دافغانستان دسولې روانې پروسې ته هیلې اوامیدونه ورځ تربلې زیات شوي. کله چې دطالبانو اوامریکاترمنځ دسولې تړون لاسلیک شو نو دغه امیدونه لاوغوړیدل.
دغه جنګ دامریکاپه شمول طالب اودولت ترمنځ ترسره کیدو اوس مهال له امریکا سره تړون لاسلیک شو. طالبان او دولت لادخبرومیزته نه دي ناست .
غواړم په دی لیکنه کې دواړو لوروته یوڅه سپارښتنې وکړم ترڅودهیوادوالو هیلې اوامیدونه دسولې په برخه کې لاوځلیږې اودنامیدۍ ښکارنه شي .ځکه په مطبوعاتو کې ددواړو لوروخبروته که فکروکړ نو بیا دا سوله پروژه ښکارې نه سوله ! دواړه لورې که غواړي چې سولې ته ژمن پاتې شي باید لاندې ټکوته پاملرنه وکړئ .
اول:منفي تبلیغات:
ددغې جګړې یو اړخ تبیلغات دي. کوم چې داشل کاله روان وه. دواړه لورې دي !له دې فرصته ګټه پورته کړي او له منفي تبلیغاتو دي لاس په سرشي. ځکه داتبلیغات دخلکو په ذهنو بد تاثیرکوي اوهغه راپیداشوي هیلې له خاوروسره خاورې کوي.
دواړه اړخونه باید دولس دښیرازۍ اوسوکالۍ په موخه کاروکړئ نه یوبل پسي منفي تبلیغات.
داچاره باید اول مشران شروع کړي ورپسې کشرانو ته لارښونه وکړي چې نوربه منفي تبلیغات نه کوي ترڅو داعتماد فضا رامنځته او سولې ته لار هواره شي .
دوهم:شرطونه :
که څه هم دواړه لورې وایې چې بې شرطه خبرې شروع کوو. خو په غیرمستقیم اویا په مستقیم ډول شرطونه وړاندې کیږي. چې داچارسوله ستونزمنه کوي اوپروړاندې خنډونه راولاړه وي . اودغه کړنه دواړولورترڅنګ ملت ته تاوان رسوي ځکه څومره چې سوله ټکنۍ کیږي ملت قربانې ورکوي اونورباید په دي شازلمورحم وشي دمرګ له ښکاره وژغورل شي .
دریم: غروراوزغم:
د دواړولورنه مونږاورچې دامنم! اودانه منم !داڅوک دی؟ اوڅه یې کړي؟داچاره دمجاهیدونو اوډاګټرنجیب الله پروخت هم ترسره شوه . نتیجه یې ټول وینوهلته که زغم اوحوصله شوي وي نو نن به موهیواد ددغوناحوالو شاهد نه و.له دواړه لوروهیله کو چې دیواوبل دنفعه کولو له فرهنګ تېرشي ترڅوسوکالي اوسوله رامنځته شي .که یوبل ونه زغمونو یو! هم په ارامه واکمنې نه شي کړی. ښه خبره داده چې دواړو لوروله استعدادونو اوامکاناتو نه په ګډه کارواخیستل شي اوهیواد وژغورل شي.
که چیرته یوبل ته دهیواد دابادۍ له پاره لاس ورنکړویو هم منزل ته نه شي تلي هغه دپښتومتل دي له یولاسه ټک نه خیژي نوپه کارده چې دوه لاسه شي اوکارترسره شي .
څلورم:څېرې :
دواړو لورته متنازع شخصیتونه وجود لرې اودغه وکړي چې کله دمطبوعاتو میدان ته راشي داسي کلمات اوالفاظ یودبل پروړاندې استعماله وي چې له هغې دجنګ ،وینې اوکرکې بوي راځي .
په دې حساس وخت کې دواړه لورې دغه وګړي دمطبوعاتو له ډکره لرې وساتې ترڅوولس دارامۍ ساه واخلې اوسولې ته لاخوشبینه شي .په دواړولورکې متوازاومعتدله اشحاص شته باید په دغه پړاوکې دمطبوعاتو ډکرته هغه وګړي راولې ددغومتنازع وګړو په خوله دچوپتیا مهرووهې .
پنځم:درناوی
دواړه لورې یوبل د یو حقیقت په توکه ومنې .یوبل ته درناوی ولرې. نه داچې یوبل باندې داسي ټاپې ووهې چې سړی حیران پاتې شي.کله چې یوانسان توهین کړي بیا له هغه سره په کوموسترګودخبرومیزته کینې .
په ټولنیزژوند کې یواصل دی چې باید دهیچا دومره سپکاوی و نه کړي چې سبایې سترګوته نه شي کتلي اوخپل وجدان ته ملامته وي. نوله دي ښه ده چې دهیڅ انسان پروړاندې بداو دتهقیرالفاظ ونه کارول شي اومومن خوباید خوشباوره وی په بل مومن .
شپږم:ملت په نظرکې نیولې :
دواړه لورې دې نورپه ملت زړه وخوږه وی .نوردی! دې غمیزې ته دپای ټیکې کیږدی اوکله چې غوښتنې مطرح کوی داسي غوښتنې دي مطرح کړي چې دملت په خیروي نه دځان په ګټه . ځکه ځان غوښتنوداملت اوهیواد دغې حالت ته راوستلو چې نړۍ ورته حیرانه ده .
خپلې خبرې پردی رانفاړم چې دواړه لورې دی نوردالله ج په حاطرپه دې ملت رحم وکړی ترڅویو سوکاله ،ارمه ،خپلواکه ،ښیرازه اوسمسوزافغانستا ولرو په همدې هیله
نصیراحمد ښاد
دژمن ځوانانو درهبرۍ غړی