د بندي کډوالو سره د خواخوږۍ په پار د استرالیایي ډاکټرانو اوصحي کارکوونکو یوه ډله له سلګونو ورځو او شپو راهیسې له خپلو کورونو بهر اوسیږي.

یادو کسانو SBS ته ویلي، «مونږ له کابو درې سوه شپو راهیسې له خپلو کورونو دباندې ویده کیږو ترڅو استرالیا کې بندي کډوالو او پناه غوښتونکو سره خپل خواخوږی څرګند کړو او همداشان حکومت ته دا وښایو چې باید د کډوالو او پناه غوښتونکو نامعلوم توقیف نور پای ته ورسوي.»

د دوی په وینا، دا اعتراض یې تیر کال د اګسټ میاشت کې پدې موخه پيل کړ ترڅو استرالیا کې د بندي ۱۳ سوو کډوالو او پناه غوښتونکو له حاله خلک خبر کړي او د توقیف د تریخ ژوند انځور ټولنې ته ښکاره کړي.

دوی وايي، دا اعتراضیه کمپاین لومړی ۱۶ کسانو پیل کړ خو اوس پراخه شوې او زیات شمیر کې د کډوالو فعالان هم ورسره پدې کې یوځای شوي او پلان لري چې ترهغې دې کار ته دوام ورکړي ترڅو چې استرالیا کې د کډوالو او پناه غوښتونکو نامعلوم توقیف پای ته نه وي رسیدلی.

دوی وايي، استرالیا کې کډوال او پناه غوښتونکي د نامعلوم وخت لپاره په توقیف کې ساتل د نړیوالو او بشري قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ده، دا یو غیرقانوني، غیراقتصادي او د استرالیا د ارزښتونو خلاف عمل دی او باید ژرترژره پای ته ورسول شي.