دیو ویشتمې پېړۍ په پیل کې نړیوالې ټولنې دبن ککړې هوکړه لیک کې افغانستان پېژنده اوکنه؟او له هغه وروسته یی له یاده ووېست دیو نا ما بې کفایته استازی او په ملګرو ملتو کې دافغانستان دایمی استازو مسولیت څه وه ؟دغه میزوب ، بې کفایته میرزاقلم او س استعفا ء ور کوی دملګرو ملتو سازمان په آرشیف کې دافغانستان ولس په هکله څه شته؟ اصلا نړیوالې ټولنې لاسونه رابډوهلی چې دافغانستان بشری فاجعه په سیمه ایزه ناوړین بدلی کړی تاسې ښه متوجه شی چې دوی دڅه دول غچ په لته کې دی؟ ملګری ملتو نه دافغانستان غړیتوب څنګه دنورو هېوادونو ترڅنګ څه ډول تعریف کوی؟ نړیواله ټولنې هم شرم او حیاء خرڅه کړې ده !
ښکاری چې نړیواله ټولنه په کلماتو له مظلوم ،شهید، یوازینی افغانستان سره د بشری فاجعی تر نوم لاندې لوبې کوی .تل دا وایې چې موږ افغانستان یوازې نه پرېږدو اوولس سره مرسته کوو خو داڅه ډول بشر دوستانه مرستې دی چې رسېدلی نشی. دښځو حقوقو په نوم داعیه یې په هرځای او هر محفل کې دخبرو اترو مبدا ګرځولې ده . په نړۍ کې دکوم هېواد ښخې حقوق لری چې موږ یې نه لرو؟ښځې زموږ خو حقوق یې دوی راتثبیتوی نړیواله په ډېر جاهلانه استعماری او استکباری عادت او خصمانه رویه کې د نامعلوموبشردوستانه مرستو ته دتحریم او توطیو بڼه ورکوی او هغه داچې طالبان په رسمیت نه پېژنو خوولس ته مرسته ورکوو.دا څه مانا لری اوڅه دول فرهنګ دی؟ږیره دما او واک یې دملا! او څنګه امکان لری؟ زموږ فرهنګ ،ایمان او عقیده دانه منی او نه دلته دادول فرهنګ خای لری . موږ دمنت خواړه نه خورو. که چېرې دملګرو ملتو نو دارو پا، امریکاء،روس او نورې نړۍ طالبا ن نه خوښیږی نو بیا دنیاز مندوخلکو ګناه څه ده؟د نړیوالې ټولنې لپاره ستره ګناه اوجرم دی چې دافغا نستان اقتصادی کړکېچ ته دبشر دوستانه له کړکۍ څخه نه ګوری.نړیواله تولنه اصلا افغانستان دپلمو اوبهانو له لارې انزوا لوری ته ټیل وهی. موږ دهمدې متمدنې نړۍ او ملګری ملتو دایمی غړی یو . اسلامی نړۍ او دسیمی هېوادونه ګونګ او ړانده دی اوس له دغه تعامل داسې معلومیږی چې نړیواله ټولنه نه غواړی چې افغانستان داقتصادی کړکېچ څخه راووځی. دافغانستان وچ کالی، کرونا ناروغی، سوء تغذی او هراړخیزه جنجالون او له دې اوچته درژیم بدلون ، د پخوانی فاسد افراطی نړیوال سیستم هغه لا ملونه چې سل په سلو کې بشردوستانه مرستو ته ضرورت لری. طالبانو ته په کاردی چې بېړنی، جدی او عملی ګامونه واخلی.افغانستان که رښتیا! نړیواله ټولنې ته ارزښت لری « دپاڼ او پړانګ لوبه دې نه ورسره کوی .» نړیوالی تولنې ته نړیوال حیثیت په کار دی. دغه حیثیت څو ابعاده لری . دافغانستان مسلمان او مېړنی ولس دې په دې ،خاینو،مرتجعو، فاسدو، انسان وژونکو او مکارو باور نه کوی.کرزی له اسوشیتید پرس ورځپاڼې سره دطالبانو حاکمیت له سوال لاندې راولی او یاد خپلو خبرو په طریقه نه پوهیږی دپخوانی انتصابی سناتور زوی فکر کوی چې افغان ولس کوڼ او ړوند دی دی وایی طالبان ما کابل ته راوبلل او ددفاع او کورنیو چارو وزیرانو ته مې زنګ وواهه حتی دپولیسو امنیه قومندا هم تښتېدلی وو اوس دی له یوې خو ادومره ځان مهم کړی چې له طالبانو هم دده اغېز لوړ دی خو له بل لوری یې دغنی سره بستره یو خای اچولې وه او دریم فکتور نړیواله تولنه هم دتول شموله اود ښځو دحقوقو په نوم خوښه ساتی او غنی دبل کفن کش په څېر غندی . کرزی ، امرخیل لافوک ، زاخیلوال اپور تونیست سخت دڅوکی او مقام تږی دی . دې مکارو سره محاسبه په کار ده دا دربانی به څېر دعفوې حق نه لری . دلته یو شمر نور نړیوال اصول هم شته چې بحث ور باندې وشی خو روزی رسان الله ج دې انشاء الله یو شی به سبب شی چې دغه مظلو م ولس چو هی هی ګرګان له چیغو نجات ومومی.