دنیمروز ولایت دمشرانو ددرناوي په بنا او هلته دښه بدلون (دملې شتمنۍ دغلا په استثناء) دنتیجو لیدنه مونږ ته یو نوی پټ زیری راکړ. هغه دا چه دافغانستان سوله کیدای سي دملت په لاس راسې نه درهبرانو، سیاستمدارانو، او روشنفکرانو په باټو او اوتوبوتو. 

ملت مونږ په دې تړاو هغه کسانو ته وایو چه اوس ددولت په منځنۍ او ټیټو رتبو کې کار کوي. دوی محلی تصمیم نیونکې دي. والی، قومندانان، مدیران او عسکر یا ملی پاڅون وال دي. ددوی تصمیم چه که په حقایقو او واقعیتو باندې ولاړ وي نو دنه جنګ تصمیم به دسولې دمرغیو لپاره خوندوره دانه وي. مونږ هیله لرو چه افغاني سوله په دې تاریکو شپو کې ددې څیراغ په رڼا کې ولیدل سې او ترلاسه سې. 

دنیمروز، شبرغان، سرپل او کندوز دولایتونو دبدلون حوادث دکندهار، هرات، او لشکرګاه، غزنی او طالقانو سره باید مقایسه کړو او په دې ټولو کې اول څلورو ولایتي حکومتدارانو یا واکمنانو، مامورینو او عسکرو ته سلام وکړو. دکندهار، هلمند، او دا نورو ولایتی حکومتدارانو ته دخواشینیۍ او غوسې پیغامونه ورولیږو. 

دبدل سوي ولایتو نتیجې او دسرزورو او بیرحمه محلي واکمنانو مقاومت دنړۍ او کابل دلیونو هغه خبرې چه وائې سوله په زور نه راځې دروغ وښودله. رښتیا دا سوه چه سوله دواکمنو په نیت او اخلاص په عقل او احساس باندې ولاړه او که دواکمنانو زړه او نیت پاک وي او دهغه په وجود باندې متقابل باور وي نو بیا دنیمروز په ډول بیټکه سوله راځې. 

دنیمروز محلي واکمنانو وښوده چه دکابل دخودخواهانو په تقاضا به خپلو خلکو ته تاوان ورسوي او ددوی یو مستقل اسلامي او ملي تصمیم به په زرهاوو انسانان دمرګ او ذلت څخه وژغوري. دشبرغان، کندز او سرپل ولایتو محلی مشرانو که څه هم اول مقاومت کړی دی خو دهغوۍ دقوماندانو او عسکرو یو ملي احساس باید بیا هم وستایل سې. هغوۍ دحالاتو دتحلیل له مخې خپله کمزوري درک کړې ده او دهغې له مخې ئې دښارونو دتخلیې او یا تسلیمیدو تصمیم نیولی دی. دکابل دمداریانو ژړاوې یوه خوا، همدې محلي واکمنانو رښتیا هم دځان او ملت دژغورنې احساس ښکاره کړی او دهغه په اساس باید ورته داحترام په سترګه وګورو. 

په پورته بدل سویو شمالي ولایتو کې دا ویره سته چه جنګ یوواری بیا ښار ته داخل سې. دا په دې دلیل چه ځیني سرټمبه او خودخواهان به په خپله ناکامي خوشاله نوي. دلته مسؤولیت طالبانو ته اوړي. طالبان باید دښارونو په نیولو غره نسې. هغوۍ باید خپل تهاجمي حرکت ونه دروي. هغوۍ باید دښار داداري او ساتنې لپاره اهل کسان پیدا او په ښار کې ئې پریږدي، محلي کارکنانو ته دعادت په شان دکار اجازه ورکړي، او جهادیان ددفاع او تهاجم دوه قوتونه فعال وساتي. په دې کیدای سې تښتیدلې کسان دبیا حملي توان له لاسه ورکړي او په دې ډول دنیول سوي ولایتونو امنیت تضمین سې. که بیا هم په دوی حملې سختي سې نو بیا باید جنګ دښار دباندې تم کړي او کنه دقرار په ځای فرار ښه ده ترڅو بیغرضه خلک له تاوانه وساتل سې. 

زمونږ دخواشینۍ پیغام دهلمند او کندهار او یا نورو سرټمبه واکمنانو ته دا ده چه نور دعقل او احساس لیاره خپله کړي. دخپلې تباهې حقیقت دي دملت له تباهې سره نه یوځای کوي. هغه پروني خلک چه له دوی سره همکار وو اوس دوحشي بمباریو په لمبو کې سوځي او دکفر په سلاحو وژل کیږي. له ځانه دي ادمخوران نه جوړوي. بس ده خپل زور ورته مالوم سو. ددوی زوند دڅو ورځو ده. اوس هم وخت شته چه تسلیم سې او یا دتیښتې لیاره له طالبانو وغواړي. دوی دکابل ومزدورانو ته اهمیت نلري. دوی باید په خپله په خپل ځان او اهل او ملت رحم وکړي. دوی په خپل آزاد او ملی تصمیم باندی ولاړه لیاره ومني. که دوی دا وکړي نو له ډیر تاریخي شرم څخه به خپل ځان او کورنۍ وژغوري. ددوی دا ناوخته تصمیم به دسولی دراتلو په لیاره کي بیا هم وختی تصمیم وي او په دې ډول به دګران افغانستان دملي سولي مرستندویه سې. 

دنوی سباوون په هیله