د اسټراليا ملبورن ښار کې د کډوالو مدافعينو د هغه هوټل مخې ته لاریون ترسره کړو چيرې چې کډوال بندي ساتل کیږي او د هغوی د خوشې کیدو غوښتنه يې کوله، خو پوليسو دا مدافعين ۴۳ زره ډالر جريمه کړي.

پدې لاریون کې مظاهره کوونکو د موټرو کتار جوړ او پرې جنډې زړولې وې او د کډوالو خوشې کولو غوښتنه يې کوله. مدافعينو ويل، که چيرې دا کډوال خوشې نشي نو پر کرونا ويروس به مبتلا شي.

خو لکه څرنګه چې د اسټراليا ډيرو ايالتونو کې ګرځبندیز او ټولنيز واټن تر نامه لاندې سخت قوانين مخې ته وړل کيږي او سرغړوونکي له درنو جريمو سره مخ کيږي نو پوليسو هم د همدې قوانینو له مخې د کډوالو دا پلویان او مظاهره کوونکي ۴۳ زره ډالر جريمه کړي.

د ملبورن ښار پوليسو اس بي اس شبکې ته ویلي، د دې لاریون ۲۶ ګډونوال یې نقدي جريمه کړي او درې کسانو ته یې د ترافيکي قوانینو څخه د سرغړونې جريمه ورکړې.

بله خوا د لاریون تنظيم کوونکو ويلي، دا لاریون موټرو کې ناستو مدافعيون ترسره کړی او ټولنيز واټن قوانين يې مراعت کړي.

دوی ویلي، مونږ د پالنې، او همدردی له مخه راوتي و او دا د شته قانون سرغړونه نه شميرل کيږي.