د استرالیا د کوینزلیند ایالت په مرکز بریزبن کې په (کنګرو پاینټ هوټل) کې بندي کډوالو دا ادعاوې رد کړي چې د مدني فعالانو لاریون او د هوټل محاصرې د دوی خوندیتوب او امینت له خطر سره مخ کړی.

د استرالیا د مهاجرت سرپرست وزیر الن تج له دې مخکې تیره سه شنبه ویلي و چې د کنګرو پاینټ هوټل شاوخوا د لاریون کوونکو موجودیت له امله حکومت اړ شوی چې له یاد هوټله روغتیايي کارکوونکي وباسي.

هغه ادعا کړې وه چې لاریونوال او احتجاج کوونکي د کډوالو خوندیتوب او روغتیا ته ګواښ ګرځيدلي.

همداشان د استرالیا د سرحدي ځواک مشر مایکل اوټرام هم دیته ورته ادعا کړې وه او ویلي و چې د یاد هوټل چارچاپیره د لاریون کوونکو شتون کډوالو او پناه غوښتونکو ته د خوراکي او روغتیايي توکو رسول ستونزمن کړي. 

اوټرام همدارنګه لاریون کوونکي پدې تورن کړي و چې ګواکې کډوال یې هڅولي چې د کرونا وایرس د ټولنیز واټن مقراراتو څخه سرغړونه وکړي.

خو په کنګرو پاینټ هوټل کې بندي کډوالو او پناه غوښتونکو دا ادعاوې رد کړي او ګارډین ورځپاڼې ته یې ویلي چې د لاریونونو له امله د دوی مورال لوړ شوی او د خوشې کیدو هیلي یې بیا تازه شوي. 

دوی ویلي چې له روغتیايي توکو او پاملرنو ندي بې برخې شوي او خوراکي توکي هم ورته په خپل وخت ورسیږي.