د استرالیا سرتاسره په پراخه کچه د بشر د حقونو ټولنو او مدافع ډلو له حکومته غوښتلي چې د کرونا وایرس مالي او اقتصادي مرستې او خیریه ملاتړ اقدامات دې لنډمهاله ویزه لرونکو وګړو او پناه غوښتونکو ته وغځوي.

د استرالیا حکومت د کرونا وایرس د وبا په خاطر یو لړ مالي او اقتصادي ملاتړ پروګرامونه په لار اچولي. حکومت پدې پروګرامونو کې د استرالیا اتباعو او دایمي اوسیدونکو سره هرو ۱۵ ورځو کې ۵۵۰ ډالره مالي تمویل کوي، اما پناه غوښتونکي او د لنډمهاله ویزو لرونکي بهرني وګړي یې بې برخې پریښي.

د سه شنبې په ورځ د استرالیا د پناه غوښتونکو شورا په ګډون د بخښنې نړیوال سازمان او د بشر حقونو د قانون مرکز څه دپاسه ۲۰۰ غړو لومړي وزیر سکاټ موریسن ته یو پرانیستې لیک استولی او له هغه څخه یې غوښتي چې د کرونا وایرس په ځوابیه مرستو کې دې د استرالیا پناه غوښتونکي او د موقتي ویزو لرونکي اړمنې ټولنې شاملې کړي.

په یاد لیک کې راغلي، «استرالیا او نړۍ د کرونا وایرس ناروغۍ سره مبازره کوي او دا مبارزه یوازې هغه وخت بریالۍ کیدلې شي چې مونږه په ټولنه کې خپل فقیر او زیانمنو خلکو سره مساویانه چلند وکړو.»

یادو ټولنو خبرداری ورکړی چې که له یو میلیون زیاتو دې خلکو ته د مالي ملاتړ دا مرستې ژرترژره ورنکړل شي، نو ښايي استرالیا کې د عامې روغتیا ناورین رامنځته شي.

د دوی په وینا، استرالیا کې ‌ګڼ شمیر پناه غوښتونکو او لنډمهاله ویزه لرونکو وګړو د کرونا وایرس له امله خپلې دندې له لاسه ورکړي او کورنۍ او ماشومان یې له لوږې او بې کورۍ سره مخ دي.