د کرونا وایرس له امله د استرالیا لومړنی اقتصادي رکود ښايي د کډوالۍ ضد احساسات راوپاروي

استرالیا کې د کډوالۍ چارو کارپوهانو خبرداری ورکړی، دا چې د کرونا وایرس وبا له امله استرالیا له کابو ۲۹ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره له اقتصادي رکود سره مخ کیږي او د دندو فرصتونه کمیږي نو ښايي دې هیواد کې  د کډوالو ضد چلند هم وده وکړي.

دې کارپوهانو له استرالیايي حکومت غوښتي چې د هغو فشارونو په وړاندې دې له مقاومت کار واخلي چې د اقتصادي رکود پر مهال د کډوالو د کمښت غوښتنه کوي.

کارپوهانو ویلي چې تیرو داسې حالاتو مونږ ته ښودلې چې کله هم اقتصادي رکود رامنځته کیږي، ورسره د بیکارۍ کچه هم لوړیږي او له امله یې په هیوادونو کې د کډوالو ضد دریځ ځای نیسي.

د نوو رپوټونو په اساس، د استرالیا اقتصاد د کرونا وایرس وبا له امله تراوسه په زیاته اندازه ندی زیانمن شوې، خو که دې هیواد کې د یاد وایرس دویمه څپه راشي نو اقتصاد کې یې ممکن ۶.۳ سلنه کمښت او رکود رامنځته شي.

د استرالیا د مهاجرت سرپرست وزیر الن تج وايي، د سرحدونو تړل او پر الوتنو بندیز استرالیا کې د مهاجرت کچه دمګړۍ صفر ته راټیټه کړې او دا له وخته مخکې خبره ده چې د مهاجرت سیستم د راتلونکي څرنګوالي په اړه اوس دقیقه څرګندونه وشي.

خو د استرالیا د لومړي وزیر سکاټ موریسن د اټکل له مخې، په پام کې ده چې دغه هیواد کې د مهاجرت کچه چې نړیوال زدکړیالان او مهارت لرونکي بهرنیان پکې شامل دي د ۲۰۲۱ کال تر جون میاشتې پورې ۸۵ سلنه راولویږي او دا به مارکیټ کې تقریبآ په هرڅه باندې خپل اقتصادي اغیز پریږدي.

د ۱۹۹۰ کال راپدیخوا به دا لومړی ځل وي چې استرالیا کې د مهاجرت سطحه دومره ټیټې شمیرې ته نزول کوي.