د افغانستان قسم خوړلي داخلي او خارجي دوښمنانو زموږ د ټولنې اساسي جوړښت درک کړئ دئ چې په اسلام او افغاني ملي ارزښتونو ولاړ دئ. دوی پوهيږي تر څو پورې چې زموږ دا دوه ستنې ( ديني -ملي ) محکمې ، استوارې او پخې وي د دوی هېڅ شوم پلان به پياده نه شي . همدا وجهه ده چې د دوی د حملو ، تجاوز او دسيسو تمرکز په‌ډې کې دئ ، چې په څه شان د افغاني ټولنې دا دوې اساسي ستنې ضعيفې او د تخريب او نړولو د پاره يې زمينه برابره کړي .
بهرنيو دوښمنانو د افغاني ټولنې د اساسي جوړښتي ستنو ( ديني عقيده -ايمان او ملي ارزښتونه ) د تخريب د پاره مستقيم نظامي تجاوزونو هم وکړل او دا ملک يې اشغال کړ ، خو د ديني -ملي ارزښتونو په تخريب او نړولو کې نه يوازې ناکام شول ، بلکې سخته شرمناکه ماتې يې وخوړله .
شل کاله اشغال ، قتلعام ، بمباردونو ، چاپو ، زنداني کولو ، تعذيب ، تهديد او تنطيم شوي بين المللی ترور زموږ د عظيم ملت ديني عقيدې او ملي ارزښتونو او مقدساتو ته د مينې او تعهد فطري طبيعت ته يې تغير ورنه کړائ شو ، بلکې نور هم تقويه شول ، متحد شول او د فولادو په شان ابديده شول او د استعمارګرانو ارمانونه يې په خاورو بدل کړل .
استعماري قوتونه او اشغالګر د خپلې تاريخي ماتې د تلافي کولو او خپلو استعماري -استثماري مدونه اجندا ( د ملتونو ديني -ملي ارزښتونه له منځه وړل او د معنويت نه خلع سلاح کولو ) د‌عملي کولو د پاره اوس بله لاره نيولې ده او هغه د نامرئي او د افغانستان د داخلي هغو مزدورو ، خايينو کړيو او عناصرو چې دوی په دا شل کاله‌ کې پرې سرمايه ګذاري کړې وه په وسيله د مزاحمت ، آشوب ، غوغا او بې ثباتۍ جوړول، د د ديني -ملي حاکميت بد نامول او ضعيف کول دي .
دوی هغه عناصر او حلقې چې تش په نوم افغانان دي ،خو ذهن يې غلامانه ، د ديني -ملي ارزښتونو نه خالي دي او د شر -فساد په جوړولو خپل ناولی ژوند تيروي استخداموي ، لمسوي او د ضد ديني -ملي عملونو د پاره ئې تشويق او تنظيموي څو خپل شيطاني مداخلات د همدې جنايتکارانو او ملي خايينانو تر پوښښ او نامه لاندې په‌مخ بوزي او د افغانستان ديني -ملي ارزښتونه تر حملو لاندې راولي . کله د قومي -مذهبي -ژبنيز -سمتي تعصبي اور د بلولو کوښښ کوي او کله بيا د نامنهاده مدني ټولنو او د بشر دحقوقو او په خاصه توګه د ښځو د حقوقو او ازادۍ د دفاع تر عنوان لاندې خپل لاسپوڅي هڅوي ، څو د متحد افغانستان او واحد زعامت د پاره خنډونه جوړ کړي او په يو لړ شريرو اقداماتو سره د دولت او ملت حساسيتونه را وپاروي . جرم او جنايت سازماني او تنظيمي کړي .

داسې ټولنه په ټوله نړۍ کې نشته چې جرم ، جنايت ، فساد او د نافذه قانون خلافرفتاري په کې نه وي . په هغه ټولنو کې چې د قانون اجرا جدي او دقانون مجريان خپله په فساد ککړ نه وي د جرمونو کچه نست هغو ټولنو ته چې اوليايې امور يا خپله فاسد او يا غافل وي کمه ده .
لاکن کله چې جرم تنظيمي او سازماني شي ، بيا خطر او تاوان ئې د ټولنې د پاره مهلک او مصيبت باره دئ.

ټولنه د نارينه وو او ښځينه وو نه تشکيل شوې ده ، همدا وجهه ده چې د ټولنې په خير -شر ، صلاح - جنجال ، ګټه -تاوان ، نيکۍ - بدۍ ، عزت -ذلت او جرم او جنايت کې دواړه وڼده لري او دټولنې د برخليک او عواقبو مسؤليت يې مشترکاا په غاړه دئ .
د ټولنې د امورو د مخته بېولو او مديريت د پاره خصوصاا د قانون د تطبيق د پاره په ټولنه کې لکه څومره چې نارينه وو کار کوونکو ، مديرانو او متخصصينو ته ضرورت دئ ، په همغه اندازه ښځينه وو ته هم اړتيا ده .
زموږ د ټولنې د جوړښت اساسی ستنې چې ديني -ملي ارزښتونه دي ، نو طبعاا د موږ د دولت اجراييه ، مقننه او قضائيه قوې او اراکين به ئې ددې ارزښتونو (ديني -ملي ) په چوکاټ کې مسلمان ملت ته خپل خدمت وړاندې کوي او ددې د پاره چې دا خدمات په ښه او مناسب ډول سرته ورسيږي د دولت په ټولو اورګانونو کې د متخصصو کدرونو او ماهرانو ( ښځينه او نارينه ) موجوديت ته اشد ضرورت دئ او د ملک د سالمې ادارې او مديريت د پاره حياتي ارزښت لري .

ښځه او نر دواړه انسانان دي. يوازې د بيولوژيکي او فزيولوژيکي جوړښت له مخې يو دبل سره توپير لري . نور خو دواړه د الله پاک د نعمتونو نه لکه زده کړه ، تحقيق کول ، تفکر ، ابتکار او اختراع کولو نه برخورداره‌ دي .دواړو ته الله پاک استعدادونه ، کاري ظرفيت او وړتياوې ورکړې دي ، چې په علمي ، تعليمي ، سياسي ، اقتصادي او ثقافتي برخو کې بايد ترې استفاده وشي او صرفنظر د جنسيت نه ور نه کار واخستل شي .

مخکې مو په ټولنه کې د جرم ، جنايت او د نافذه قوانينو نه د سرغړونې خبره وکړه او دا مو هم ذکر کړل چې جرم او د قانون نه سرغړونه يوه جنسيتي معضله نه ده ، بلکې يو ټولنيز مشکل دئ ، چې ورسره بايد مبارزه وشي .
زموږ په ټولنه کې د نارينه مجرم د نيولو ، تحقيق ، محاکمې او مجازات ستونزه نشته او کافي اندازه کدرونه ،متخصصين او اراکين ددې کار دکولو د پاره شته او مصروف د کار دي . خو د زنانه مجرمينو او متخلفينو تعقيب ، نيول ، تحقيق او محاکمه کول به څوک کوي ؟
د همدې تشې نه د افغانستان دوښمنان سؤ استفاده کوي او د نوي شر - فساد او تنظيم سوي جرم د کوکلو د پاره ورنه کار اخلي او لمسوي يې .
د يوه لوري نه نارينه ته اجازه نشته ، چې د ښځينه مجرمينو سره فزيکي تماس او برخورد وکړي . ځکه دا نه اسلامي قوانين اجازه ور کوي او نه زموږ ملي ارزښتونه .نو د ښځينه مجرمينو مخه به څوک نيسي ؟
نارينه پوليس ، څارنوال ، مستنطق او قاضي ته اجازه نشته او ښځينه وجود نه لري .
دا ستونزه به څه شان حل کيږي ؟
يوازينی لاره د حل يې په امنيتي سکتور کې د ښځو پوليسو ، څارنوالانو ، مستنطقينو او قاضيانو شاملول دي ، د هغوی تربيه‌کول او د تخصصي وړتيا د لوړوالي د پاره عاجل او جدي اقدامات دي .
د ااا د راتګ نه څو وارې په کابل کې ځينې ښځې واټونو ته د خپلو بادارانو په دستور راووتلې او د دولت ضد شعارونه ورکول . حتا دومره سپين سترګې او بې حيا شوې ، چې د ديني -ملي ارزښتونو په ضد يې اقدامات وکړل .که څه هم د پرديو په وسيله ددې جوړو شويو متحرکو لوځکو شمير د ګوتو په شمېر وو ، خو په جهاني مېډيا کې دومره وسيع تبليغ او انعکاس ورکړل شو ، چې انسان فکر کوي په ټوله دونيا کې يوازې همدا مهمه واقعه ده چې جهانیان بايد ترې خبر او حل شي ، نور هر څه سم او خير وخيرت دئ .
لاکن زموږ نارينه پوليسو او امنيتي قواوو رډ رډ ورته کتل او د لسو پنځلس شريرو په ميدان ولاړو مجرمينو د تنظيم شوي جرم د مخنيوي دپاره بېوسه او بې اقدامه وو ، ځکه نه شرعي قانون او نه افغاني دود د هغوی د نيولو او تحقيق اجازه ورکوله . هغوی هم ددې کمبوديا نه سؤاستفاده وکړه او خپله شيطاني وظيفه چې ورکړل شوې وه اجراکړه او خپل هدف يې د هېواد په دې حساسو ، ترينګليو او د ستونزو ډک حالت کې د ديوې بلې غوغا او آشوب جوړول وو سرته ورساوه او د جهاني شیطانی مېډيا د پاره يې د خوشند وهلو او منفي تبليغاتو زمينه برابره کړه .
که موږ ښځينه پوليسي او څارنوالانې در لودلئ دا شان رسوايي او بېشرمي به نه تکرار کېدله او په اول وار بهه قانوني چلند د ښځينه پوليسو او څارنوالانو له لوري ور سره شوئ و او د پرديو ددې شان توطيو مخه به د تل د پاره نيول شوې وه .

نو ددې د پاره چې نور د داسې تنظيم شويو او پلان شويو جرمونو او د هغې نه د راولاړ شوي شر او فساد نه ټولنه په امن کې پاته شي ، بايد د ااا د ښځو ونډه چې د ټولنې تر نيمايي زياته برخه تشکيلوي د ملک په ټولو اداري ، توليدي ، تعليمي ، امنيتي او ثقافتي ساحو کې فعاله ، تشويق ،تقويه او عملي کړي . تر څو ټولنه په سمه او معقوله توګه خپل مسير د ثبات ، ترقۍ او رفاه په لور تعقيب او د تنظيم شوي جنايت ، مزاحمت او تشنج نه ټولنه نجات پيدا کړي .

#د ابادۍ او خدمت جهاد