سلامونه او د نوی ورځی په هیله
بیګا د طالبانو او امریکا په مینځ کی د سولی لپاره یو تړون امضاء سو. که څه هم امریکائی وزیر یو امپراتورشانه دریځ درلود خو هغه په ګران افغانستان باندی حمله یوه غچمنه حمله و بلله او دا اوسنی تړون ئی د اوسنی رښتیا یا رئالیستیک حالاتو په رڼاکی  د امپراتوریو د هدیری نه (افغانستان) د بیرته کیدو سبب و ګاڼه. دا په ریښتیا کی د هغه د امریکا د ناکامی اقرار وؤ. په دی کی مهم او لازم ټکی چه د یادولو وړ دی دادی، چه هغه افغانانو ته هم وریاده کړه چه د سولی په راتلونکی پړاو کی د واقعبینی په بنیاد خپل ګامونه پورته کړی. هغه وویل چه افغانستان اوس د ۲۰۰۱ افغانستان نه دی. واقعیتونه بدل شوی دی. هیله ده دا د یوه ناکامه لیونی زورور اخرنی پیغام د طالبانو او په تیره بیا د کابل اداره او د هغی د غوښتړنکی مشرانو له غوږو نه نه وی وتلی. 
د پورته ذکرشوی نظر په تړون زه هیله لرم ځینی هغه ټکی چه په واقعبینی باندی ولاړ دی   څه ولیکم، چی کیدای شی چه د سولی په راتلونکو پړاوونو کی د سختیو په وخت کی له دواړو خواوو سره کمک وکړی. هغه دادی:
۱. په ګران افغانستان د امریکا د ۲۰۰۱ حمله غچمنه وه او هدف یی په نړۍ کی دویری اچونه وه چه ګواګی بیا نور داسی همت و نلری چه د ۹۱۱ په توګه په امریکا باندی حمله وکړی. له دی کبله هغوی نه پلان درلود او نه ئی د افغانستان ښه مطالعه کړی وه او نه ئی د خپلی حملی په هکله د نړیوال قانون د مراعات پام درلود. 
۲. د ۲۰۰۱ په مهال افغانستان د طالبانو حکومت درلود او هغه هم د قانون له مخی او هم د میدانی بریا په اساس د پیژندلو وړ وو. د ۲۰۱۱ نه وروسته طالبانو شکست نه وو منلی او ژمنه یی کړی وه چه له امریکایانو سره به جنګ ته دوام ورکوی. په دی شلو کلو کی هغوی خپلی وعدی ته تابع پاتی شول او په دی اساس یی له امریکایانو سره تړون امضاء کړی دی. 
د پورتو دوو ټکیو له مخی نه د امریکایانو حضور په افغانستان کی او نه د هغوی د راوړلی اداره کوم قانونی حیثیت لری. د کابل خلک دا ټکی باید ومنی او ددی په اساس باید خپلی غوښتنی وکړی.
۳. آمریکایان نه مذهب لری او نه اخلاق. هغوی زور او زر غواړی او ددی لپاره کله بشری حقوق او کله عیسوی دین استعمالوی او که دا ونسی نو بیا له زور نه کار اخلی. که دا ریښتیا نه وی نو د سعودی او طالبانو فرق څه دی؟ او یا دا د پنځو سوو بیګناه او جنګیالانو مرګ د بشری حقوقو په برابر غټ قیمت دی چه ریښتونی حقپالان یی باید وغندی. ددی ټکی له مخی امریکایان نن شکست منی ځکه چه د افغانستان تابع کول دهغوی د اساسی هدف له مخی نور څه قیمت نلری او یا دا چه قیمت یی جګیږی. ویښ امریکایان نن په دی موفق شوی چه خپل خلکو ته قناعت ورکړی چه نور د افغانستان جنګ صرف د نیم فیصدی شتمنو لپاره ګټور دی. دا چه سیاستمداران یی د شتمنی نیمفیصدی له خوا تمویل کیدل نور ددی امکان کم شوی دی چه عادی خلک به دا سیاستمداران حکومت ته پریږدی. نو ځکه زمونږ نظر دی چه د افغانستان د بشر د حقوقو مدعیان به تک حیران پاتی شی کله چه دوی امریکایان غواړی خو امریکایان به ورک وی. د سوریی حالت باید هیر نکړو. په دی اساس د کابل اداره او بشری حقوقخواهان باید خپلی مطالبی سمی کړی. د دوحی په ښار کی د امریکایی د وزیر د یوه سوال د جوابولو نه ډډه دا خبره ښه څرګندوی.
۴. غربی او اسلامی بشری حقوق بیل اصول لری او پدی بنیاد ځینی غربی حقونه د اسلامی حقوقو سره تضاد لری. غربیان د جامعی خیال نه ساتی او د یوه حق د سلو په مرګ او بدبختی ښه بولی. هغوی بشری حقوق د اقتصاد خدمتګاران بولی او له دی کبله یی کمک کوی. ځینی حقوق یی قهقرائی حیثیت لری چه انسانی تمدن یی باید وغندی. په اوسنی حالاتو کی بشری حقوق د نژادی توپیر خواهانو پلمه دی او له دی لیاری غواړی په پردی ملتونو اقتصادی سیطره و لری. نو ځکه د افغانستان په چوکات کی د بشر د حقوقو په نامه د سولی ماتول نه د اسلام نه د افغانستان د ازادی او نه د هغه د کلتور او تمدن د درناوی او احترام نشانه ده. پاخه مخوری باید اسلامی اصول د مسلمانو له نظره، نه د لیبرالانو د غربپرسته تحلیلونو په اساس، رامنځ ته کړی او کوشش وکړی په دی فضا کی افغانی اقتصادی او جامعه ئی مشکلات د اسلامی حقوقو په اساس رفع کړی. 
۵. لکه چه پورته مو وویل امریکایان نور له افغانستان نه پښی لنډوی. هغوی پوهیږی چه په رشتیا څومره برخی د افغانستان په منځ کی دوی ته تسلیم دی. د کابل خلک هم دا باید ومنی او واقعیت ته ځیر شی او په دی اساس له ظالبانو سره مذاکراتو ته اماده شی. که داسی ونسی نو نه به یی امریکاوی او نه به سوله. جنګ به دراز شی او ګاونډیان به  مو نور هم و ځپی. په دی پورته،  طالبان عقیدتی جنګیالان دی او هغوی ته د جنګ درازی مهمه نه ده. کله چه امریکایی اتحاد ماته خوری نو نور هم باید نوره هیله ونلری.
 پورتنی ټکی د کابل د اداری لپاره و لیکل شول. اوس باید ځینی د طالبانو لپاره و لیکم. 
۶. د اسلام د مبارکو اصولو بنیاد د بشر د ښیګړتیا لپاره راغلی. د بشری ښیګړتیا محتوا، د پخوانیو علماوو له نظره، دواړه دنیاوی او اخروی فایدی دی. او له دی کبله اسلام کامل دین او د پیروی قابل دی.طالبان باید حقوق العباد او حقوق الله ته په ځیر وګوری. هیله دی په دی اساس د کابل د خلګو ادعاګانی تر نظر لاندی ونیسی او په دی پراخ چوکاټ کی سوله راوړی.
۷. اسلام هم خلافت لری او هم امارت او یا بل. اساسی ټکی بیعت دی. په بیعت کی مهم ټکی د اسلام تنفیذ او د سولی تمویل دی. دا څنګه باید راشی نو هغه دافغانستان لپاره یوی نوی فتوا ته ضرورت لری. د زور حکومت د ضرورت په خاطر روا بلل شوی. اوس چه طالبان خپله د حکومت د تشکیل په لیاره کی به اخته وی، نو هیله ده چه داسی بیعت ته لیاره هواره کړی چه هغه هم د اسلامی قانون د تنفیذ کفالت ولری او هم د هراړخیزی سولی ضمانت. د بیعت داسی لیاره پیدا کړی چه د دیموکراسی او د کرزی د اولسی جرګی د خدعتی ډرامو نه جګه وی.
و الله المستعان.