نیوس کاسموس د کډوالۍ د چارو یوه کارپوه وايي، د استرالیا د لومړي وزیر سکاټ موریسن دا وینا چې «که بهرني ویزه لرونکي او نړیوال زدکړیالان استرالیا کې د کرونا وایرس وبا په جریان کې د ځان مالي ملاتړ نشي کولی نو بیرته دې خپلو هیوادونو ته لاړ شي»، په حقیقت کې د دغه هیواد د څوکلتوریزه ټولنې په مخ د څپیړې مانا لري.

د کاسموس په نظر، دا وینا د استرالیا د څوکلتوریزه ټولنې په کړنلارو کې نیمګړتیاوې ښکاره کوي ځکه تردې مخکې هیڅکله هم بهرنیان استرالیا کې له دومره لږ هرکلې سره نه و مخ شوي.

کاسموس وايي، داسې ښکاري چې د استرالیا د اپوزیسیون کارګر ګوند هم په ټاکنو کې د دوو پرلپسې ماتو وروسته اوس په خپله مهاجرت پالیسۍ او دریځ کې بدلون رامنځته کړی. 

د نوموړي په وینا، د کارګر ګوند د کورنیو چارو مسؤلې (کریسټینا کینلي) دا غوښتنه چې له کرونا وایرس وروسته باید استرالیا د مهاجرت کچه ټیټه وساتي، ښايي استرالیا کې ملتپاله او د کډوالۍ ضد احساساتو ته وده ورکړي.

کاسموس وايي، دا معلومه خبره ده چې د کوید۱۹ وبا د استرالیا حکومت د اقتصاد د بیارغولو او خلکو ته د دندو د موندلو له ننګوونو سره مخ کړی. دې وبا یوځل بیا د استرالیا د مهاجرت او د نفوس د زیاتوالی پالیسۍ په اړه بحث رامخته کړی. د یو ملت په توګه استرالیا لپاره دا جدي مسَلی دي چې باید حل یې کړي. 

خو د نوموړي په وینا، پدې بحث کې باید استرالیایان د نورو هیوادونو له وګړو ویره یا (زینوفوبیا) ته لاره هواره نکړي او دا باید په یاد ولري چې یو څوکولتریزه ټولنه او زیات مهاجرین څومره اقتصادي او ټولنیزې ګټې له ځانه سره لري.