین ګړندي پرمختګونو او په ځانګړي ډول په جنوب ختیځه آسیا کې یې مخ په زیاتیدونکي نظامي نفوذ دا دوه هیوادونو اړ ایستي چې دې برخه کې د پام وړ بریا ترلاسه کړي او له یو بل سره د اقتصادي همکارۍ سربیره په نظامي برخه کې هم خپلې هڅې ګړندۍ کړي. په تیرو لسو کلونو کې په

22.03.2020 خوشحال صافی

بې شموله او ټولشموله شعار

سیاست مخ او څټ نه لری! خو په افغانستان کې هرڅه لری یو ښکرنه لری هغه په دې مانا چې په دوه سری دملی وحدت حکومت په سیاست کې دجان کری په زورټاکل شوی اماتور پخوانی اجرایه ریس اودلا اودلا ډنډورې لا دوام لری اومرور شوی چیغی دی او نارې ، ګواښ دی او ځواک پک مې لیدلی وه خو نه ماغزه وتلی ! عبالله عبالله باید دا ومنی چې سوله دملت حق دی ،دعدالت برکت او دعلم فضیلت.سوله کې انحصار نشته داظهاراتو سمون ور سره خوندی کیږی وایې‎ چې یوخل دقریشود دو قبیلو ترمنخ اخ اوډب شو ابو سفیان خبر شو اوهغو ته لاړباکفایته م

21.03.2020 ع شریف زاد

تا که دیر نشده، باید به خود امد!

حوادث روزهای اخیر باید آنهای را متوجه و به خود آورد که نمیگذارند کشتی توفان زده کشور از تلاطم هیبتناک به ساحل برسد. آنهایکه در قصرهای غرب کابل، منازل لُکس و محاط به سیم خاردار وزیراکبرخان، هوتل های مسکو و اسلام آباد با هم جمع میشوند، به نامهای (سیاسیون) وغیره هنوز هم اشتیاق زراندوزی هرچه بیشتر، تجمل پرستی و فساد را در سر دارند؛ آنان شایستگی، توانایی و لیاقت رهبریت کشور راندارند. کشوری مانند افغانستان وملت نجیب و باهمت، ولی زجر دیده ی چون مردم باعزت ما ضرورت به چنان زعامت و حکومتی دارد، که شای

21.03.2020 دودیال

د امريکا د ونډو بازارغورځیدلی؛ پړه يې پر چا ده؟ ‎

‎د امريکا د ونډو بازارغورځیدلی؛ پړه يې پر چا ده؟ ‎د ناول کورونا ویروس د خپرېدو له امله د نړۍ په لر او بر کې اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي او د ونډو پر بازار يې هم سيوری غوړلی دی. ‎په دې وروستيو ورځو کې د امريکا د ونډو بازار بې کچې ډېرغورځېدلی او د اسهامو بازار شاخصونه يې د مارچ له ۹مې نېټې څخه تر ۱۸ مې نېتې پورې څلور ځله له ټاکلې اندازې څخه ټيټ شوي دي. ‎د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله ټويټرپاڼه کې وويل ،هغه ويروس چې له چين څخه راغلی، د امريکا پر اقتصاد يې منفي اغېزه کړې ده. ‎په

21.03.2020 د چین میډیا ګروپ خبریاله هیله

عبدالله به د ټاکنو پایلې مني، بله لار نه لري

ځیني افغان شنونکي په دې اند دي چې دوستم، محقق، کریم خلیلي، فضل احمد معنوي او د دې ډلې څو نور کسان عبدالله لمسوي چې د ټاکنو د پایلو له منلو انکار ته ادامه ورکړي او د دوی په باور، ښای له دې لارې به د ولسمشر غني په مشرۍ دولت ساز ټیم چې ټاکنې يي ګټلي، اړباسي چې له اساسي قانون او د ټاکنو له اصولو او قوانینو وراخوا د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو په شان دوه سره حکومت چې نوم به یي د «ملي یووالي حکومت» پر ځای «ټولشموله دولت» او په پلي کولو کې به يي خلیلزاد د جان کیري رول لوبوي، ومني. ځیني نور افغان څېړونکي وا

21.03.2020 سرلوڅ مرادزی

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more