په کابل کې په نویو زیږدېلو ماشومانو او د دوی پر میندو او په ننګرهار کې په جنازه له برید وروسته چې ولسمشر غني د امریکا په قراردي خونیانو یا طالب سړیخورو د یرغلیزو عملیاتو اعلان وکړ، طالبانو غوغا پیل کړه چې ولسمشر غني سوله نه غواړي، جګړه غواړي او هڅه یې دا ده چې د جګړې له لارې په واک کې پاتې شي۔ سربېره پر دې د طالبانو د کوټې او پېښور شوراګانو د قطرمېشتي طالب مشرانو په خوښه په افغانستان کې د ملکي او نظامي بسنټونو پر ضد د مرګوني یرغلونو اعلان هم وکړ۔ که څه هم چې افغان غمځپلی ولس طالب ښه ترا پیژني او پوهېږي چې سوله څوک غواړي او جګړه څوک، خو بیا هم اړینه ګڼم چې یو څو ټکو ته اشاره وکړم۔

طالب له خپل پلید، نجس، بدمرغه او حرام زېږد سره سم تل تر تله په جګړه ټیګار کړی دی، ځکه چې د دې قراردادي خونکارانو دنده جګړه ده، نه سوله۔ طالبان لا له کندهار څخه نه ول راوتلي چې اسلامي حزب ورته د سولې وړاندېز وکړ، خو دوی یې لا استازي هم سپک او په مرګ وګواښل۔ طالبان کابل ته نه ول را رسېدلي چې احمدشا مسعود میدانښار ته ورغی او د سولې وړاندیز یې ورته وکړ۔ طالبانو هرګوره له سولې او جوړجاړي انکار وکړ۔ کله چې ښاغلی کرزی ولسمشر شو، د خپلې دورې له لومړي پیل څخه یې ان تر وروستۍ ورځې  پورې طالبان ته زارۍ وکړې چې راشئ سوله وکړئ، طالبانو ته به یې د وروڼو خطاب کوه، خو طالبانو به د ښاغلي کرزي په نارو، اوښکو او د سولې په ارمانونو پسخند کوه۔ 

کله چې ولسمشر غني واکمن شو، له همغې لومړۍ ورځې راهیسې یې طالبانو ته د سولې وړاندې وکړ، خو طالبانو رشخند کړ۔ د ولسمشر غني او ټول ولس په غوښتنه طالب سړیخورو یوازې او یوازې درې ورځو اوربند ته زړه ښه کړ، خو کله چې پوه شول چې په اوربند او سوله کې د الله ج رحمت او د ولس ښېراري نغښتې ده، ډېر ژر یې اورباند مات او بېرته یې د لېونیو سپیو په څېر جګړې ته ودانګل یا جګړې ته ور وشکیرل شول۔ دا دي تر نن پورې یې د ولسمشر غني د سولې او اوربند غوښتنې ته منفي ځواب ورکړی دی، حال دا چې له امریکا سره شل کلنه جګړه یوازې او یوازې په درې پاڼو قرارداد پای ته رسوي۔ 

حیرانوونکې نه ده؟ طالبان له خپل مسلمان افغان ورور، له خپل مسلمان مؤمن ولس سره او له خپل یتم کلیوال سره څلور ورځې اوربند نه کوي، خو له هغه یهودو او نصاراوو سره شل کلنه جګره په دری پاڼو قرارداد پای ته رسوي، حال دا چې همدې یهودو او نصاراوو د نړۍ تر ټولو زهري وسلې پر همدې مؤمن ولس وکارولي کوم چې طالبان یې خپل ولس ګڼي؟ 

ولسمشر غني له کابو شپږو کلونو څخه طالبانو ته زارۍ کوي، سپینږیري یې ورجرګه کړل، مفتیان او دیني علما یې ورجرګه کړل چې راشئ سوله وکړئ او دا پردۍ جګړې پای ته ورسوی چې بدمرغي یې افغان ولس ګالي، خو ګټې یې د مسلمه امت غلیمان وړي۔ طالب سړیخورو له همغه ورځې څخه د ولسمشر غني د سولې پر نارو ملنډې ووهلې او لا یې وهي۔ ولسمشر غني له سعودي عرب څخه نیولې ان تر  اندونیزیا پورې د اسلامي جیدو علماؤ فتوا ور ته راوړه چې دا جګړه په هېڅ توګه جهاد نه دی، بلکې فتنه ده۔ خو طالبانو همغه د آی اس آی په لرګي سپاره دي او هر څه چې هغه ورته وایي همغه مني۔ نه د سولې پروا لري، نه د فتوا، نه د مکې شریفې د مفتیانو پروا لري او نه  هم په ریښتینې توګه د اسلام او شریعت پروا لري۔ 

طالبان په خپله خبرپاڼه کې لیکي چې دوی به په ملکي او نظامي بنسټونو بریدونه وکړي او د هغو بریدونو پړه به پر غاړه وانخلي چې ولسي وګړي پکې مړه شي۔ 

طالبانو له خپل پلید پیدایښت سره سم ولسي بنسټونه نړولي او ولسي وګړي یې وژلي دي۔ د حمارت له نړېدلو څخه وروسته یې په تېرو ۱۹ کلونو کې په زرګونو ډاکتران، انجینران ښوونکي، زده کوونکي، زده کړیالان، مامورین او خبریالان وژلي دي۔ طالب سړیخورو په سلګونو پلونه، سړکونه، لارې او پولچکونه نړولي دي او لا یې نړوي۔ په پښتون میشتو سیمو کې هر دویم سړک وران دی، هر دویم پل نړیېدلی دی، هره کوڅه په بمونو الوتلې ده، د هرې کورنۍ یو بیګنا ځوان طالبانو وژلی دی۔ نو طالبانو څنګه اوس ګواښ کوي چې دوی به ملکي بنسټونه هم ونړوي؟؟؟

دا خوارج اوس هم دا نه مني چې د شلو کلونو په اوږدو کې یې دا ټول هېواد لوټې لوټې کړ؟؟؟ 

طالبانو په تېرو ۱۹ کلونو کې څومره اسلامي علما ووژل، څومره جوماتونه یې په بمونو والوځول، څومره اسلامي علما یې په محرابونو کې د لمانځه پر سر شهیدان کړل؟ همدا تېره اوونۍ یې په کابل کې د مسجد ملا امام د تراوېح په لمانځه په محراب کې شهید کړ۔ په همدې روژه کې یې پر سجده پراته سرتېري شهیدان کړل، د روژه ماتي پر وخت یې سرتیري شهیدا کړل۔ 

داسې کور به په ټول افغانستان کې پیدا شي چې طالب سړیخورو به هغوی ته سپکاوی نه کړي؟؟ همدا اوس پنجابي مرتدان د جهاد په نامه زموږ په هېواد کې د خلکو په کورونو کې په زور ساتي۔ 

د طالبانو او امریکایانو له قرارداد څخه درې میاشتې تېږېږي، نه یوازې اسلامي علماوو بلکې د دې هېواد هر بچي په طالب غږ وکړ چې سوله وکړئ او دا پردۍ جګړې له دې خاورې وباسئ۔ طالب خوراجو له تړون وروسته په امریکایانو یو ټک هم نه دی کړی، خو په افغانانو یې ۲۸۹۰ مرګوني یرغلونه کړي دي۔ یوازې د روژۍ په دوه اوونیو کې ۲۷ ملکي وګړي په شهادت ورسول۔ یو افغان سرتېری یې د لمانځه پر سر چې په سجده پروت وو شهید کړ، اته سرتېري یې په داسې حالت کې شهیدان کړل چې په روژه ماتي لګیا ول۔ او دا دي درې ورځې وړاندې یې په نویو زیږدیلو ماشومانو برید وکړ، سترګې یې لا نه وې خلاصې کړې چې طالب خوراجو شهیدان کړل، په غوږونو کې یې اذان نه وو شوی چې طالبانو شهیدان کړل۔ کېدای شي چې همدا ماشومان تر ټولو افغانانو بختور وي، ځکه چې د طالب علیه لعنت نوم یې نه دی اورېدلی او نه یې هم د دوی پلیدې او نجسې څېرې ولیدي۔ یوازې د طالبانو د هغو ټوپکو غږونه یې واورېدل چې پنجابیانو، ایرانیانو او امریکایانو د مسلمانانو د وژلو لپاره ورکړي ول۔ 

نو د ابوجهل لښکر څنګه اوس د دې ګواښ کوي چې په افغانانو ملکي وګړو او ملکي بنسټونو به یرغل پیل کړي؟؟ د امریکا له تړون وروسته د کوټې شورا د نظامي څانګې غړي په زغرده په غونډو کی نارې وهلې چې جهاد اوس پیل شو چې امریکایانو سره قرارداد وشو او افغان ولس او افغان دولت د جګړې په ډګر کې یوازې پاتې شول۔ 

طالبان چې ریښتینی جهاد هغه وخت روا ګڼي چې امریکایان ووځي، نو بېشکه طالب خوارج د ابوجهل لښکر او د امریکا قراردادي خونیان دي چې یوازې او یوازې د یوه مسلمه امت پر ضد جګړه کوي، د اسلام یو سپېڅلی سنګر نړوي او یو مؤمن ملت د بربادۍ په خوا وړي۔ 

بیا هم که طالبان ریښتیا خپلې ترهګرۍ ته جهاد وایي، نو د هغو سعودي علماؤ د فتوا ځواب دې ووایي چې پرون یې د طالبانو جګړې ته د فتنې خطاب وکړ او دوی یې له اسلام څخه ګرد سره په مخالفت کې وبلل، ځکه چې طالبان یوازې او یوازې د اسلام او محمدي شریعت پر ضد را پورته شوي دي او د یوه مسلمه امت پر ضد جنګېږي۔ نو د ابوجهل لښکر او د امریکا قراردادي خونیان څنګه نارې وهي چې ولسمشر غني سوله نه غواړي؟؟؟ تر ټولو حیرانوونکې لا دا ده چې اوس امریکا د طالبانو وحشت توجیه کوي۔