په تیرو ورځو کی خبرونه خپاره سول چی دایران او ترکیی په سرحد باندی یو شمیر مهاجران ددی دوو دولتو دسرحد ساتونکو قواوو په لاس ووژل سول. زما ارزو او توقع وه چی امارت، پخوانی تښتیدلی قانون پوهان اوسیاسیون به په همدی هکله لیکنی وکړی. خو متاسفانه دنړیوالو خبری شبکو لخوا دداسی یو مدافع دریخ کوم انعکاس می ملاحظه نکړ. په تیره بیا دبشری حقوقو مدافعین چی په هر دولت کی دامارت په ضد بیځایه او په ځای دوسیی لټوی هم دتاسف سره سره بیخی ګونګ پاتی دی. 

دملل متحد او دهغه دبشری حقوقو سازمان هدایتی اصول (RECOMMENDED PRINCIPLES and GUIDELINES on HUMAN RIGHTS AT INTERNATIONAL BORDERS)  مربوط دولتونو ته وریادوی چی مهاجرین که دهر نامه لاندی راغلی او روان وی پوره انسانی حقوق لری او دهغوی حقوق ساتل دمربوطو دولتو وظیفه ده چی ویی ساتی. دیوه معقول انسان همیشه دا توقع وی چی بشری حقوق ساتل چی واجب وی نو دبشر دژوندون اهمیت باید ترټولو لوی او مهم حق وی. دا حق باید په هیڅ بل حق باندی لغو نسی. همدا فرضی واجب باید دامن او یا بل نامه دسایی لاندی رانسی او باید هیځ وخت ترپښو لاندی نسی. 

متاسفانه په دا تیر شل کاله کی د ۴.۵ میلیونو مسلمانانو وژل دامن راوستلو په نامه روان سوی وو او له دی سره سره بیا هم دغرب او بین الملل سازمانونو تجارت دبشری حقوقو په سر تود ساتل سوی وو او لاهم روان دی. دهمدی بشری حقوقو دتجارانو سره زمونږ کومه علاقه نسته او نه کومه توقع ځینی کوو. ځکه هغوی دغرب او بین الملل دلستوڼی ماران نسی کیدلای. هغه لاس چی دوی ته شیدی ورکوی هغه نه چیچی. زمونږ توقعات اول له امارته او بیا دافغان ملتیانو او ستمیانو نه دی چی دوی ولی پټه خوله پاتی دی. هغه کسان چی دمقاومت په نامه او یا دافغانستان دنماینده په نامه د بین المللی سازمانو مشری کوی او یا عضویت لری او یا هم دافغانستان سفارتونه یی غصبا ترکنترول لاندی نیولی دی هغوی باید اوس په ایران او ترکیی اور بل کړی وای. دپښو خاوری یی باید ورته ګرمی کړی وای چی ټیک باندی ورک سوی وای. 

له امارته مو هیله ده چی دایران او ترکیی سفیران احضار کړی او هغوی ته دهغوی دبین المللی قانون او ترهغه لاندی ددوی واجباتو توجه راواړوی. هغه چی دافغانستان دوګړو په حقوقو باندی سرماتوی هغوی دی خبری کانفرانسونه ورکړی او دترکیی او ایران دولتونه دی وغندی. 

که افغانان چوپ پاتی سی دا نو نور هم دنورو افغانانو دوژلو لیاری خلاصوی. 

دسرلوړی افغانستان په هیله او دهغه دسرلوړی لپاره درښتونو افغانانو دښه خدمتکونکو په آررو.  

والسلام علی من اتبع الهدی.