روانې چارې او بېلابېل
د نړۍ د کډوالو ناورین
د نړیوالې سولې او ثبات تر نامه لاندې د ۲۰۱۹ کال راپور وايي، نړۍ اوسمهال د تیرو لسیزو په پرتله له هر وخته لږه سوله ییزه ده او له همدې امله میلیونونه وګړي مهاجرت ته اړ شوي. دغه راپور وایي، په نړې کې روانې شخړې په ګن شمیر هیوادونو کې د تاوتریخوالي او ځورونو د زیاتوالو اصلي لامل دي، چې له امله یې په میلیونونو خلک له خپلو کورونو او سیمو بې ځایه شوي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خوندیتوب په لټه لالهانده ګرځي. راپور لیکي، سوله د نړۍ په ډیرو سیمو کې خرابه شوې او یا هم د خرابیدو په حالت کې
استرالیا او اندونیزیا د سمندري امنیتي ګواښونو په وړاندې ګډ کار کوي
د اندونیزیا او اسټرالیا مشرانو د یکشنبې په ورځ د دواړو هیوادونو ترمنځ د ازاد تجارت او نږدې بحري همکاریو ژمنه وکړه. دواړو خواوو همداشان د آرام سمندر د سیمې له هیوادونو غوښتنه وکړه چې د سیالۍ او دعوې لاندې بحري سیمو کې د نړیوال قانون مراعتولو ته ژمن واوسي. د استرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن او د اندونیزیا ولسمشر (جوکو ویدودو) د اړینو معلوماتو د شریکولو د یوې توافقنامې په لاسلیک کولو سره په سیمه کې د سمندري او سرحدي امنیتي ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره خپل دوه اړخيزه ژمنې بیا تایید کړې
د هېواد سترې محکمې قاضي القضات ښاغلى سيد يوسف حليم صاحب !
د هېواد سترې محکمې قاضي القضات ښاغلى سيد يوسف حليم صاحب ! سلامونه او درنښت مو ومنه د پښتوژبې يو مبارز په توگه تاسې لوړ حضور ته غوښتونکى (عارض) شوم ،دسترې محکمې فيسبوک پاڼه او ويب پاڼه کې پښتوژبه نه شته ، دهېواد اساسي قانون د شپاړلسمې مادې له مخې پښتو او دري د افغانستان رسمي ژبې دي او ستاسو د مشرۍ(قيادت) لاندې چارواکي داساسي قانون داماده نه پاى کوي دهېواد پېښليک (تاريخ) به سبا ستاسې په اړه څه نياوه (انصاف) يا قضاوت کوي نن چې د
عجب و رجب
سخنان سخیف سید انور سادات در ولسی جرگه را
هواعالم (نورستانۍ) دې ولولي!
څرګنده خبره ده د هر کور، کلي، ولسوالۍ، ولايت او د پاچاهۍ لپاره د ټولټاکنو او له نورو لارو يو مشر ټاکل کېږي، ترڅو خپل کار په منظم ډول د خپلو تر لاس لاندې کسانو په وسيله د ملت لپاره مخ په وړاندې بوزي او موږ هم په دې ځای کې غواړو د ښو او بدو مشرانو، پياوړو او کمزورو مشرانو، هېوادپالو او هېواد پلورنکو مشرانو، خپلواکو او غلامو مشرانو په اړه بحث او رڼا واچو، ترڅو هېوادوال په دې خبره پوه شي، چې موږ هم مشران لرو او کولای شي ستونزې راته هوارې کړي. څرنګه چې د ليکنې له سرليک څخه په ډاګه کېږي، ولې
قرباني که ګناهګار اولس؟ مسؤل څوک دي ؟
په افغانستان کې دهری خطا ،ګناه ، جنايت او خيانت نه د انکار او د مسؤليت نه يي د خلاصون آسانه لاره د اشخاصو، ډلو او سازمانونو دپاره داده چې د ملامتيا ګوته بل ته ونيسه او دخپل عمل مسببين نور وښييه . دا ډول هڅې او تلاشونه به په بحران ، اړودوړ او جنګي حالت کې موقتاا د حقايقو د روښانه کېدلو واقعيت ځنډمن کړي ، مګر تاريخ د چا په پلويتوب او ضديت خپل قضاوت نه کوي ، بلکې حقيقت به را ښکاره کيږي او د ګناه کار او بې ګناه تميز به حتمي کيږي . په مېډيايي بحثونو ، مقالو ، تحلیلونو او اظهاراتو کې زم
غنی او اداري فساد په ضد نمایشي او بیکاره کمیسیون
غنی اود اداري فساد په ضد د مبارزې بیکاره کمیسیون محمد اشرف غني د اداري فساد په ضد مبارزه کې د خپلو د سلګونو نمایشي کارونو په ترځ کې اوس غواړي د اداري فساد په وړاندې د مبارزې یو بیکاره کمیسیون را منځته کړي چې د هغه اکثریت غړي به په خپله د اداري فساد او تعصب له مخې ټاکل کیږي او دا کسان به په راتلونکي کې نه یوازې د اداري فساد په ضد مبارزه کې وړ ونډه واخلي بلکې خپله به هم ددې فساد یوه برخه شي. هغه ابتدایی لست چې په دې هکله د ځینو ارګانونو سره شریک شوی دی په ډاګه کوي چې ددې کمیسیون نږد
پردي افراطي دودونه او خپل معيوب مديريت
دولتي اداري باید د محکوم مظلوم او مجبور ولس پر وړاندې همدردانه، خو د زورواکو مفسدينو او غاصبينو په وړاندې قاطعانه دريزونه خپل کړي. مګر دلته خبره معکوسه ده. څوک مصلحتونه، څوک جګړه، څوک د هيواد وران ويجاړ حالت، څوک د پرديو له شرمه ډکه لاسوهنې او څوک هم زمونږ په ټولنيز وجود باندي لګيدلې ويروسي زخمونه بانه کوى او د اداراتو متزلزل او متذبذب دريزونو ته د مشروعیت لارې چارې لټوي. همدا لامل ده چې په ملي کچه د اداري فساد، غصب زورواکي جنګ سالاري او رواني جګړې په وړاندي زمونږ مبارزه د مصلحتونو ښکار
يو ستر سياسي بدلون ته نن اړتيا ده
د دې ملي او ستر سياسي بدلون په مناسبت چې زموږ په ګران هېواد کې به د ټولټاکنو له اعلانېدو وروسته را منځ ته کېږي بيا هم خپل او د خپلو قهرمانو افغانانو د بـې نهايته صميمانه کوښښونو او امنيتي مرستو د وړاندې کولو پر بنسټ چې د افغانستان د ملت په پياوړتيا بنا او دې ستر تاريخي ملي کار ته اقدام وکړ او د افغانستان د راتلونکي ټاکنيز جمهوريت د تاداو تېږه به يوځل بيا ږدي، چې د هېواد ټولو نجيبو او زيار اېستونکو خلکو او په تېره بيا د دې خاورې فدا کار او ځوان ملي پوليس، ملي امنيت او ملي اردو ته
جرمنی پرمختللي هوايي ټکسيان ازمايي
ژباړه: عزت الله ذکي د «اودي» په نوم يوې جرمنۍ کمپنۍ هوايي ټکسيان جوړ کړي، چې ددغه هيواد اينګولشات ښار کې به ترازموينې لاندې ونيول شي. د الوتونکو ټکسيانو دغه پروژه «Pop-Up» نوميږي او د آيربس کمپنۍ په مرسته تطبيقيږي، کوم چې په نړیواله کچه د الوتکو جوړولو يوه لويه کمپنۍ ده. د جرمني ټرانسپورټ وزير «أندرياس شوير» وايي، په ټرانسپورټي برخه کې نويو بدلونونو د هوايي ټکسيانو د پراختيا لپاره زمينه برابره کړې ده. دغه الوتونکي ټکسيان ۱۸ ب
د ځیرکو موبایلونو ډېر استعمال مو یاداښت قوه زيانمنوي
ژباړه: عزت الله ذکي سويس کې يوې نوي طبي څېړنې ښودلې، چې د ځیرکو موبایلونو ډېر استعمال او کارول د تنکيو ځوانانو او ماشومانو په یاداښت قوه زيات منفي اغېز کوي او د دوی د ذهني وړتیاوو د له منځه وړلو سبب کيږي. د سویس یو طبي انسټیټوت د خپلې نوي څېړنې په اساس وايي، چې د ځيرک موبایل وړانګو او فریکوینسيو ته تر یو کال او یاهم زیات وخت په تېرولو سره د انسان ذهن سخت اغېزمن کیږي، چې په پايله کې يې د یاداښت کمزورتیا رامنځ ته کیږي. د ځيرکو موبایلونو او ټکنالوژيکي توکو زيات استعمال او کار
په پاپوا نیوګینیا او نایرو هیوادونو کې د افغانانو په شمول د ګڼو کډوالو ناڅرګنده برخلیک
د استرالیا د سنا مجلس یوې کمیټې د سناتورې جاکي لامبي تر مشرۍ لاندې د کډوالو د درملنې هغه قانون فسخه کړ د کوم له مخې چې د اسټراليا له سمندري توقيف مرکزونو هر يو مانوس او نایرو څخه بيمار کډوال د درملنې په خاطر اسټراليا ته لیږدول کیدل. دا قانون د حکومت له خوښې پرته تير کال له پارلمان او سنا مجلسو څخه د حکومت د سترې ماتې وروسته تصويب شو. د دغه قانون په اساس، استرالیا کې د دوو ډاکټرانو موافقې وروسته یو ناروغه کډوال له مانوس او نایرو څخه اسټراليا ته د درملنې لپاره انتقالیدلی شو، خو اوس د دې
اسټراليايي توقيف مرکزونو کې بندو کډوالو لپاره توره ورځ
اسټراليا کې د کډوالو پلویانو او د حکومت مخالفو ځینو ګوندونو له هغه وروسته تيره ورځ د کډوالو لپاره يوه توره ورځ وبلله، کله چې حکومت د درملنې هغه قانون فسخه کړ د کوم له مخې چې د اسټراليا له سمندري توقيف مرکزونو هر يو مانوس او نایرو څخه بيمار کډوال د درملنې په خاطر اسټراليا ته لیږدول کیدل. دا قانون د حکومت له خوښې پرته تير کال له پارلمان او سنا مجلسو څخه د حکومت د سترې ماتې وروسته تصويب شو. د دغه قانون په اساس، استرالیا کې د دوو ډاکټرانو موافقې وروسته یو ناروغه کډوال له مانوس او نایرو څخ
موقت حکومت، ملي اړتيا پردۍ اجندا که د ځان څوربول؟
ولس له ډير وخت څخه راپدېخوا د هغې نيکمرغه ورځې ليدو ته د انتظار شېبې حسابوي چې زمونږ په هیواد کې سياسي واک ته د رسيدلو لاره يوازې ولس ته د مراجعې پر بنسټ وي، خو متآسفانه چې زمونږ د ډيرى سياستوالو فکري استقامتونه د واک ترلاسه کولو د حرص له امله لاهم د پوخوالي هغې کچې ته نه دي رسېدلي چې د ولسي ارمانونو پوره کولو ته تيار شى. ځينې سياستوال د خپل فطرت له مخې په سياست کې د بريا ترلاسه کولو په موخه په توطیو او دسيسو جوړولو باور لري. دغه ډول خلک ظاهراً د پاکو، سپيڅليو، او غولونکو شعارونو او دري
حکمتیار صاحب، زموږ څه تمه وه! او تا څه وکړل؟
کله چې له حکومت سره ستاسې د پلاویو خبرې روانې
راتلونکی نظام بايد له ځان سره بنيادي اصلاحات و لري
درنو لوستونکو! موږ بايد د خپل هېواد د آبادولو او د خدمت د بېلا بېلو مسؤليتونو په برخه کې تل د يوه داسې هدف په لټه کې و اوسو، چې د افغانستان د ولس او په تېره بيا د مملکت د محرومو طبقو او ځوانانو لپاره د مادي او معنوي ودې يو مثبت او رښتينی چاپېريال او محيط را پيدا کړي، چې ټول و طنوال د هېواد د ودانولو او سر لوړۍ په لار کې يو شان برخه واخلي او د ذمه وارۍ احساس دې په ننني حالت کې وکړي ترڅو له دې موجوده سياسي بحران څخه خلاص شو. وختونه تېر شول او کوښښونه و شول، چې هغه عوامل او خنډونه ورو ورو
نیوزیلنډ ته ښايي د استرالیا د سمندري مهاجرت خونو یو شمیر کډوال یوړل شي
د یوې معاملې له مخې چې ښايي د استرالیا د حکومت او خپلواکې سناتورې جاکي لامبي ترمنځ ترسره شي، احتمال شته چې د استرالیا د سمندري مهاجرت مرکزونو ۱۵۰ کډوال هر کال نیوزیلینډ ته انتقال او هلته میشت کړل شي. د روان کال په فبروري میاشت کې، د آسټرالیا پارلمان د حکومت خلاف د ناروغه کډوالو د طبي لېږد قانون پاس کړ او پکې خپلواکو ډاکټرانو دا صلاحیت ورکړو چې په سمندري توقیف ځایونو کې کډوالو او پناه غوښتونکو ته د طبي دلایلو لپاره آسټرالیا ته د سفر کولو اجازه ورکړي. اوس د سکاټ موريسن حکومت غوا
د استرالیا د مهاجرت ویزو په هکله اندیښنې
کډوالو د استرالیا د مهاجرت نوو ویزو د شرایطو په اړه اندیښنه ښودلې د استرالیا یوې ورځپاڼې لیکلي چې د استرالیا د حکومت لخوا اعلان شوې د مهاجرت نوې ویزې غیرعادلانه دي ځکه دغه ویزې ممکن په دندو او کارونو کې د کډوالو ناوړه ګټه اخیستنې ته لاره هواره کړي. د استرالیا حکومت د تېرې نوومبر میاشت په شپاړسمه خپل هیواد ته د مهارت لرونکو کډوالو د جذبولو په خاطر د سیمه ایز مهاجرت په نوم پنځه نوې ویزې اعلان کړې چې له مخې په دغه هیواد کې د دې ویزو ترلاسه کوونکي کولای شي د یو لړ شرایطو په پوره ک
کاکا مې ( ډاکټر ناکامورا) چاه و واژه؟
راځئ افغان مشرانو، سياستوالو، روڼ اندو، ليکوالو او ژورناليستانو په دې خبره خو حيرانتيا او خپل ځانونه د ژوند تر اخري سلګۍ پورې ملامت وګڼو، چې يو جاپانی ډاکټر له بل هېواد څخه زموږ يوه نامنه افغانستان او بيا په هغه کې مشرقي ته چې څلور ولايتونه ور پورې تړلي او کاکا (ناکا مورا) په ننګرهار ولايت چې په شمار دويشت ولسوالۍ لري او دی د لوی ننګرهار د ګلو په هار ولايت کې د خلکو لپاره په داسې سختو شرايطو کې چې دغه ولايت د داعش، طالب او نورو ترورستي ډلو په اصطلاح د مچيو ځاله ده او دی په کې د
ناکامورا د اتلولۍ نوم
ناکامورا د اتلولۍ نوم ناکامورا د ودانۍ یو نوم شو د ننګرهار د سمسورۍ یو نوم شو د اسکېرلي، ځورېدلي بزګر د نیکمرغۍ او خوشالۍ یو نوم شو د ننګرهارو د بې پوښتنې خلکو د پاملرنې، سورلوړۍ یو نوم شو د وږو تږو په خالي دسترخوان غلو دانو او د ډوډۍ یو نوم شو د شاړو دښتو او مېرو لپاره ناکامورا د اوبخورۍ یو نوم شو د دښتې زړه چې پرچا نه سوځېده همغه زړه اوس د نرمۍ یو نوم شو په جل وهلو او اغزن ډاګو کې د زراعت او مالدارۍ یو نوم
ارواښاد ډاکتر ناکامورا چا او ولې ووژه؟
په یوه سوچه اسلامي ټولنه کې او د داسې ډلې لخوا چې د اسلام او قرآن د ګټلو نارې وهي، د ناکامورا وژل نه یوازې د افغان مظلوم ولس د وژلو او د دې غمځپلي او نېستمن هېواد د پرمختګ د ځپلو په مانا دی، بلکې د ټول بشریت د وژلو او بشري پرمختګ ته د سپکاوي مانا ورکوي۔ د االله اکبر د نارو په بدرګه سره د یوه بې ګنا انسان وژل چې ځان یې د اسلامي ټولنې په جوپړ کې سپینږیری کړی وي، تر دې لوی جرم او جنایت د نړۍ پرمخ نشته۔ له بده مرغه چې د ابوجهل لښکریانو د جهاد په نوم او د تکبیر په نارو سره ډاکتر ناکامورا په حق ورس
د وښو رېبلو ماشین ـ لنډه کیسه
د وښو رېبلو ماشین یوه انګلیسي لنډه کیسه پښتو کوونکی : یوسف هېواددوست مېرمن جونز مېړه نه درلود ، خو دوه ځامن یې لرل.هغوي ستر او غښتلي وول،خو تنبل.هره سه شنبه به ښوونځي ته نه تلل.تل به یې مور ورته ویل : نن له غرمې وروسته د چمن واښه ورېبئ.د هلکانو سره له دې چې دا کار نه خوښېده ،خو تل به یې دا کار ترسره کاوه. یوه ورځ یو چا یوه مجله له دوي څخه یوتن ته ورکړه ،او هغه هم په دې مجله کې د وښو د رېبلو د ماشین یو انځور ولید،د ماشین پر سر پر یوځای یوه مېرمنه ناسته وه.هلک مجله خپل و
پړه هم مونږه او مړه هم مونږه!
زمونږ ډيرى سياستوال په ځانګړې توګه حاکمه ډله د خپلو دفترونو رنګ، روغن، ميز او چوکئ، کوچونه او فرش د کويت، قطر، دوبئ او بحرين د اميرانو په شان، په ديوالو باندې لګيدلي انځورونه د خپل ذوق سره سم لکه د انځوريزې ګالري په شان، دريشي، بوټونه، نيکټايي د مايکل جکسن غونډې، د کاري ميز ترشا ننداره ايز کتابتون د کوم پروفيسور او فيلسوف غونډې، باډي ګاردان د ټرمپ د ګاردانو په شان تورې سترګئ ګوته په ماشه، د موټرانو کتارونه د سعودي د پاچا غوندې او ميک اپ د کومې شهزادګئ غونډې کوي، خو لاهم نه پوهېږي چې هغوى د لو
افغان ملت ته د بيدارۍ پيغام
تاريخ دا خبره څرګنده کړه چې د افغانستان په سياسي لوبه کې په دې ملت تل د ستونزو څپې راغلي او تېرې شوي، اوس هم ورسره افغانان لاس ګرېوان دي او د ازمېښتونو درندې مېچنې پرې وګرځېدې، د زمانو ناکرديو پرې تورونه پورې کړل، د ناوړه جګړې او سرو لمبو ښکار شول، ولې افغان ملت د غلامۍ زنځير په غاړه نه کړ او نه يې کوم استعمار ته په يوې اسانۍ په خپله خاوره کې غاړه کېښوده، خو د دې ټولو نېکمرغيو او بدمرغيو په نتيجه کې ورسره زموږ هېواد د نورو هېوادونو په پرتله يوه پېړۍ وروسته پاتې شو، چې زه يې ټوله پړه لومړی په
افغانستان ته د ولسمشر ټرمپ راتګ څه پیغام درلود
له دولتونو سره د اړیکو د تحلیل، اټکل او سمون په برخه کې کلیدي ملي علمي ادارو ته اړتیا لیدل کیږي. موږ په دې برخه کې د ادارو هیڅ او ډېر لږ متخصصان لرو. زموږ د پوهنتونونو تحقیقي مرکزونه کوای شي چې تر یوه حده دا تشه ډکه کړي. د دې امکان هم شته چې پدې کار سره له پوهنتونونو څخه فارغ شوي کادرونه هیله پیدا کړي چې په ملي نهادونو کې ځای پر ځای او د راتلونکې پیاوړو ادارو بنسټونه کیږدي. خو دا هلته کیدای شي چې زموږ په ښارونو کې له دیوالونو او لوحو څخه د مونوګراف لیکلو هغه ادرسونه ړنګ شي چې ځوانان مو له ابت