مغفرة واجراعظیما
ان المسلمین والمسلمات والمومنین والمومنات والقنتین والقنتت والصادقین والصادقات والصابرین والصابرات والخشعین والخشعت والمتصدقین والمتصدقات والصءمین والصمت والحفظین فروجهم والحفظت والذاکرین الله کثیرا والذاکرات اعدالله لهم مغفرة واجر عظیما
۲۲ سپاره،داحزاب سورة ۳۵
څومره مقتدر اومدبراسماءاو صفات دانسان لپاره ټاکل شوی دی چې نه استهزا منی او نه زور اوزر نه مقام منی او انسانی شهرت او واک نه یې څوک په پبسو اخستلی شی اونه په کوم بل چل او فریب .شبږ خلی د میم تورې،شپږ ځلی دص، دوه ځلی دخ ،دوه ځلی دح،او دوه ځلی د ذ توري تکرار شوې دی مساوی ده په اته لسوچې تناسب یې د ناریننه او ښخینه موجودیت ټاکی او طبیعی ده چې عادلانه حقوق ور سره ملکری دی ځکه دعدالت او انصاف پر بنسټ ولاړ دی او دانسا نا نو لپاره یې تګلاری اسانه کړی ده .
نارینه او ښځینه په مساوی بڼه ،په اخلاص اوصریحه تو ګه ، بې له واکه او شهرته، بې له ریا اوظاهری ګټو او غوښتنونه. بې له فساد او هرډول تزویر چل او پلمې نه، دغه پیام او پیغام چاته وایی لوستونکی او او ریدونکی یی څوک دی؟د چامسولیت دی چې دغه مساوات ،عدالت او برابری په کور،کلی ، ښار ، تولنه او هېواد کې عملی جامه بې له جګړې ، شخړې او توپیر،خنډ ، استعمار او استعباد ور واغوندی او دالهی وعدې ا وژمنې ته ښه راغلاست ووایی ددې مقدسو کلیماتو متناسب جوړونکی وزن او قافیې ګرامر او کمپوز خو په منطقی لحاظ اسلامی سیاسی تصور ډیر لوړ دی خو موږ انسانان یو چې دا ټول جنجالونه اود جنجالونو ډولونه مو د سیاست تر نامه لاندې په ټولنه کې په بل دول رابرسېره کړی دی . په دې غنی فرهنګ کې تاسې وګورۍ موږ داطلاعاتو او کلتو ر یا دفرهنګ وزارت لرو.چې د روژي لپاره اصلا دینی بر نامه نه لری خو دلته یې دطلوع/شمشاد چینل کې د افطار په نوم پروګرام کې د خیراتو نو لیست د مجیبک هی میدان او فلانی میدان په لاس ورکړی چې اعلان یی نمایشی او ظاهری نوی دود راڅرګندوی تعاون او مرسته په اسلام کې معنوی اړخ لری د تلویژن تبیغاتی ځان ښودنه او طرحه نه ده دلته هم دکاکتوس په څېر د بې شمیره مارشالانو او جنرالا نو قافله را پېژندل کږی .زه فکر کوم چې دغه پروګرام دمجیب له پوهې، تجربی، اسلامی اصولو او په مسلکی لحاظ د تلویژن د یوه ویاند په توګه ډیر اوچت کار دی .که چېرې د مستحقینوخبره وی خو دلته لو مړی په اسلام کې د مستحقینو لپاره خانګړی نصاب شته دوهم دغه ټولنه له نیمایی زیاته زخمی او ټپې شوې ده د ولسواکی حالت یې په ملوک الطوایفی او مافیایې بڼه غوره کړې ډ یره زیاته ذهنی او عینی رغونې ته اړه لری که چېرې دا اتلان دومره بریالی او موثر خلک وی نو بیاد نړیوالې غوڅ ملاتړ ټولنه دلته څه کوی او بل داچې که موږ سل کلنه خپلواکی لمانخو نو ولې دومره مستحقین او بېوزلی لرو؟جګړه اصلا د چا لپار ده ایا زموږاختلافات،لافې او باټې په پورتینو کلیمو کې ګنجایش لری مخکې له دی چې په بهرنیو لاس وهنو بحث وکړو او خپلې سهوې او خطا ومنو او له ځانه پيل وکړو او خپل وجدان په هرمسولیت کې حاضر وګڼو! ټولنه په جوړښت کې د هر وګړی شتون ته اړتیالری اصلا ټولنه له وګړو جوړه شوې ده . بنا بران اسلامی نظام یو ولسواک نظام دی او هېڅ انجصار نه منی کلام الله کې فرمایی :وامرهم شوری بینهم او همدارنګه په کلام الله کې د شوری سوره له بین الافغانی او نورو اورکم پاوکم او چارک څخه د ولسواکی برخه کې روښانه مصداق کیدای شی .نوبت زهد فروشان زشت وقت شادی وطرب کردن رندان برخاست. دین دنیاو اخرت د سمون لپاره راغلی:ربنا اتنا فی االدنیا.................................