روهنګیايی پناه غوښتونکی جاوید ایلوم یوازینې کس دی چې د استرالیا د مانوس ټاپو له مهاجرت توقیف خونې په تیښته بریالی شوی او ځان یې کاناډا ته رسولی. جاوید تر دې دمه پټ وه او د تیښتې دا نه باوریدونکی کیسه یې چاته مالومه نه وه.

جاوید د یوې ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، د تیښتې کیسه یې د نه منلو ښکاري او ډیری خلک ورته هک حیران پاتې کیږي. 

نوموړی اوس ۲۷ کاله عمر لري او د ټورنټو پوهنتون د سیاسي اقتصاد زدکړیال دی. ملګري یې هغه یوازې د یو روهنګیايي کډوال په توګه پيژني چې له میانمار څخه تښتیدلی او کاناډا کې میشت شوی.

خو هغه څه چې دوی نه پوهیږي دا دي چې جاوید یوازینې پناه غوښتونکی دی چې د استرالیا د مانوس ټاپو له سمندري مهاجرت توقیف خونې په تيښته بریالی شوی. یا دا چې هغه په پاپوا نیوګینیا او سلیمان ټاپوګانو کې د یو فراري په توګه ژوند کړی او هلته یې ځان سیمه ایزه وګړی ثابت کړی او بالاخره پاسپورت یې لاسته راوړی او کاناډا ته یې پرې سفر کړی.

که جاوید د هیوادونو ترمنځ په خپل دې زړور او خطرناک سفر په جریان کې نیول شوی وای، نو هغه له جریمي او د زنداني کیدو له خطر سره مخ وه.

نوموړی وايي، د استرالیا په مانوس او کرسمس مهاجرت توقیف خونو کې د کابو څلورو کلونو بند تیرولو وروسته پدې فکر کې وه چې نشي کولی خپل ټول ژوند په توقیف کې تیر کړي او باید ځانته د حل لارې چارې ولټوي.

جاوید وايي، له مانوس ټاپو تر تښتیدو وروسته د پاپوا نیوګینا پلازمیې پورت موریسبي ته لاړ او هلته یې خپله ظاهري بڼه او چال چلند بدل کړ. وروسته سلیمان ټاپوګانو ته ولاړ او هلته د اوسیدو په مهال یې سیمه ایزه ژبه زدکړه، پاسپورت یې ترلاسه کړ او ځان يې د نړیوالو ویزو په اصولو پوه کړ.

نوموړی وايي، د پاسپورت له لاسته راوړلو وروسته دی فیجي هیواد ته لاړ، بیا هانګ کانګ ته او له هغه ځایه یې کاناډا ته سفر وکړ. دی وايي، دا اوږده سفرونه یې له خطرونه ډک وه او په جریان کې یې له ګڼو ستونزو سره مخ شوی، خو خوښ دی چې بالاخره وتوانیده ځان کاناډا ته ورسوي او نوی ژوند پیل کړي.