تیره اوونۍ د استرالیا په ملبورن ښار کې د هغه هوټل مخې ته سلګونو خلکو لاریون ترسره کړ چې دا مهال پکې هغه کډوال او پناه غوښتونکي توقیف ساتل کیږي چې د مهاجرت د پخواني درملنې قانون په اساس له سمندري توقیف خونو څخه د روغتیايي مسایلو په خاطر استرالیا ته انتقال شوي.

دغه لاریون د استرالیا د کډوالو د عمل ایتلاف لخوا د فبروري په ۲۹مه نیټه د ملبورن په پریسټن سیمه کې د مانترا هوټل مخې ته په لاره اچول شوې وه. په دغه هوټل کې له تیرو څو میاشتو راپدیخوا له ۵۰ زیات کډوال او پناه غوښتونکي توقیف دي او له دې هوټله د وتلو اجازه نه ورکول کیږي.

په یاد لاریون کې چې څه دپاسه ۲۰۰ کسانو ګډون درلوده له استرالیايي حکومته غوښتنه وکړه چې په هوټل کې بندي کډوال او پناه غوښتونکي دې ژرترژره خوشې کړي. د لاریون ګډونوالو له ځانه سره پوسترونه درلودل چې پرې لیکل شوي وه، (د استرالیا خلک پناه غوښتونکو ته ښه راغلاست وایي، دوی ازاد کړئ او استرالیا کې یې ژوند کولو ته پریږدئ.)

دې لاریون ته په تلیفوني اړیکې سره له هوټله دوه تنه پناه غوښتونکو وینا هم ترسره کړه. د مماز په نوم پناه غوښتونکی چې په مانوس توقیف خونه کې ۶ کلونه بندي پاتې شوی د لاریون له ګډونوالو مننه وکړه. 

هغه لاریون کوونکو ته په خطاب کې وویل، «تاسو زمونږ هیله او غږ یاست. له تاسو پرته به مونږ ژوندي پاتې نشو. مونږه ازادي غوړو. د کوم جرم په اساس مونږه له ۷ کلونو راهیسې بندیان یو؟ مننه چې زمونږ د حقونو لپاره تاسې مبارزه کوئ.»

همدازاز عراقی پناه غوښتونکی علی یوسف چې مخکې له دې ۵ کلونه د استرالیا په (بروډ میډوز) مهاجرت توقیف خونه کې بندي و او اوس په دې هوټل کې توفیف دی، یاد لاریون ته وویل، «دلته د روغتیايي ستونزو د حل لپاره هیڅ سم امکانات شتون نلري. د هرې ناروغۍ لپاره یوازې د پناډول ګولۍ پناه غوښتونکو ته ورکول کیږي او بس.»

نوموړي له لاریون کوونکو مننه وکړه او له هغوی یې غوښتنه وکړه چې خپله مبارزه پدې برخه کې جاري وساتي.