دا جه نن سبا دطالبانو دسولی خبری ولاړی دی، په میدان کی په چټک ډول ولسوالوی نیسی، او دوی لا تراوسه دآینده اسلامی نظام لپاره داسی عمومیات وایی چه تر مشکله هم مشکل دی چه تفسیر سی نو اوس وخت دی دغنی بیخونده او بی هیله اداره پریږدو او خوله په طالبانو باندی خلاصه کړو. 

دطالبانو اوله دوره دانډیوالی دوره وه او هغه به اضطراری دوره وبولو. هغوی به له همدی سببه معاف کړو. زه دهغوی ددوری ددریو میاشتو شاهد یم. خو زما شاهدی شرین او ترخه حقایق لری چه دهغو دویلو وخت ندی. بیا هم دهغوی خلوص او تواضع باید یو مثال وی مګر دهغوی دتوپکیانو ترخه رویه بیا دقی او خواګرځونی سبب دی. 

دطالبانو اوله دوره بی پلانه دوره وه او تراخره په جنګ کی تیره سوه. دهغوی نظم وه خو نظام نه وو. هغوی له همغه وخته دکلیوالو طالبانو منطق درلود چه دنوی کارو لپاره یی چمتوالی نه ښود. داسی منطق دحکومتداری منطق نه وو. هغوی ته دنوی نظر خیال محال وو او په پسخند او خندا به یی تیره وله. زه په همدی دلیل ځینی مایوسه او دخپل زوند په سمون پسی وتیښتیدم. امنیت یی ښه وو خو بیا هم هغه حرکت انقلاب وو چه مخه یی اوس ځینی پاکو مشرانو نیولی وه. په عمومی ډول دیو ایدالیست مسلمان له ارمانونو سره یی هیڅ توافق نه درلود. 

زما په نظر دطالبانو پورتنی دریځ دهغوی دکمتری احساس وو. دا چه رسیدلی کسان یی فارغین نه وو او د افغانستان دملحد نظام دتربیه سوی کسانو سره سیالی درلوده او همیشه یی طالبانو ته په حقارت کتل دهغوی په مینځ کی داغیارو خبری منل یو محال کار ښکاریدو. 

مونږه نه یو خبر چه طالبان ترکومه حده په اسلام پوه دی او دهغه په تفسیر او بیان باندی دیو مجتهد په توګه خبر دی. هغه دپاکستان دفضل رحمن غوندی بیخونده او مجهول اسلام غواړی او دځان دساتنی په خاطر له هر فاسد او متقی سره جوړ وی. 

ایا طالبان دیو مثالی اسلام په لور قدم اخلی؟ ایا هغوی دحرکت انفلاب اسلامی په ډول دشرعی په نفاذ کی سست دی او که نه. اسلام تنها په مسجد او محکمه کی نه ښکاره کیږی. اسلام دهری شعبی په اداره او له خلکو سره دعدل او ظلم په فضا کی دمعامله کولو په پروسه کی ښکاره کیږی. دهغوی هر عمل دعدل په تله تلل کیږی او له همدی لیاری ددوی اسلامیت ته ګوته نیول کیږی. 

ایا طالبان دمفتی عثمانی غوندی خلک لری چی بی له سیاسی نارو اسلامی فقهی ته نوی بڼه ورکړی او اسلامی دنیا یی په علم او درایت باندی اقرار وکړی. 

هیله ده اوس هغه زاړه خلک پوه سوی وی او نوی ځوانان یی په هدایه او ردمحتار باندی ملایان سوی نوی. 

هیله ده ځوان طالبانو داسلامی تراث ټول مهم کتابونه ویلی وی. توجیه او دتوجیه ملکه ورلری. عمومیات صرف دښه عمل او داخرت په سمون باندی ختم نکړی. داسلام پوره پیغام ورته معلوم وی. 

دامامت (حکومت کولو) اداب او اخلاق ورته معلوم وی. هغه چه الماوردی او یا عز عبدالسلام او یا ابن تیمه، ابن قیم او الغزالی لیکلی هغه یی پسی سپړلی وی. 

داسلامی قانون په اساسی حقوقو بلد وی. دهغوی لپاره دجزا‌ء، قراردادو، او اضرار او نورو قانونو سره نه تنها بلد وی بلکی په هره برخه کی تخصص ولری. 

خدای دی وکړی هغوی صرف دورځی په تیرولو باندی اکتفا ونکړی. هیله ده چه دمسلمان دنیاوی هوساینی ته دعمر فاروق په ډول متوجه وی. خدای دی وکړی هغوی یوه رؤیا ولری چه دعمر فاروق په څیر دټولو مسلمانو مصلحت په نظر کی ولری. 

هیله ده چه ددوی نظر دقدرت په شرابو باندی خړ نسی او تنها دافغانستان ماحول په نظر کی ونلری. هغوی او دهغوی ښه او بد کردارونه ټول مسلمانان متاثره کوی خصوصا چیری چه مسلمانان اقلیت وی او چیری چه منافقین په قدرت کی وی. 

هیله ده دنیایی سمون او اخروی سمون دیوی اشرفی دوه خواوی وبولی او جزء لایتجزا. هیله ده په همدی نظر بنا دافغانستان لپاره ځان داخرت په سمون باندی خلاص نکړی. 

که امامت واجب دی نو دامامت واجبات هم ډیر دی. دا دینی او عقلی واجب هم ددین او هم ددنیا دسمون لپاره دی. 

امامت دشریعت دتطبیق لپاره دی. شریعت دژوند لیاره ده او هغه ددواړو هم د دنیا او هم داخرت ښیګڼی ته هدایت ورکوی. نو ځکه امامت دخلکو څخه دنیابت او وکالت په معنی دی. هغوی دبیعت په زور عامه ولایت (سلطه) ترلاسه کوی او دامت دخیر او شر دجلب او سد وکالت لری. ولایت او وکالت حاکمانو ته ددنیا او اخرت دسمون واجبات ورپه غاړه کوی. 

په همدی پورته اصولو بنا هیله ده چه طالبان دهروزارت او ریاست، دهر ښار او کلی لپاره دترقی او پیشرفت پروګرامونه ولری او هغه بیا اهل کار ته وسپاری. دا ترقی دشریعت په هدایاتو ولاړه وی او په هغه کی دوطن هر تبعه ته دګډون حق ورکړی. 

ومن الله التوفیق