ځینی ابتدایي ټکي

اسلام دديني فرایضو زده کول فرض عین بولي او نور فرض کفایي دي. فرض عین شاید دابتدایي مکتبو او مدرسو شاګردان په خپلو اولو صنفو کې خلاص کړي. دا په دې شرط چه صرف بهایي صرف میر پریښودل سي او دهغه په ځای نور ظلم ، خلاصه کیداني او قدوري او داسې نور مختصرات باندي وويل سي. نور ټول ديني او دنیاوي علوم به فرض کفایي وي چه هغه په ټولو مسلمانانو باندې فرض ندي او یو خاصه ټولګۍ که باندي مصروفه سي نو دټولو مسلمانانو فرض باندي ادا کیږي. دا په دې معنی چه متوسط تعلیم او عالي یا اعلی تعلیم په متوسطه مکتبو، مدرسو، پوهنتونو او جامعو کې ټول په فرض کفایي کې شامل دي. 

مکتبونه زیات او مدرسي هم تر ډیره دفرض کفایي په نصابونو باندي په مخ بیول کیږي. دمکتبو نصابونه په دنیوي علومو او دمدرسو نصابونه په ديني تعلیم باندې متمرکز بلل سوې. مکتبونه او پوهنتنونه ديني درسونه لري خو مستوی یې ټیټه ده او مدرسي او جامعي بیا دنیوي علوم لکه منطق، حکمت، ریاضې، او دعربي تخصصي علوم لري چه مستوی یې هم ټیټه او هم وروسته پاته بللی سو. دمدرسو ددنیوي علم دشاګردانو څخه تمه نلرو چه په خپل دنیاوی تعلیم د خپل او دنورو عملي مشکل رفع کړي. نو خلاصه، ديني او هم دنیوي نصاب اصلاح ته ضرورت لری. دا په دې مانا چه افغانستان باید هم دين ولري او هم قوت. قوت باید په ډیر عام ډول تعریف کړو چه هغه باید علمي او فزیکي بڼه ولري. دا ټول هلته راتلای سي چه دفرض کفایي اصطلاح ټولو علومو ته شامله کړو او دهغه دواړو په مینځ کې دتوپیر او امتیاز ټول امکانات لیری کړو.  

مونږ وويل چه مکتبونه او مدرسي دنوی اصلاح سوی درسي نصاب لپاره ضرورت لري تر څو دفرض عین او فرض کفایه د اداء کولو سم تاثیر په ټولنی باندې ظاهر سي. داصلاح سوي نصاب سره مطابق علومو ته باید امتیاز ورنکړو. ټول علوم په یوه مرکز کې وويل سي. دمدرسي او مکتب نومونه ورک سي او په ځای یې بل نوم وټاکل سي چه تیر دوه سوه کلن ګمراهه فکر له مینځه ولاړ سي. په افغانستان کې ګمراهو خلکو دمدرسو په مقابل کې د مکتب اصطلاح رواج کړي وه چه ددين نه فاصله پیدا سي. که نه، عرب اوس هم مدرسه د مکتب په ځای استعمالوي. که خلک په نومونو عاشق وي، بیا دي هم مدرسه او هم مکتب ګډ نصاب ولري ترڅو ملا له مکتبې کم نوي او مکتبې له ملا نه دکمې احساس ونکړي. په هر حال اوسنی درسي نصاب دافغانستان دتقسیم لپاره جوړ سوي چه له هغه باید افغانستان وژغورل سي او آینده نسلونه دتعلیم په سر باندي سره جلا نسي او یو متحده علمی جامعه او ټولنه مینځ ته راسي. 

شخصي درسونه، مدرسې، او مکتبونه

افغانستان رسمي او غیر رسمي تعلیمي مرکزونه لري. رسمی مرکز هغه دی چه هغه ديو سیستم له مخې کار کوي او خلکو ته دتعلیم ورکولو خدمت کوي، ددولت او دخلکو لخوا جوړ، او شهادتنامه یې دولت پیژني. غیر رسمي تعلیمي مرکز هغه دی چه دولت نه وي پیژندلی. غیر رسمي تعلیمي مرکز کیدای سي سیستماتیک تعلیمی نصاب ولري چه ددولتي مرکزو په ډول وي او یا هغه شخصي وي چه یو کس ابتدایي او متوسط او حتی عالي تعلیم و خلکو ته ورکوي. دا وروستنی شکل په افغانستان کې عام دی چه یو ملا او یا مولوي خپل طالبان لري او هغه کله ابتدایي تعلیم کوي او کله جګ او عالي. طالبان باید ددواړو غیر رسمي تعلیم لپاره نصاب جوړ کړي او دهغوۍ لپاره دشهادتنامو انتظام وکړي. 

طالبان او تعلیمي اداري

دطالبانو بدنامه وزیر ويلې دي چه دپوهنتون دچلولو پیسې نلري. دا چه دا کس دديني مدرسو او مکتبو په تبعیض باندې متهم دی نو دهغه په خبره باور کم کولای سو. که زما خوښه وي نو امارت باید پرون تبديل کړی وای. که دانډیوالی خبری رښتیا وي نو خدای ته به سوال کوو داسې ادارې فساد هم له افغانستان څخه ورک سي. ديو ګروپ سره اخلاص هم انډیوالی ده چه زاړه مجاهدين باندې ککړ وو او نتیجه مو ولیدله. مطلب دا ده چه تعلیمی اصلاحات ديو متدين سړی په لاس کې باید ورکړل سي چه هغه له مسلکې تبعیض او توپیر نه مبراء وي او دافغانستان هره اداره او خلک ديو کور غړي وبولي چه هلته دمور او میرې فرق نوي. 

تعلیم او اقتصاد

افغانستان باید دسعودي عرب چمونه او یا دشوروي برنامې پریږدي. له خپل لمسي سره سمي پښې وغزوي. افغانستان ډیر غریب دولت دی چه ددنیا په دولتو کې دپای لخوا شپږم نمره دی. نو باید دمترقي دولتو سره اوس سیالې پریږدي. دا په په دې مانا چه مفت تعلیم دافغانستان په وس ندي پوره. هغه هم چه بیا دديرس ملیونو لپاره نوي (۹۰) پوهنتونونه ولري. افغانستان امریکا ندی. 

افغانستان ابتدایي مکتبونه او مدرسي دفرض عین په اساس باید اجباري کړي او مصارف یې باید ټول په غاړه ولري. او که وکولای سي هلکانو او انجونو ته دې معاش ورکړي چه تعلیم وکړي. په دې کې به نابغه افغانان هم وپیژندل سي او هغه به بیا دافغانستان لپاره په مفته وروزل سي. 

متوسط مکتبونه او مدرسي باید ددولت مسولیت نوي. تعلیم یې باید اختیاری سي او دهغه مصارف باید نیمه خصوصي وي چه اکثر مصارف یې باید دولت په غاړه واخلي. دا باید پلرونه او مورګاني وهڅوي چه دخپل اولاد مصارف په غاړه واخلي او مکتبو یا مدرسو ته یو څه پیسي ورکړي. مفت بیقدره وي او تعلیم هغوته باید ورکړ سي چه هغه یې غواړی. اوسنې متعلمین ددي بیقدري ضایعه دي نو ځکه ددوی تعلیمي سطحه دکلنو په تناسب ټیټه ده. 

پوهنتونونه او جامعي باید مفت نوي. دا چه افغانستان ديني جامعي لري نو دوۍ باید یا دپوهنتون یوه برخه وي او یا خصوصي سی. دا په دې معنی چه که دکابل پوهنتون دشرعیاتو څانګه ولري نو هغه به لس مرکزونه ولري چه هغه به مدرسي وی او په مختلف ولایاتو کې به وي. مثلا دنور المدارس دعالی دوری شاګردان کولای سي هم دنور المدارس شهادت نامه ولري او هم دکابل دپوهنتون. دهغوي تعلیم باید یو وي او یا یو څه تغیر ولري چه کم او بیش یو معیار ولری. 

په عین زمان کې پوهنتون باید دنورو په مخه دروازې ونه تړي. دکانګور امتحان باید له مینځه ولاړ سي. هر پوهنتون دشاګردانو دداخلی لپاره معیار وټاکې چه هغه باید ددولتي او یا خصوصي پوهنتون په سر نه وي بلکه هغه دعلمي شعبې دضرورت او ابتدایي علومو په مهارت باندې متکي وي. دکانګور اول نمره باید دطب دفاکولتی دویلو حق او یا فریضه نه ولري. هر هغه کس چه په ریاضي ، کمیاء او نورو سیانسي علومو کې ښه وي هغه ومني. دجغرافیې او یا دپښتو د ټیټو نمرو اخیستونکي باید مجازات نسي. 

ټول پوهنتونونه باید سمیستروار پیسونه واخلي، چه شاید متفاوت وي. ددولتي پوهنتون پیسونه ټیټ، دنیمه دولتي لیږ جګ او دخصوصي پوهنتون زیات جګ وي. دپیسو تفاوت باید دپوهنتون دمصارفو په اساس وي چه په خصوصي پوهنتونو کې دسرمایه دارانو فایدي به هم پکې وشمارو. دتعلیم معیار باید جګ وي؛ استادان باید ددولت لخوا وپیژندل سي، او هغوي دعلمي سویې یو روښانه ستورې وي. ددکتورا نه سوا نور اسناد ونمنل سي، مګر داستثناء شرایط ولري. یعني، دخپلي تعلیمي سویي سره سم تعلیم ورکړي، تحقیق وکړي، او دلوړو زدکړو لپاره په دوه او درې کاله کې ولاړ سي. 

د پوهنتون ټول مصارف باید دشاګرد په غاړه وي. یو شاګرد که ډیر ځیرک او هوښیار وي نو دولت او بله اداره به بورس ورته ورکړي او که تکړه نه وي نو هغه به یا قرض حسن اخلي (چه دولت باید ورته بودجه تخصیص کړي) او یا به دشاګرد تعلیم دکورنۍ خلک په غاړه اخلي. افغانستان اوس سل کاله مخته افغانستان ندی او اوس خلک دتعلیم په فایده پوهیږي. 

دولتي پوهنتون او جامعه باید مفت تعلیم ور نکړي خو دا دا معنی نلري چه هغه خپل پوهنتونونه یا جامعي ونلري او له دوی سره مالي مرسته ونکړي. کیدای سي یوڅه پوهنتونونه سل په سلو کې دولتي وي او دشاکردانو دداخلی لپاره غټ معیار ولري. دولت دشاګردانو پیسي داستادانو دعالی او اعلی سویي اخیستلو لپاره استعمال کړي. حکومت دتعلیم او نورو پروګرامو ځایونه اماده کړي، او د تحقیقاتو مصرف د دولت له بودجي ادا کړي. 

دولتي پوهنتون او جامعي کیدای سي نیمه خصوصي سي چه هغه باید لیږ زیات پیسونه واخلی. داسې پوهنتونونه باید هغه پروګرامونه ولري چه هغه د دولتي پوهنتونو څخه توپیر ولری. ډیر پوهنتونه باید سره یو سي ترڅو ضروریات یې کم سي او ښه استادان او مجهز تعلیمی او تحقیقی مرکزونه ولری. 

خصوصی پوهنتونو ته باید اجازه ورکړل سي خو هغه باید ډیر جدي کنترول سي. دکنترول لپاره آزادي متخصصي اداري جوړي سي چه هغه دهر پوهنتون ټول پروګرامونه تر نظر تیر کړي او هغه پروګرامو ته اجازه ورکړي کله چه نوموړي اداره مطمئینه سي چه دداسې پوهنتون شاګردان به په ملې سطحه ددندو په بازار کې کامیابه سي او دوطن لپاره به دخپل تعلیم سره مطابق خدمت وکړي. 

خلاصه

افغانستان غریب هیواد دی چه کولای سي ابتدایي تعلیم مفت کړي او په خاصه درجه ټول متوسط مکتبونه او مدرسي او پوهنتونه یا جامعي کم او زیات نیمه مفت کړي. جامعي باید دپوهنتون یوه برخه وي. حکومت ددولتي پوهنتونونو شمیر کم کړي او زیات یې نیمه خصوصي کړي او خصوصي پوهنتونونه سره یو کړي تر څو تعداد یې کم، او تعلیمي سطحه یې جګه او اوچته سي. 

و به نستعین