استرالیا کې د ۱۲ زرو عراقي او سوریه یي کډوالو حال

د SBS ورځپاڼې یو رپوټ وايي د استرالیا د حکومت د هغه اقدامه څخه څلور کلونه تیر شوي چې په ۲۰۱۵ کال کې یې د سوریې او عراق څخه کابو ۱۲ زره هغه کډوال استرالیا ته انتقال او میشت کړل چې جګړو او تاوتریخوالو له خپلو هیوادونو بې ځایه کړي وه.  ډیری دغه کډوال استرالیا ته له رسیدو وروسته د دغه هیواد په تسمانیا ایالت کې میشت کړل شول کوم چې د استرالیا یو لرې پروت ایالت دی. رپوټ وايي، د عراقي او سوریه یې کډوالو ډیری شمیر اوس د استرا

05.07.2020 خوشحال صافی

د استرالیا په مهاجرت مرکزونو کې پر ګرځنده مبایلونو بندیز ښايي غیرقانوني واوسي

د استرالیا د سنا مجلس یوې کمیټې ته خبر ورکړل شوې چې د کورنیو چارو وزیر پیټر ډوټن لخوا وړاندیز شوی قانون چې په مهاجرت توقیف مرکزونو کې د ګرځنده مبایلونو په کارونه بندیز لګوي د کډوالو او پناه غوښتونکو رواني روغتیا زیانمنوي. دغې کمیټې ته ویل شوي چې دا نوی پشنهاد شوی قانون د استرالیا له اساسي قانون سره سم ندی او باید نافذ نشي. استرالیا کې د کډوالو او پناه غوښتونکو مدافع ډلې پ

05.07.2020 خوشحال صافی

د استرالیا په یو هوټل کې بندي کډوالو د فعالانو د لاریون ملاتړ کړی

د استرالیا د کوینزلیند ایالت په مرکز بریزبن کې په (کنګرو پاینټ هوټل) کې بندي کډوالو دا ادعاوې رد کړي چې د مدني فعالانو لاریون او د هوټل محاصرې د دوی خوندیتوب او امینت له خطر سره مخ کړی. د استرالیا د مهاجرت سرپرست وزیر الن تج له دې مخکې تیره سه شنبه ویلي و چې د کنګرو پاینټ هوټل شاوخوا د لاریون کوونکو موجودیت له امله حکومت اړ شوی چې له یاد هوټله روغتیايي کارکوونکي وباسي. هغ

28.06.2020 خوشحال صافی

استرالیا غواړي د کډوالۍ په مرکزونو کې نوي محدودیتونه وضع کړي

د استرالیا حکومت غواړي په مهاجرت توقیف مرکزونو کې د ګرځنده تلیفونونو په کارونه بندیز ولګوي استرالیا کې د کډوالو او پناه غوښتونکو مدافع ډلې په دې هڅه کې دي چې د هغه وړاندیز شوي قانون د تصویب مخه ونیسي کوم کې چې د دغه هیواد سرحدي ځواک ته صلاحیت ورکړل شوی چې په مهاجرت توقیف خونو کې پلټنې ترسره کړي او د بندي کډوالو الیکترونیکي توکي لکه ګرځنده ټیلیفونونه ضبط کړي.

28.06.2020 خوشحال صافی

له دیرشو کلونو وروسته استرالیا د لومړي ځل لپاره اقتصادي رکود سره مخ ده

د کرونا وایرس له امله د استرالیا لومړنی اقتصادي رکود ښايي د کډوالۍ ضد احساسات راوپاروي استرالیا کې د کډوالۍ چارو کارپوهانو خبرداری ورکړی، دا چې د کرونا وایرس وبا له امله استرالیا له کابو ۲۹ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره له اقتصادي رکود سره مخ کیږي او د دندو فرصتونه کمیږي نو ښايي دې هیواد کې  د کډوالو ضد چلند هم وده وکړي. دې کارپوهانو له استرالیايي حکومت غ

21.06.2020 خوشحال صافی

د استرالیا د کډوالو نامعلوم توقیف په خلاف یو اعتراض له ۳۰۰ شپو راهیسې دوام لري

د بندي کډوالو سره د خواخوږۍ په پار د استرالیایي ډاکټرانو اوصحي کارکوونکو یوه ډله له سلګونو ورځو او شپو راهیسې له خپلو کورونو بهر اوسیږي.

21.06.2020 خوشحال صافی

استرالیا او هندوستان په سمندر کې د نظم ساتلو په ملاتړ ګډه اعلامیه لاسلیک کړه

استرالیا او هندوستان د پنجشنبې په ورځ د هند سمندر او ارام سمندر د سیمې د د ټولو هیوادونو ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي لپاره د قوانینو په اساس د نظم ساتلو یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه. دغه اعلامیه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د امنیت او دفاعي اړیکو په برخه کې یو مهم ګام بلل کیږي د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي او د هغه د استرالیايي سیال سکاټ موریسن ترمنځ د یوې آنلاین غونډې په ترڅ کې لاسلیک شوه. 

14.06.2020 خوشحال صافی

استرالیا کې د پناه غوښتونکو د ازادۍ لپاره لاریون ترسره شو

د «توقیف پای ته ورسوئ او پناه غوښتونکي ازاد کړئ!» تر شعار لاندې دغه لاریون د مۍ میاشتې په دیرشمه د استرالیا د زده کوونکو د چاپیریال شبکې لخوا ترسره شو، چې څه دپاسه ۴۰ د سپرلۍ موټرې پکې د (ویلاووډ) مهاجرت توقیف مرکز مخته درول شوې وې. د استرالیا د پناه غوښتونکو د عمل ایتلاف په یوه بیانیه کې ویلي چې د یاد لاریون په تنظیم او ترسره کولو کې یې د زده کوونکو د چاپيریال شبکې سره ملاتړ درلوده.

14.06.2020 خوشحال صافی

کووید۱۹ د استرالیا ترټولو ګټورې سرچینې یعنی مهاجرت ته زیان رسولی

د استرالیا درې لسیزې پرلپسې اقتصادي وده او خوشحالي د ختمیدو له ګواښ سره مخ شوې ځکه د کرونا وایرس وبا د دغه هیواد ترټولو ګټوره سرچینه یعنی مهاجرت په ټپه درولی او دغه هیواد ته یې په اقتصادي توګه د پام وړ زیان رسولی. سره له دې چې د استرالیا حکومت د کرونا وایرس وبا په اداره کولو کې بریالی شوی او د چټکو اقداماتو په عملي کولو سره او د سرحدونو په تړلو سره پدې توانیدلی چې د کرونا ویروس د لا خپریدو څخه مخنیوی وکړي او د هیواد

07.06.2020 خوشحال صافی

کرونا وایرس د استرالیا څوکلتوریزه ټولنه د بدلون له ګواښ سره مخ کړې

نیوس کاسموس د کډوالۍ د چارو یوه کارپوه وايي، د استرالیا د لومړي وزیر سکاټ موریسن دا وینا چې «که بهرني ویزه لرونکي او نړیوال زدکړیالان استرالیا کې د کرونا وایرس وبا په جریان کې د ځان مالي ملاتړ نشي کولی نو بیرته دې خپلو هیوادونو ته لاړ شي»، په حقیقت کې د دغه هیواد د څوکلتوریزه ټولنې په مخ د څپیړې مانا لري. د کاسموس په نظر، دا وینا د استرالیا د څوکلتوریزه ټولنې په کړنلارو کې نیمګړتیاوې ښکاره کوي ځکه تردې مخکې هیڅکله هم

07.06.2020 خوشحال صافی

استرالیا: د کډوالو مدافع ډلو د نوي وړاندیز شوي قانون خلاف غږ پورته کړی

استرالیا کې د کډوالو او پناه غوښتونکو مدافع ډلې په دې هڅه کې دي چې د هغه وړاندیز شوي قانون د تصویب مخه ونیسي کوم کې چې د دغه هیواد سرحدي ځواک ته صلاحیت ورکړل شوی چې په مهاجرت توقیف خونو کې پلټنې ترسره کړي او د بندي کډوالو الیکترونیکي توکي لکه ګرځنده ټیلیفونونه ضبط کړي. مدافع ډلې وايي، که چیری دا قانون تصویب شي نو په مهاجرت توقیف خونو کې د ډیرو کډوالو او پناه غوښتونکو له حاله به دوی ناخبره پاتې شي او حکومت به وکولی شي

31.05.2020 خوشحال صافی

اندونیزیا او استرالیا د روهنګیايي کډوالو بحران لپاره د حل لاره لټوي

د بشردوستانه سازمانونو د فشارونو له کبله اندونیزیا او استرالیا د بالي پروسې په چوکاټ کې خبرو اترو ته اړ شوي ترڅو د روهنګیايي کډوالو کړکیچ لپاره د حل لارې پیدا کړي او په اندامان سمندرګي کې د روهنګیايي کډوالو یو بل احتمالي ناورین ته چمتووالي ونیسي.  په اندامان سمندرګي کې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د روهنګیايي کډوالو څو کښتۍ ډوبې شوې چې په پایله کې سلګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

24.05.2020 خوشحال صافی

استرالیا: د کارګر ګوند ویاندې د مهاجرینو د کمښت غوښتنه کړې

د استرالیا د اپوزیسیون کارګر ګوند د کورنیو چارو ویاندې کریسټینا کینلي ویلي چې د کرونا وایرس له ختمیدو وروسته پکار ده چې استرالیا د موقتي کډوالو د قبلولو کلنۍ شمیره راکمه کړي ترڅو استرالیايان د دندو په ترلاسه کولو کې د لومړیتوب حق ولري. کریسټینا ویلي، د کرونا وایرس وبا له ختمیدو وروسته حکومت ته لوی فرصت په لاس ورځي چې د استرالیا د مهاجرت سیستم کې او په ځانګړي ډول د موقتي مهاجر کارګرو په جذبولو کې کموالی او د پام وړ بد

17.05.2020 خوشحال صافی

استرالیا کې د لنډمهاله ویزو لرونکو لپاره د بیړنې مرستو غوښتنه شوې

د استرالیا سرتاسره په پراخه کچه د بشر د حقونو ټولنو او مدافع ډلو له حکومته غوښتلي چې د کرونا وایرس مالي او اقتصادي مرستې او خیریه ملاتړ اقدامات دې لنډمهاله ویزه لرونکو وګړو او پناه غوښتونکو ته وغځوي. د استرالیا حکومت د کرونا وایرس د وبا په خاطر یو لړ مالي او اقتصادي ملاتړ پروګرامونه په لار اچولي. حکومت پدې پروګرامونو کې د استرالیا اتباعو او دایمي اوسیدونکو سره هرو ۱۵ ورځو کې ۵۵۰ ډالره مالي تمویل کوي، اما پناه غوښتونک

17.05.2020 خوشحال صافی

د مالیزیا حکومت سلګونه کډوال او بهرني کارګر توقیف کړي

د حقونو ډلو ویلي مالیزیا کې د کرونا وایرس د لګیدلو محدودیتونو او بندیزونو په جریان کې چارواکو سلګونه کډوال او بهرني کارګر نیولي او هغوی يې توقف خونو ته استولي. پدې وروستیو کې مالیزیا کې د بهرنیو کډوالو په وړاندې د خلکو غوصه راپاریدلې. ډیری پدې باور دي چې کډ‌وال د کرونا وایرس په خپرولو کې ښکیل دي او پر حکومتي سرچینو یې بار زیات کړی. مالیزیا شاوخوا دوه میلیونه راجستر شوي به

10.05.2020 خوشحال صافی

سلګونه روهنګیایان سمندر کې بند پاتې دي

روهنګیايي کډوال شهاب الدین وايي کله چې د فبروري میاشتې په پیل کې په یوه لرګینه کښتۍ کې سپور شو، هیله یې درلوده چې مالیزیا ته به رسیږي او هلته به ارامه ژوند پیلوي، خو لدې نه و خبر چې دا سفر به هغه له مرګوني حالت سره مخ کړي. ۲۰ کلن شهاب الدین د ۴۰۰ روهنګیايي کډوالو له ډلې څخه دی چې دوه اوونۍ وړاندې پداسې حال کې وژغورل شول چې کښتۍ یې مالیزیا ته په رسیدو بریالۍ نشوه او څو اوونۍ په سمندر کې بې درکه وه.

10.05.2020 خوشحال صافی

اسټرالیا دریو نورو میاشتو لپاره خپلې پولې تړلې ساتي

د استرالیا حکومت به لږترلږه د دریو نورو میاشتو لپاره خپلې پولې د بهرنیو مسافرینو په مخ تړلې وساتي ترڅو دغه هیواد کې د کرونا وایرس وبا په بشپړه توګه کنټرول کړای شي. د دغه هیواد ستر روغتیايي افسر برنډن مرفي وايي، «دامهال نړیوال وضعیت داسې دی که چیرې په سرحدي اقداماتو کې ژر نرموالی رامنځته شي نو ښايي ډیر خطرناک تمام شي او استرالیا کې د کرونا وایرس د چټک خپریدو چانس بیا زیات شي.»

03.05.2020 خوشحال صافی

اندونیزیا کې لسګونه ناقانونه مهاجرین نیول شوي

له مالیزیا څخه اندونیزیا ته ستنیدونکي لسګونه ناقانونه مهاجرین نیول شوي د اندونیزیا سمندري پولیسو خبر ورکړی چې لسګونه هغه اندونیزیايي ناقانونه مهاجر کاریګر یې نیولي چې مالیزیا ته په ناقانونه توګه د کار لپاره تللي و.  پولیسو ویلي دغه کسان هغه مهال وینول شول کله چې هڅه یې کوله له چارواکو څخه په پټه په قاچاقي او ناقانونه سمندري لارو بیرته اندونیزیا ته راستانه

26.04.2020 خوشحال صافی

د استرالیا پولې ښايي تر اوږدې مودې پورې تړلې پاتې شي

د اسټراليا حکومت اسټراليايانو ته ويلي، ددې هيڅ ضمانت نشي ورکولی چې ګواکې اسټراليايان به وشي کولی د روان کال پای پورې له اسټراليا څخه بهر سفر وکړي. د کرونا ويروس وبا دا مهال ټوله نړۍ کې حالت بحراني کړی او داچې کله به خلک د سفر کولو اجازه ترلاسه کړي دا لا معلومه نده. د حکومت په وينا، کيدای شي اسټراليا کې دننه داخلي الوتنې بيرته فعاله شي ولې د بهرنيو سفرونو ضمانت څوک نشي ورک

19.04.2020 خوشحال صافی

ملبورن کې د کډوالو د حق غوښتنې لاریون کوونکي زرګونه ډالره جریمه شوي

د اسټراليا ملبورن ښار کې د کډوالو مدافعينو د هغه هوټل مخې ته لاریون ترسره کړو چيرې چې کډوال بندي ساتل کیږي او د هغوی د خوشې کیدو غوښتنه يې کوله، خو پوليسو دا مدافعين ۴۳ زره ډالر جريمه کړي. پدې لاریون کې مظاهره کوونکو د موټرو کتار جوړ او پرې جنډې زړولې وې او د کډوالو خوشې کولو غوښتنه يې کوله. مدافعينو ويل، که چيرې دا کډوال خوشې نشي نو پر کرونا ويروس به مبتلا شي. خو لکه څرن

19.04.2020 خوشحال صافی

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more