د افغان په بده ورځ ټول جهان چوپ دی
لاندې ځمکه، پاس فضا او اسمان چوپ دی
نړۍ چوپه ده هیڅ سوڼ اوریدی نه شي
چې په نوم سره یادیږي انسان چوپ دی
هغه عرش چې يي د عدل افسانې دي
نن د عدل او انصاف له بیان چوپ دی
د موسی د افتونو قصې دروغ شي(۱)
په فرعون د زمانې چې توپان چوپ دی
د یهودو کنیسا د سکوت ښکار شوه
د عیسی هم کلیسا، واټیکان چوپ دی
عجمیانو خو بایللی، دین جوارۍ کې
په مکه او مدینه کې وجدان چوپ دی
د لوېدیځ سره شریک ښکاري توطیه کې
د ملګرو ملتو چې سازمان چوپ دی
د بشر حقوق دعوه چې چا لرله
نن هغه څمڅه کې پټ وپنهان چوپ دی
چې دوکه کې تر ځان وړاندې، ملا ویني
د ملا مخکې نن ځکه شیطان چوپ دی
برخلیک ته د ملت په دې حیران یم
چې د څو غلو په دستور او فرمان چوپ دی
ویاړ پر هغه لیونو چې سکوت مات کړي
د زیاترو خو له ډاره فغان چوپ دی
میخانه کې د پیالو په کړنګار مست یم
نور عالم خو د جنت په ارمان چوپ دی
یادونه:
(۱ ) دلته د موسی هغه لس بلاګانو(افتونه) ته اشاره ده، چې نوموړي د یهوه(د یهودو خدای) په لارښوونه د مصر د تېرمهال د فرعون په وړاندې د معجزې پتوګه کارولي. د تورات په حواله موسی غوښتل چې په مصر کې مېشت اسراییل بیرته خپل وطن کنعان ته ستانه شي، خو فرعون يي بویه مخه نېوله. هغه لس افتونه په لاندې ډول دي:
اوبه په وینو بدلېدل، د چینګښو افت، د ماشو افت، د مچانو افت، د ژویو مړینه، د دانو افت، د ږلۍ افت، د ملخانو افت، د تورتم افت، د اولباري ماشومانو مړینه
تورات، د کډوالۍ څپرکی ۸۶ څخه تر ۹۲ مخونو پورې.
د ۲۰۲۱ کال د نومبر ۱۷ مه
سرلوڅ مرادزی