دایران او ترکیی په سرحدونو کی دافغانانو وژل کیدل او دافغانانو چوپتیا

   په تیرو ورځو کی خبرونه خپاره سول چی دایران او ترکیی په سرحد باندی یو شمیر مهاجران ددی دوو دولتو دسرحد ساتونکو قواوو په لاس ووژل سول. زما ارزو او توقع وه چی امارت، پخوانی تښتیدلی قانون پوهان اوسیاسیون به په همدی هکله لیکنی وکړی. خو متاسفانه دنړیوالو خبری شبکو لخوا دداسی یو مدافع دریخ کوم انعکاس می ملاحظه نکړ. په تیره بیا دبشری حقوقو مدافعین چی په هر دولت کی دامارت په ضد بیځایه او په ځای دوسیی لټوی هم دتاسف سره سره بیخی ګونګ پاتی دی.  دملل متحد او دهغه دبشری حقوقو سازمان هدای

03.07.2023 طاهر ثابت

اشرفی مالخولیا سوی

نن می په تاند کی داشرفی یا غنو دکماقلی بیان ولید. هلته می ځواب ولیکو. مګر تاند دافغان امریکایانو او که خداسته دامریکایی افغانانو ځاله ده. کله چی می ددوی په رهیری انتقاد کړی وی هغه دخپلی پاڼی نه حذف (دیلیت) کړی وی. په دی هیله چی زما لیکنه به بیا لیری کړی نو هغه لیکنه می دلته کټ او پیست کړه چی اقلا زما دزړه ددرد خبری ورکی نسی. زه له خپل دین او وطن سره مینه لرم او همدی لیونی مینی مجبور کړم چی له مجاهدینو دوه واره ځان ګوښه کړم (په پیښور او کابل کی). دمجاهدینو تجربی او دطالبانو داولی دوری

21.04.2023 طاهر ثابت

ددنیوی علومو مباح بلل: دوزیر سیب په نظر انتقاد

  هغه بله ورځ می دستانکزی سیب او دارشاد او دعوت وزیر خبری واوریدلی. دستانکزی سیب خبری می لیږ خوښی سوی خو دهغو دپوره وضاحت په انتظار وم چې پیدا می نکړ. بیا چی دوزیر سیب نوبت سو نوبیا می زیاته خوا باندې بده سوه.  داسی ښکاری چی امارت دمولویانو، شیخانو او مفتیانو ډلی جوړ کړی خو اسلامی لید یی بیخی محدود دی. دا په دی وایم چې شاید وزیر سیب یی له نخبه علماوو نه چڼ کړی وی او بیا یی وزارت ورکړی وی. که نه نو باید داسی دلایل ووایی چی ددوی په علم دنیا حیرانه سی.  دامارت خلک دی زما

28.09.2022 طاهر ثابت

افغانستان باید له عقدوی لیکوالو څخه هم آزاد سی

نن می دا لاندنۍ لیکنه ولیده چی عنوان یی لوستنی ته جلب کړم. ما ویل یوه علمی لیکنه به وی. په اروپایی پاڼه کی لیکل سوی نو حتما خپل اعتبار به نه خاموی.  لیکنه می له اوله تراخره ولیده خو دابو په هکله تخنیګی بحث می نه ولید. یانی دابو دشتون او نشتون په هکله مالومات نه ول او نه دهغو دمهارولو لپاره تخنیکی، سیاسی، او قانونی مشکلات ویل سوی وه. په علمی لیکنه کی باید نتیجه او پیښنهاد هم باید شامل وی. خو دا چی ابتدایی مالومات په نیستی شمارلای سو نو دنتیجی او پیشنهاد توقع خو بیخی لیری ښکاره سوه. مطل

07.06.2022 طاهر ثابت

نقاب او دطالبانو جوابونه

  څه وخت مخکې دنن ټکې اسيا په مخه یو عالم دفقهې تحقیق له مخې دحنفي مذهب بیان کړی وو چې ښه مستند وو. هغه ښه دلیلونه هم ويلي وو. خو دهغه مضمون له ويلو او زما دتایید نه وروسته ځیني طالبانو دنقاب دفاع وکړه چې ځینو سره زما دتوير بحث راغی او بیا وروسته یی زما سوالو ته جواب رانکړ.  دطالبانو او حقاني مفتیانو مشکل دا دی چې اصولي دلایل نه وایې. ځینې یو څه توجه ورته کوي او نور بیخې اشاره هم نه ورته کوي. ځینې یو آیت وایې او نور پریږدې. یو حدیث وایې بل پریږدې. فقهي کتابو کې معتبر نظر نه وا

27.05.2022 طاهر ثابت

دامارت دنقاب نوی فرمان او دمسلمانو وجیبه

دوه خبری باید په نظر کی ونیول سی:دشریعت له لیاری دطالبانو امر دحنفی فقهی خلاف دی. او دلته وهابی نظر ویل سوی دی.که څه هم دطالبانو امر مبهم دی خو دخلکو اخذ او مطلب اخیستل ښیی چی طالبانو ښه امر ندی کړی.ایا خبره باید تایید سی او که نه؟ دفقهی له نظره پورته خبره کفایت کوی. صرف دا چه ښه امر ندی. مګر باید عملی سی ترڅو طالبان دنوی صادر سوی امر په هکله تجدید نظر وکړی.هغه خلک چی دا امر عملا نه منی دوی به دامارت سره دبغاوت اعلان کوی. هغوی دجزا مستحق بلل کیدای سی. خو که یو کس دامر په هکله

09.05.2022 طاهر ثابت

د تعلیم او دهغه پرمختیا دطالبانو جدي توجه غواړي

  ځینی ابتدایي ټکي اسلام دديني فرایضو زده کول فرض عین بولي او نور فرض کفایي دي. فرض عین شاید دابتدایي مکتبو او مدرسو شاګردان په خپلو اولو صنفو کې خلاص کړي. دا په دې شرط چه صرف بهایي صرف میر پریښودل سي او دهغه په ځای نور ظلم ، خلاصه کیداني او قدوري او داسې نور مختصرات باندي وويل سي. نور ټول ديني او دنیاوي علوم به فرض کفایي وي چه هغه په ټولو مسلمانانو باندې فرض ندي او یو خاصه ټولګۍ که باندي مصروفه سي نو دټولو مسلمانانو فرض باندي ادا کیږي. دا په دې معنی چه متوسط تعلیم او عالي یا

18.11.2021 طاهر ثابت

راځی دخپل کور دساتني لپاره عاجل اقتصادي تصمیم ونیسو

راځی دخپل کور دساتني لپاره عاجل اقتصادي تصمیم ونیسو طالبان به زر واري دسپینو او زرو کلاګاني جوړي کړي خو فایده به ونلري ځکه هغه به ټولي خیالي وي. طالبان عاجل یوکلن پلان ته ضرورت لري. دا پلان باید لاندې شرایط په نظر کې ولري.  1.      دطالبانو حکومت به په نیزدي وخت کې نه امریکایان ومني او نه ګاونډیان. دبندو سرمایو توقع باید ونسي. که هغه آزادې سېي او حکومت په رسمیت وپیژندل سي نه هغه به یو نعمت وي چه شکرانه به یې دنوري ترقي لپاره په نوي قدم اخیستو سره ادا کول غواړي.  2.    

17.10.2021 طاهر ثابت

اسلامی امارت باید دافغانۍ د راکړی ورکړی سیستم بدل کړی

  طالبانو ځمکنی فزیکي اشغال ختم کړي دی. الحمد لله. هوایي فزیکی اشغال، سیاسی، خارجی، او اقتصادی اشغالونه لا دوام لری. ددی اشغالو لا پیاوړتیا به دوام و مومي.   دپورته اشغالو څخه هغه چه اوس طالبان پکی دملاتړو په څیر برخه اخلی هغه دبهرنی امدادی اقتصادي سیستم پیاده کول دی. امدادی اشغال دبین المللی اورګانو لخوا بیا شروع او طالبان یی په زاریو سره هرکلی کوی.  مونږه اوس په دی ضروري وخت کې طالبان نه باندې ملامتوو ځکه دضرورت په وخت کې هر حرام جواز لري مګر هغه دشرک منل وي. خو بیا هم طالبا

30.09.2021 طاهر ثابت

همه شموله او که عادل دولت

  طالبانو او خارجي قوتونو ویل چې دوی دافغانستان لپاره دهمه شموله دولت ضرورت وینې. طالبانو دا خبري هغه وخت کولي چه دتیر حکومت سره دخبرو په تمه وو. البته په هغو شرایطو کې دداسي حکومت منل دورځي ضرورت وو. دوه طرفه په جنګ کې اخته او دافغانانو وینې تویه دي. دا چه جنګ ختم سې نو یوازنۍ لیاره ددواړو قوتو څخه یو ګډ حکومت جوړول وو. اوس چې جنګ ختم سوی دی نو همداسې حکومت ته ضرورت نه لیدل کیږي.  دجنګ نه وروسته طالبانو بیا هم همه شموله حکومت یاد کړی او نړۍ هم په هغه اصرار درلود.  متاسفانه ده

21.09.2021 طاهر ثابت

د طالبانو له راتګ سره دافغانستان مشکلات او دافغانانو بي اعتنائې

  په یوه تیره اونۍ کې دافغانستان وضعه کړکیچنه ښکاري. نوي ویرې راپورته سوي دي.  دطالبانو دغیرمترقبه راتګ او هغه ته مخ تر مخه نه تیاري به دټولو افغانانو دناکامې سبب وبولو. دا ناکامي دټولو ده: دخارجي او داخلي قوواو. تیري اداري دسولي او یوه منظم حکومت دجوړولو په مخه کې کارشکنیوې کولي، طالبانو دیوه منظم پلان دمخ ترمخه دتیارولو څخه غفلت کړي، وطنوالو ملي مسؤلیتونو هیر کړي، او خپلو شخصې ګټو ته ترجیح ورکوي.  دخارجي دښمن توطئه دکابل په هوایي میدان کې دتښتیدلو غربي قوواو

23.08.2021 طاهر ثابت

بېطرف که مشترک حکومت او یا امارت؟

  دطالبانو دخارق العاده بریا په فضاء کې دښمن قوتونه تبلیغات کوي چه باید یو بیطرف مؤقت حکومت جوړ سې او مشري یې باید عبد الله عبد الله وکړي. داسې خبري ویرونکې دي. تاریخ ښیې چې مسلمانانو حکومتې بدلونونه راوستي او بیا ئې سیاسي قدرت نورو ته سپارلی او یا ځینې چور سوی دي. ځینې وخت بیا مسلمانان داسلام دښمنه قوتو له قهره ویریدلې دي او دهغې ویرې له خاطره ئې داسلامي نظام په راوستلو کې سستې کړي ده چه په آخره کې هغه ددوی دمطلقي ناکامې سبب سوي ده. ددې مثال دمصر او تونس مسلمان قوتونه وؤ چه د

14.08.2021 طاهر ثابت

دملت لخوا سوله راوستل: نوي لیاره

دنیمروز ولایت دمشرانو ددرناوي په بنا او هلته دښه بدلون (دملې شتمنۍ دغلا په استثناء) دنتیجو لیدنه مونږ ته یو نوی پټ زیری راکړ. هغه دا چه دافغانستان سوله کیدای سي دملت په لاس راسې نه درهبرانو، سیاستمدارانو، او روشنفکرانو په باټو او اوتوبوتو.  ملت مونږ په دې تړاو هغه کسانو ته وایو چه اوس ددولت په منځنۍ او ټیټو رتبو کې کار کوي. دوی محلی تصمیم نیونکې دي. والی، قومندانان، مدیران او عسکر یا ملی پاڅون وال دي. ددوی تصمیم چه که په حقایقو او واقعیتو باندې ولاړ وي نو دنه جنګ تصمیم به دسولې دمرغیو

08.08.2021 طاهر ثابت

دجهاد په جنګ کي اسلامي احکام: دناخبرو مسلمانانو دګټې لپاره

دجهاد په جنګ کي اسلامي احکام: دناخبرو مسلمانانو دګټې لپاره زه به دلته د الطبری او دحنفي فقهي لوړ فقیه الکاسانی له کتابه ځیني احکام ولیکم چه خدای دي وکړي دعامه مسلمانو دپوهي سره کمک وکړي. هغه کسان چه په خیټه ولاړ دلیلونه وائې او اسلام دخپل ناپوهه فکر په سر سم بولي او دهغه لمخي په طالبانو دنامسلماني حکمونه کوي هغوی ته وایو چه افغانان حنفي مسلمانان دي او حنفي مذهب خپل قانوني او عقیدتي اصول لري چه دهغوی له مخي دغني او طالبانو دکړو وړو په هکله باید حکم وسي. څوک له ځانه او دخپلي هوی او هوس

03.08.2021 طاهر ثابت

دکابل او دوحی دسولی د سینما نه ځینی یاداشتونه

ددوحی تړون وروسته دسولی په سر راولاړه اړودوړه دیوی سینمایی صحنی شکل نیولی دی. دا یو تراژیدی ده. ددی تراژیدی له کبله زما ننی لیکنه اوږده ده. نو هیله دی دویلو حوصله مو تنګه نسی. زه به اول ورک لوبغاړی یاد کړم او بیا به دصحنو ممثلین یا لوغاړی وښیم او اخیر کی به دسولی دتراژیدی پایلی ته اشاره وکړم. دافغانستان پوهان نسته او که ورک دي؟  په دی آخیر وختو کې زه دافغانستان په تلویزنو زیات وخت ضایع کوم. دسولي په هکله دافغانانو په ملي اسلامي نظرو پسي ګرځم. په خواشینۍ باید ووایم چه زه یې مأی

29.07.2021 طاهر ثابت

اردګان او له هغه سره دافغانستان په ګټه دهوایی ډګرمعامله

اردګان او له هغه سره دافغانستان په ګټه دهوایی ډګرمعامله که رښتیا سی اردګان اولنی ترکی مشر دی چه له عثمانی امپراتور نه وروسته دخپل دولت په ګټو پسی ګرځی. په همدی دلیل اردګان امیدبښونکی او خطرناک کس دی. هغه دغرب نه دترکیی دآزادی خوب وینی او هم دبیکسه مسلمانو سرداری غواړی. دا چه ترکومه هغه دمسلمانو په خیر پسی ګرځی دسوال وړنه بلکه دښه ځواب ورکولو وړ مسئله ده: هغه مشکل چه باید نابغه مشران یی حل کړی.  اردګان دامریکایی مزدور عسکر په څیر دافغانستان ټور آف ډیوټی (عسکری ماموریت) دامریکا

21.07.2021 طاهر ثابت

دپردیو په بازار کی دافغانستان دخرڅولو بیه

دپردیو په بازار کی دافغانستان دخرڅولو بیه امریکایی یرغل او اشغال دطالبانو دآزادفکری او عدالت له کبله راوستل سو. امریکایانو اسامه ملامت کړی او دهغه تسلیمی یی غوښته او طالبانو داسلامی اصولو په بنا او دعدالت دنظام په رڼا کی له هغوی اسنادونه غوښتل. دا چه امریکا دیو فقیر او جنګځپلی وطن داسی غوښتنه دځان عار بلله او ددوی داستعماری ځبیښاک لپاره یی یو خطر بلله نو دسولی په ځای یی دزور وحشت پیل کړ. خلک وایی چه دا دهغوی مخته تیار پلان وو او ددی لپاره یی خپل تعمیرونه ړنګ کړل او اسامه یی باندی متهم

16.07.2021 طاهر ثابت

دامریکا سفارت او که نظامی اډه؟

  نن امریکایی ورځپانی خبر ورکوی چه امریکایان غواړی خپل سفارت دنظامی عملیاتو مرکز کړی. دا مرکز به پیټر ویسلی اداره کوی . هغه ته وظیفه ورکړل سوی ده چی څلور کارونه وکړی: ددیپلوماتانو ساتنه، دکابل دمیدان ساتنه، دغنی داداری دعسکری قراردادیانومرسته، او دتروریزم په خلاف عملیات. دا امریکایی اداره به بیا دقطر په بله اداره باندی متکی وی چه مرسته ورکړی. دوی به په ګډه په افغانستان کی دعملیاتو او بمباری چاری په مخ بیایی او دامریکا مرکزی کماند به دعملیاتو امر ورکوی. دبمبارد طیاری به دعربی خلیج نه ر

05.07.2021 طاهر ثابت

طالبان: دنفسیتوب، انانیت، او اسلامی نظام په امتحان کی

  دا جه نن سبا دطالبانو دسولی خبری ولاړی دی، په میدان کی په چټک ډول ولسوالوی نیسی، او دوی لا تراوسه دآینده اسلامی نظام لپاره داسی عمومیات وایی چه تر مشکله هم مشکل دی چه تفسیر سی نو اوس وخت دی دغنی بیخونده او بی هیله اداره پریږدو او خوله په طالبانو باندی خلاصه کړو.  دطالبانو اوله دوره دانډیوالی دوره وه او هغه به اضطراری دوره وبولو. هغوی به له همدی سببه معاف کړو. زه دهغوی ددوری ددریو میاشتو شاهد یم. خو زما شاهدی شرین او ترخه حقایق لری چه دهغو دویلو وخت ندی. بیا هم دهغوی خلوص او

25.06.2021 طاهر ثابت

دکابل دحکومت هلی ځلی

  نن دامریکا دجنګضدی خبری پانی لیکلی چه دافغانستان حکومت کوشش کوی جه دروسی نه دعسکری کمکو درخواست پرمخ بوزی.  دکابل عسکر دامریکایی اشغال په وخت کی په روسی سامان آلاتو او هیلوکافترو باندی مجهز سوی وو. دی لړی تراوسه دوام درلود. کله چه دامریکا روابط له روسیی سره خړ سول دافغانستان په هکله دروسی او امریکا دریځونه جدا نسول.  دامریکا او روسیی دروابطو دخړوالی وروسته دهند دولت روسی سامان آلات اخیستل او بیا یی افغانستان ته ورکول. روسانو دامریکا او طالبانو تړون ته زمینه برابره کړ

01.06.2021 طاهر ثابت

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more