د استرالیا د اپوزیسیون کارګر ګوند د کورنیو چارو ویاندې کریسټینا کینلي ویلي چې د کرونا وایرس له ختمیدو وروسته پکار ده چې استرالیا د موقتي کډوالو د قبلولو کلنۍ شمیره راکمه کړي ترڅو استرالیايان د دندو په ترلاسه کولو کې د لومړیتوب حق ولري.

کریسټینا ویلي، د کرونا وایرس وبا له ختمیدو وروسته حکومت ته لوی فرصت په لاس ورځي چې د استرالیا د مهاجرت سیستم کې او په ځانګړي ډول د موقتي مهاجر کارګرو په جذبولو کې کموالی او د پام وړ بدلون رامنځته کړي ترڅو استرالیايي وګړو ته زیاتې دندې او کاري فرصتونه پیدا شي.

د نوموړې په وینا، دې سره به استرالیا کې د بې کارۍ په کچه کې هم د پام وړ کموالی راشي.

آغلې کریسټینا هغو مهاجرینو ته اشاره کوي چې په موقتي ویزو استرالیا ته د کار لپاره ورځي. د سرشمیرنو پربنسټ د دغه ډول مهاجرینو شمیر استرالیا کې د ۲۰۱۹ کال تر پای پورې له دوه میلیونو لوړ شوی.

استرالیا کې په دغه بهرنيو مهاجرینو کې د بیلابیلو ویزو وګړي شتون لري. ډیری برخه یې د نیوزیلینډ هیواد اتباع دي، ورپسې نړیوال زده کوونکي، ګرځندویان، او کم شمیر یې هغه بهرنیان دي چې استرالیا ته د رخصتیو تیرولو لپاره ورغلي خو ورسره هلته کار هم کوي.

د کریسټینا دغه څرګندونې چې د چهارشنبې په ورځ یې کړي د کارګر ګوند د کیڼ اړخو غړو له سخت غبرګون سره مخ شوي او هغه یې د ګوند د مهاجرت له دريځ سره په ټکر کې بللي.

خو ځینو نورو مشرانو او د پارلمان غړو د کریسټینا خبرې پرځای بللي او ترې ملاتړ یې کړی او ویلي دي چې استرالیا کې پر مهاجرینو د زیاتې اقتصادي اتکا په اړه هغې د پام وړ بحث رامخته کړی.

د کارګر ګوند د کورنیو چارو ویانده د مهاجرت په هکله دا څرګندونې پداسې حال کې کوي چې ګوند یې د استرالیا په تیرو دوو ټاکنو کې له پرلپسې ماتو سره مخ شوی. د ډیرو په باور په ټاکنو کې د کارګر ګوند نه بریالي کیدل ترډيره د دغه ګوند د مهاجرت ناسمو پالیسیو پورې تړاو لري.