استرالیا او هندوستان د پنجشنبې په ورځ د هند سمندر او ارام سمندر د سیمې د د ټولو هیوادونو ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي لپاره د قوانینو په اساس د نظم ساتلو یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه.

دغه اعلامیه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د امنیت او دفاعي اړیکو په برخه کې یو مهم ګام بلل کیږي د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي او د هغه د استرالیايي سیال سکاټ موریسن ترمنځ د یوې آنلاین غونډې په ترڅ کې لاسلیک شوه. 

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې (ماریس پاین) په خپلې رسمي بیانیه کې ویلي، «د هند او ارام سمندرونو د بحري همکاریو ګډه اعلامیه زموږ هیوادونه دیته متعهد کوي چې د مقراراتو پراساس په سیمه کې د نظم او ثبات ملاتړ وکړو او د ټولو هیوادونو خپلواکۍ ته د ملګرو ملتونو د سمندري قوانینو د کنوانسیون لمخې درناوی ولرو.»

نوموړې ویلي، «د دې اعلامیې لاسلیک د دواړو هیوادونو ملګرتیا او سمندري همکاریو ته وده ورکوي ترڅو په شریکه د نړیوالو ننګونو، لکه د خلکو قاچاق، د وسلو او مخدره توکو قاچاق، د اقلیم بدلون، تروریزم او د غیرقانوني کب نیونې په وړاندې پیاوړې مبارزه وکړي.»

د یادونې وړ ده چې پدې وروستیو کې هند، استرالیا، متحده ایالات او ځینو نورو هیوادونو په ارام سمندر کې د چین د مخ په زیاتیدونکي نظامي چلند د مهارولو لپاره خبرې اترې او ګډې هڅې پیل کړي.

چین هڅه کوي په یاد سیمه کې چې د حیاتي جغرافیې له پلوه خورا شتمنه ده خپل نظامي شتون پراخه کړي چې دې کار یاد هیوادونه اندیښمن کړي.