د «توقیف پای ته ورسوئ او پناه غوښتونکي ازاد کړئ!» تر شعار لاندې دغه لاریون د مۍ میاشتې په دیرشمه د استرالیا د زده کوونکو د چاپیریال شبکې لخوا ترسره شو، چې څه دپاسه ۴۰ د سپرلۍ موټرې پکې د (ویلاووډ) مهاجرت توقیف مرکز مخته درول شوې وې.

د استرالیا د پناه غوښتونکو د عمل ایتلاف په یوه بیانیه کې ویلي چې د یاد لاریون په تنظیم او ترسره کولو کې یې د زده کوونکو د چاپيریال شبکې سره ملاتړ درلوده.

دغه لاریون کې ګډونوالو له مهاجرت توقیف مرکزونو د پناه غوښتونکو د خوشی کیدو غوښتنې وکړې او همداراز ټینګار یې وکړ چې هغوی ته باید دایمي ویزې او په ټولنه کې د میشتیدو زمینه برابره شي.

لاریون کوونکو همداراز په مهاجرت مرکزونو کې د بندي پناه غوښتونکو د ګرځنده تلیفونونو د ضبطولو لپاره د فدرالي حکومت هڅې هم رد کړې.

د لاریون ویناوالو تاکید وکړ چې د پناه غوښتونکو لپاره د ازادۍ غوښتنې دې کمپاین ته به ترهغې دوام ورکړي ترڅو د استرالیا حکومت ټول پناه غوښتونکي خوشی کړي نه وي.

دا مهال د استرالیا په مهاجرت توقیف مرکزونو کې د پناه غوښتونکو ترمنځ د روانۍ ناروغیو ‌پیښې مخ په زیاتیدو دي. تازه اندیښنې رابرسیره شوي چې د بریزبن په (کنګرو) او د ملبورن په (مانترا) هوټلونو کې د یو شمیر بندي پناه غوښتونکو لخوا د ځان وژنې هڅې شوي دي. له دغو هوټلونو د استرالیا حکومت د مهاجرت د لڼدمهاله توقیف مرکزونو په توګه استفاده کوي.

د دې دوه هوټلونو بندي پناه غوښتونکي د استرالیا له مانوس او نایرو سمندري مهاجرت توقیف خونو څخه د درملنې لپاره استرالیا ته لیږدول شوي خو تراوسه یې هيڅ راز روغتیايي پاملرنې ندي ترلاسه کړي.