له مالیزیا څخه اندونیزیا ته ستنیدونکي لسګونه ناقانونه مهاجرین نیول شوي

د اندونیزیا سمندري پولیسو خبر ورکړی چې لسګونه هغه اندونیزیايي ناقانونه مهاجر کاریګر یې نیولي چې مالیزیا ته په ناقانونه توګه د کار لپاره تللي و. 

پولیسو ویلي دغه کسان هغه مهال وینول شول کله چې هڅه یې کوله له چارواکو څخه په پټه په قاچاقي او ناقانونه سمندري لارو بیرته اندونیزیا ته راستانه شي.

د اندونیزیا سمندري پولیسو ویلي، ۲۲ تنه اندونیزیايي دا مهاجر کاریګر د کب نیونې په یوه کښتۍ کې سپاره و او غوښتل یې د مالیزیا له (تانجنګ تامپل) سیمې څخه د اندونیزیا د شمالی سوماترا ایالت ته داخل شي.

سمندري پولیسو ویلي، له ټولو هغو سیمو او قاچاقي سمندري لارو څخه څارنه کوي او هلته دوامداره ګزمې ترسره کوي چې ناقانونه مهاجرین ترې د اندونیزیا او مالیزیا ترمنځ د تګ راتګ استفاده کوي.

له مالیزیا څخه اندونیزیا ته د مهاجر کاریګرو د بیرته ستنیدو دا قاچاقي سفرونه پدې وروستیو کې زیات شوي او په زیات شمیر کې اندونیزیايي مهاجرین کوښښ کوي چې د کرونا وایرس د محدودیتونه له امله بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.

مالیزیا کې دمګړۍ پر کرونا وایرس څه دپاسه پنځه نیم زره کسان اخته شوي او ۸۹ تنه ترې مړه شويدي. دغه هیواد کې سخت محدودیتونه او ګرځبندیز وضع شوی او له امله یې کاروبارونه په ټپه دریدلي.