په افغانستان کې اوس مهال د سولې لپاره د بل هر وخت په پرتله په لوړه کچه فرصت برابر شوئ دی. په دغو حساسو شيبو کې د تلپاتي سولې په موخه د بين الافغاني خبرو اترو پر وړاندې شرطونه ايښودل، احساساتي خبرې کول، شکونه انديښنې پيدا کول او خنډونه جوړول که د هر لوري له خوا وي، په هېواد کې له سولې سره مخالفت ګڼل کېږي. د طالبانو په شمول په جګړه کې ښکېل ټول لوري بايد ومني چې اوربند او سوله د رب العزت حکم او د خلکو غږ دی او دغه غږ ته بايد د ديني مسئوليت او ملي مجبوريت په چوکاټ کې مثبت غبرګون وښيي. له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو هوکړه د ستاينې وړ ګام دی. پر ټولو سياستوالو غږ کوو چې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو لپاره د هڅو پر ځای، د دغو ځواکونو د عملي وتلو لپاره د شرايطو برابرولو هڅې وکړي. له طالبانو څخه په کلکه غواړو چې لاس ته راغلی فرصت غنيمت وګڼي، خوښي دې څرګنده کړي خو احساسات هم باید قابو کړي، له داسې خبرو او کړنو څخه ډډه وکړي چې د سولې روح ته زيان رسوي. ځکه په ولس کې بې باوري ته لاره هواروي او خداى مه کړه د افغانانو ترمنځ د اويايمې لسيزې په شان د يوې بلې خوسا، منفورې او ورانونکې جګړې لامل ونګرځي. اوس هغه وخت را رسيدلی چې حکومت او طالبان يو بل د عيني واقعيتونو او ځمکنيو حقيقتونو په توګه په پراخ تندي ومني. دواړه خواوې زمونږ په ټولنه کې ژورې ريښې لري، مشروع او غير مشروع اړخونه دريزونه او کړنې لري، که يو لوری د بل اړخ اغيزمنتوب او په تولنه کې د هغه پراخ او ژور نقش نفى کوي، يا د کوم اړخ د محوه کولو، يا بي اهميته کولو هڅه کوي او يا هم د رسميت نه پيژندلو خبره کوي زمونږ په آند غلط دي سهوه کوي او لمر په ګوتو پټوي. افغانستان په تيرو څلورو لسیزو کې په يو نه يو ډول د ډلو لخوا د واک د انحصار په اور کې سوځي. اوس باید حکومت او طالبان د واک د انحصار فکر له ذهن څخه وباسي. له حکومت څخه غواړو چې د احساساتو کارولو، تند او سخت غبرګون ښودلو، سرو او شنو کرښو د خيالي ترسيم پرځای د شرایطو حساسيت ته متوجه شي. موږ پوهيږو چې د نظر او دريز توپيرونه شتون لري. په انسانانو کې د نظر اختلاف بالکل طبعي خبره ده. څوک د سمون او مثبت بدلون لپاره په سوله ايزه مبارزه باور لري او څوک هم ما ګټلې ده، نه منم، غره ته ځم، همه شمول جوړوم، موازي جوړوم... چيغې وهي، خو څوک بيا يوازې جګړه د ستونزو حل ګڼي. څوک خپل سياسي مخالف ته ښکنځل کوي، څوک بيا خپل مخالف څارنوالي ته ورپيژني او څوک هم يوازې خپل دريځ څرګندوي او د نورو نظر ته له مخالفت سره احترام لرى. څوک چاپلوسانو محاصره کړي او همدغو مداريانو ورته هر څه ګل ګلزار او سم ښکاره کړي دي. د ملت غوښتنې، ارزښتونه او خپله عنعنوي مذهبي ټولنه نشي درک کولای، د چاپلوسانو د لاسونو په پړکولو باندې مصنوعي انرژي اخلي او څوک د فقر، لوږې، بې عدالتي، وحشت، بمونو او بمباردونو په منځ کې ژوند کوي. څوک فساد، ظلم، غصب او زورواکي د بي عدالتي او له قانون څخه د معافيت پايله، خو څوک فساد او زورواکي بيا د روانې جګړې محصول ګڼي. څوک د پرديو ځواکونو شتون ته يرغل وايي او څوک يې هم نړيوال مرستندويان ګڼي. څوک د سياسي ګټو لپاره دين کاروي او څوک هم د دين او هيواد د چوپړتيا لپاره سياست کوي. څوک د جګړې لامل د هېواد اشغال ګڼي او څوک هم روانه جګړه له کورني اړخه د واک په سر او له بهرني اړخه يې نيابتي جګړه بولي. څوک فقر، لوږه، د زدکړو ټيټه کچه او خپل سري وسلوالې ډلې د سولې پر وړاندې خنډ ګڼي او څوک هم په ټولنه کې افراطيت او جګړه ايز ذهنیت د امن او پرمختګونو په مخکې ستونزه ګڼي. د نظر اختلاف د انسان له خلقت او فطرت سره له ادمه تر دې دمه په مسلسل او متواتر ډول روانه او نورماله پدپده ده. کيدای شي ټول په خپل خپل ځاى کې رښتيا وايي. کيداى شي ټول غلط شوي يو او کيداى شي ځينې دريزونه سم او ځينې نور غلط وي، خو انساني دريزونه دي چې د وخت په تيريدو سره د صعود او د پوخوالي پر لوري پړاوونه وهي. که هرڅه وي خو د چاپيريال اغيزې، د پوهې د کچې کورنۍ روزنې، محيطي شرایطو، عمر او ټولنيز دود توپير يې وګڼئ. مونږ اړ يو چې ټولنيز او سياسي اختلافات د ټولنيز دود او سياست په چوکاټ کې وڅيړو. دغه ډول اختلافاتو ته باید د معتقداتو او ملي ارزښتونو بڼه ورنکړو. د فکر، نظر، دريز، ژبې، قوم، سمت، قشر، جنس او عمر له توپيرونو سره سره د يو هيواد، يو ملت، يوې جغرافیې وګړي، د يو رب مخلوق، د يو دين منونکي او له يو بل سره په سوله ارامي او سوکالي کې ژوند کولو ته اړتیا لرو. که داسې نشي کولاى، نو يقيناً به يې پايله د اويايمې لسيزې خوسا، مردارو او ناروا خپل مينځي جګړو ته ورته وي، د کوم په هکله چې موږ تصور هم نشو کولاى. د افغان غميزي کورنيو ټولو اړخونو ته وړانديز کوو چې د ستونزو د سمندر په څپانده او خطرناکه موجونو کې دغه ځوريدلی او ځپل شوی هيواد د نهنګانو او توپانونو له خطر څخه د نجات ساحل ته د رسولو لپاره ځمکنيو حقایقو سره ځانونه مخامخ کړي. په خپل ګاونډ، سيمه او نړۍ باندې ځغلنده نظر واچوي. د خپل ولس زخمونه او دغه هېواد ته له متوجه ګواښونو څخه ځان خبر کړي. زمونږ ولس او هيواد اوس هم له ديني او ملي ارزښتونو څخه د دفاع په نوم د پرديو نهنګانو او خپلو ليوانو د هوس او هوا قرباني ورکوي. موږ د هېڅ ګاونډي سيال نه يو، موږ د نړيوالو د پرمختګونو په ځغاست لوبه کې پاتې راغلي يو. خپل هیواد ورانوو، خپل افتخارات پلورو، د نړۍ په خيراتونو چليږو، د خپلې جغرافیې په پرمختګ کې هېڅ ونډه نه لرو، د نړيوالې سيالۍ په ډګر کې د نورو پر اوږو پيټی يو، موږ له خپلو وروڼو سره جګړه لرو، د خپلې سولې، خپلو ټاکنو د پايلو منلو او د خپلو ارادو د تمثيل لپاره پرديو ته لاس نيسو، د نړيوالې تربګنۍ په کلي کې هسکه غاړه نشو ګرځيداى، د پرديو د شړلو جشن لمانځلاى شو خو له خپلو وروڼو سره سوله څه چې ناسته هم معيوبه ګڼو، خپل هېواد کې د موازي حکومت، موقت حکومت، خپلسری حکومت، د وزيرانو او واليانو د ګمارلو ګواښونه او چلونه مو زده دي، خو د الهي حکم او ولسي ارادو پر وړاندې د سر ټیټولو دود نه زده کوو. په ټولنیز او سیاسي اړخ کې بله ستره نيمګړتيا مو داده چې سياسيون، مدني فعالان، قومي شوراګانې، روحاني شخصيتونه، ګوندونه او حاکمه ډله مو د نړۍ د سياستوالو په شان په حساسو شرایطو کې د يووالي دود نه لري. د نظام جوړولو له مکررو ناکامو او ترخو تجربو وروسته مو د هيلو مراندې په ځوانانو پسې وتړلې خو متآسفانه زموږ لوستي ځوانان چې ځانته روڼ اندي هم وايي، په ډلو او بانډونو باندې ویشل شوي دي. يو شمير يې د ناهیلۍ په رنځ اخته دي، پر قومي او ګوندي جوړښتونو نيوکې کوي، خو خپله هيڅ مسؤلیت نه مني. ځينې لوستي ځوانان مو لوړو پوستونو ته لاره موندلې او يوازې له بهرنۍ نړۍ سره په راکړه ورکړه باور لري. دغه ډله دیني، کلتوري، ټولنیزو جوړښتونو او واقعیتونو ته اهمیت ورکول د وخت زيان ګڼي، هغوى نه پوهيږي چې موږ په يوه داسې عقيدوي دوديزه ټولنه کې ژوند کوو، چيرته چې نړيوال نورمونه او معاصر نوښتونه د تطبيق وړ نه دي. له ټولو پورتنيو ستونزو ناخوالو نيمګړتياو سره بيا ناهيلي کيدل د حل لاره نه ګڼو. موږ کولاى شو چې د پامير او هندوکش د غرونو هسکو څوکو ته پورته شو، د افغان غميزي په توپاني هوا کې خپل له برمه ډک ولس او ځوان نسل ته د خپلو هيلو ډيوه بله کړو، نو وينو چې د ستونزو له سمندري ګردابونو څخه خپل ملت او هيواد د نجات ساحل ته ورسوو، مونږ د داسې اسلامي نظام غوښتونکي يو چې د ولسي ارمانونو ممثل وي. آزاد، خپلواک، يو موټی او اګاه ملت، سوکاله، با کفايته زعامت، ښه مديريت، سالمې دولتي اداري، پياوړی امنيتي ځواک، غوړيدلی ملي اقتصاد او ملي ګټو ته ژمن ديپلوماتيک بنسټونه ولري. پريکړې د مصلحتونو پر بنسټ نه، بلکې د قانون او ملي ګټو په رڼا کې کيږي. امتیازات اخيستل د پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ښځې او نر، ځوان او مشر، شمال او جنوب نه، بلکې د اهليت، علميت، تجربې، دين او هيواد ته د ژمنتیا پر بنسټ دود شي. دغو موخو ته د رسيدو لپاره خورا اړينه ده چې حکومت او طالبان د يو بل منلو، زغملو د هېواد د ابادي او پرمختګ لپاره د ګډ کار کولو چل او هنر زده کړي.
عبدالوحید وحید
کابل افغانستان